۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې د واکسیناسیون په نوي کمپاین کې واکسین کړي او په هېواد کې د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.
دغه بنسټ شنبه د وږي پر ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د پولیو راتلونکی واکسیناسیون د راتلونکې دوشنبې پر ورځ پیلېږي.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ د واکسیناسیون په پروګرامونو کې د کورنیو پر ګډون ټینګار کړی او له هغوی یې غوښتي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو فرصت له لاسه ورنه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او په هېواد کې د دغې ناروغۍ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د پولیو د نویو پېښو ثبتېدو اندېښنې زیاتې کړې او روغتیايي بنسټونه د ماشومانو پر واکسینولو او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کورنیو پر همکارۍ ټینګار کوي.





