په کابل کې د هغه ځوان یو شمېر خپلوان چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پغمان ولسوالۍ کې د وسلهوالو غلو له خوا په ډزو ووژل شو، د هغه د دوسیې په څېړلو کې له ځنډه شکایت کوي. دوی وايي سره له دې چې دوه تورن کسان نیول شوي، خو د شېرزي میرزايي د قتل دوسیه لا هم د طالبانو له خوا نه ده څېړل شوې او د دې پېښې د نورو عاملانو د برخلیک په تړاو هم هېڅ معلومات نشته. د دغه ځوان د خپلوانو په وینا، دوی په تېرو دوو میاشتو کې څو ځله د دوسیې د تعقیب لپاره د پغمان ولسوالۍ او د طالبانو نورو اړوندو ادارو ته ورغلي، خو هر ځل د نویو اسنادو له غوښتلو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ له لالهاندۍ سره مخ شوي دي.
د شېرزي میرزايي خپلوان ادعا کوي چې په دې قضیه کې نیول شوي کسان په طالبانو پورې د تړلو ځینو کسانو له نفوذ او ملاتړه برخمن دي او له همدې امله د دوسیې د څېړلو بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی. دوی زیاتوي چې د دې دوسیې اسناد لا تر اوسه په پغمان کې د طالبانو له ولسوالۍ لوړو مراجعو ته نه دي لېږل شوي او هر ځل چې د تعقیب لپاره ورځي، له بېلابېلو پلمو او د نویو اسنادو له غوښتلو سره مخ کېږي.
د دغه ځوان د خپلوانو په وینا، د دغه وضعیت دوام د دوسیې د برخلیک په تړاو د دوی اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی د طالبانو له چارواکو غواړي چې د دې وژنې ټول عاملان ونیسي. د میرزايي یو خپلوان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په ځلونو د دوسیې د تعقیب لپاره په پغمان کې د طالبانو ولسوالۍ او د دغې ډلې نورو اړوندو بنسټونو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه پورې د څېړنو په بهیر کې کوم د پام وړ پرمختګ ندی لیدل شوی.
د پغمان یو اوسېدونکی وايي سره له دې چې د دوسیې اړخونه روښانه دي او دوه شکمن کسان هم نیول شوي، خو طالبان د څېړنو د بهیر د مخته بیولو پر ځای د بېلابېلو پلمو په کولو سره دوی لالهانده کوي.
د پغمان دغه اوسېدونکی وايي: «شاوخوا دوه میاشتې وړاندې وسلهوال غله د میرزايي کور ته ورواوښتل. د هغه مور او خويندې یې ووهلې او ټکولې او شېرزي يې چې کوژدن شوی و، د کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې په ډزو ووژاه. له هغه وخت راهیسې دا کورنۍ څو ځلې د دوسیې د تعقیب لپاره د پغمان ولسوالۍ او د طالبانو ادارو ته ورغلې، خو چا څرګند ځواب نه دی ورکړی. دوه کسان یې نیولي دي، خو د دغه ځوان د کورنۍ غړي نه پوهېږي چې دا کسان لا هم په توقیف کې دي که خوشې شوي دي. د دوی غږ څوک نه اوري.»
د میرزايي یو خپلوان وايي: «طالبان وايي باید صورت دعوا، شهادت پاڼه او د وراثت اسناد چمتو شي، په داسې حال کې چې د پېښې په ورځ عدلي طب، استخبارات او د دوی امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای کې حاضر شول او ټولې لازمې څېړنې یې ترسره کړې. له دې سره سره، دوسیه لا هم کومې پایلې ته نه ده رسېدلې او د کورنۍ غړي یې لا هم د طالبانو د بېلابېلو ادارو ترمنځ لالهانده دي. په دې دوو میاشتو کې هره ورځ یو نوی سند غواړي.»
د هغه په وینا، د شېرزي د قتل دوسیه تر اوسه په پغمان کې د طالبانو له ولسوالۍ د طالبانو لوړو مراجعو ته نده راجع شوې. هغه دغه راز ادعا کوي په دې قضیه کې نیول شوي کسان په طالبانو پورې د اړوند ځینو کسانو له نفوذ او ملاتړه برخمن دي او په همدې دلیل دوسیه لا هم لوړو مراجعو ته نه ده لېږل شوې.
دا ځوان وايي: «نه پوهېږم دا کسان واسطه لري او کوم بل دلیل شته، خو په دې دوو میاشتو کې زموږ د دوسیې اسناد له پغمان ولسوالۍ مرکز ته نه دي استول شوي. هغه دوه کسان چې نیول شوي، باید د قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره مرکز ته معرفي شوي وای، خو دوسیه لا هم په ولسوالۍ کې پاتې ده او په رسمي توګه ولایت او لوړو مراجعو ته نده راجع شوې.»
دا ځوان له طالبانو غواړي چې د دغې دوسیې د څېړلو بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي او د دې وژنې ټول عاملان ونیسي او مجازات یې کړي. هغه وايي: «موږ یوازې عدالت غواړو او له چا سره شخصي دښمني نه لرو. د طالبانو له مسوولانو غواړو چې د دې قضیې ټول عاملان ونیسي، ترڅو هماغه ډول چې زما ورور یې د پلار، مور او نورو غړو پر وړاندې په ډزو وواژه، د خپلو اعمالو سزا وګوري.»
د شېرزي میرزايي وژنه په کابل کې د وسلهوالو غلاوو په لړ کې د وژنې لومړۍ پېښه نه ده. تر دې وړاندې د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی شایق رحماني هم په کابل کې د وسلهوالو غلو له خوا وژل شوی و.
دغه راز په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د وسلهوالو غلاوو او د ناپېژاندو کسانو د بریدونو په لړ کې د ځينو کسانو د وژل کېدو د نورو پېښور راپور هم ورکړل شوی دی؛ په دې لړ کې د تېر نظام یو پوځي چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته یې د دغې ډلې په یوه بنسټ کې کار کاوه، په یوه جلا پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پر دې سربېره، د روان کال د غوايي میاشتې پر ۱۱مه، په کابل ښار کې د ښوونې او روزنې پوهنتون پر وړاندې د یوه ځوان جسد وموندل شو. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې د دغه ځوان جسد د شپې په شاوخوا ۱۰ بجو په دغه ځای کې کشف شوی و.
په یوه بله پېښه کې د غويي پر ۲۰مه د محمد شهزاد نیازي په نوم د یوه ځوان ټوټه ټوټه شوی جسد د کابل ښار په هودخېلو سیمه کې وموندل شو چې شاوخوا ۱۱ورځې وړاندې په کابل کې لادرکه شوی و.
په وروستیو میاشتو کې د دا ډول پېښو تکرار او د هغو د څېړلو په بهیر کې ځنډ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت او د جنایي جرمونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.


