۸صبح، غزني: په ورځنیو معاملو کې له کلدارو د استفادې د مخنیوي لپاره د طالبانو له حکم څخه وروسته، اوس د دې ډلې استخباراتو د دغه مخنیوي د لغوه کولو لپاره بل مکتوب صادر کړی دی.
سرچینو نه یکشنبې د تلې په لسمه ویلي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په غزني ښار او نورو ولایتونو کې د کلدارو د کارولو په هکله دوه بېلابېل مکتوبونه صادر کړي دی.
دا مکتوبونه د طالبانو د استخباراتو له خوا د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې ته هم لېږل شوی دی.
په لومړي مکتوب کې صرافیو او د پیسو د بدلولو مرکزونو ته له کلدارو د استفادې د مخنیوي حکم صادر شوی؛ خو نن غرمه مهال بېرته اعلان وشو چې تر بل امر پورې په معاملاتو کې د کلدارو کارول ستونزه نه لري.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې زیات شمېر کسانو د طالبانو له لومړي حکم وروسته خپلې پیسې په ټیټه بیه په افغانیو او ډالرو بدلې کړې چې ډېر زیان یې لیدلی دی.
د غزني ښار اوسېدونکي د طالبانو پر دې کار په نیوکې سره وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په نورو اسعارو د پاکستاني کلدارو له بدلولو وروسته، په دې ولایت کې سوداګر او کسبګرو میلیونونه افغانۍ زیان لیدلی دی.
دا په داسې حال کې دي چې اوسمهال په بازارونو کې د افغانیو د کمښت له امله، په سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې ډېری ورځنۍ معاملې په پاکستاني کلدارې سره کېږي.