۸صبح، بدخشان: د بدخشان ولایت ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یفتل ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي .
يو له دغو ماشومانو د چهار شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳مه، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په زمستانک کلي کې او بل يې د مرکز فیض اباد ښار په پينځمه ناحیه کې د سېلاب له امله مړ شوی او د دې طبیعي پېښې له امله لږ تر لږه پينځه تنه نور ژوبل شوي دي.
په دغو ماشومانو کې یوه یې ۱۱ کلنه نجلۍ وه.
په بدخشان کې د دغې طبيعي پېښې په ټپيانو کې دوه ښځې او درې نارينه شامل دي.
له بلې خوا، د بدخشان په راغستان کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
بدخشان د خپل غرني طبیعت له امله کله ناکله د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو شاهد وي.
د يادونې وړ ده، چې په غور ولايت کې په تېرو درېيو ورځو کې د سېلابونو د راوتلو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه خرابه شوې ده.