د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. په دغه ناسته کې چې د طالبانو له خوا د کابل او ولسمشرۍ ماڼۍ له نیولو وروسته ترسره شوه بشري حقونو، نړیوالو بشردوستانه حقونو، فردي آزادۍ او د ښځو حقونو ته پر پاملرنې او له بې ځایه شویو سره په مرستو رسولو، له ملکي وګړو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار شوی دی.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان پېښې په ځیره تعقیبوي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي زیاته کړې چې په دغو حساسو شرایطو کې له ټولو لوریو په تېره بیا طالبانو غواړم چې د ملکي وګړو د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره همکاري وکړي. د هغه په خبره د وروستیو تاوتریخوالیو له امله زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
ګوتریش ویلي چې زیات شمېر کورنۍ له نورو ولایتونو څخه د نښتو له امله کابل ته کډه شوې دي.
هغه له ټولو لوریو وغوښتل چې د خدماتو او په وخت د مرستو رسولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګروملتونو سازمان سرمنشي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوال ومني او د دوی له ایستلو دې ډډه وکړي.
د هغه په وینا، ددې وخت رارسېدلی چې ټول له نړیوالې ټولنې سره په ګډه له بشري حقونو ملاتړ وکړي.
د ملګروملتونو سرمنشي ویلي، په ټول افغانستان کې د بشري حقونو د محدودیت په هکله ویروونکي رپوټونه ترلاسه شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي وویل: «زه تر ډېره د افغان ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښمن یم چې تورو ورځو ته له ستنېدو ویره لري.»
هغه زیاته کړه چې اړتیا ده د افغان ښځو او نجونو له حقونو چې په سختۍ ترلاسه شوي ساتنه وشي.
انتونیو ګوتریش زیاتوي چې ښځې او نجونې له نړیوالې ټولنې له هغوی د ملاتړ غوښتونکې دي، هغه نړیواله ټولنه چې دوی ته یې ډاډ ورکړ چې فرصتونه پراخېږي، زده کړه یې تضمیېږي، آزادي او حقونه خوندي کېږي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي همداراز په دې اړه د ډاډمنتیا لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي د نړیوالې ټولنې د یووالي غوښتنه وکړه.
هغه د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د یو بل ترڅنګ ودرېږي، په ګډه کار وکړي او له ټولو وسایلو په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښ د ځپلو او بشري حقونو د تضمین لپاره کار واخلي.
د هغه په وینا، دې ته له پامه پرته چې څوک واک په لاس کې لري، باید د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو او د بشري حقونو تضمین اصل ته پام وشي. له بلې خوا، هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه له افغان ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي له طالبانو هم غوښتي چې د بهرنیو هېوادونو د استازو او دیپلوماتیکو سیمو خوندیتوب ته درناوی وکړي.
ګوتریش وویل چې په افغانستان کې انساني ناورین ددغه هېواد اتلس میلیونه وګړي تر اغېز لاندې راوستي دي.
د هغه په خبره، اړینه ده چې لومړني خدمات هماغه شان دوام وکړي او د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه، د بېخ بنسټونو خوندیتوب، د هوايي ډګرونو پرانیستل او د روغتیايي او ښوونیزو خدماتو وړاندې کول ډېر مهم دي.
انتونیو ګوتریش زیاته کړې چې د ملګروملتونو سازمان فعالیت به امنیت ته په پام سره دوام وکړي. هغه د تاوتریخوالي د چټک پای ته رسولو، د افغانانو حقونو او ټولو نړیوالو هوکړه لیکونو ته چې افغانستان لاسلیک کړي د پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي وویل، پر ټولو ښکېلو غاړو، په ځانګړې توګه پر طالبانو غږ کوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د وینې تویېدونې مخه ونیسي.
د ملګروملتونو سازمان سرمنشي افغانان ویاړلي او د بډایه کلتوري میراثونو لرونکي وبلل.
اخوا، په ملګروملتونو کې د هند دایمي استازي وویل، که طالبان ورانکارو ډلو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړي تمه ده چې افغانستان او سیمه آرامه شي.
خو په دې ناسته کې د پاکستان استازي ته یو ځل بیا هم د خبرو اجازه ورنکړل شوه.
له دې په مخکې اونۍ کې هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا په بیړنۍ ناسته کې د پاکستان استازي ته د خبرو وخت نه و ورکړ شوی.
د امنیت شورا له دې ځانګړې ناستې وروسته د پاکستان دایمي استازي پر هند تور ولګاوه چې د افغانستان په اړه ناستو کې د پاکستان د ګډون مخه نیسي.
منیر اکرم خبریالانو ته وویل چې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري، خو هند اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.
د ویلو ده چې هند دا مهال د ملګروملتونو د امنیت شورا پړاویزه مشري پر غاړه لري.
په ملګروملتونو کې د چین استازي هیله څرګنده کړه چې طالبان د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو د خلکو د امنیت د خوندي کولو ژمنه عملي کړي.
په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وویل، په افغانستان کې وضعیت په جدي توګه څاري.
نوموړي وویل، په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې وضعیت دومره په چټکۍ بدل شو چې ټول یې حیران کړل.
د زمري په ۲۴مه نېټه د کابل دروازو ته د طالبانو په رسېدو د هېواد مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني له حمدالله محب او فضل محمود فضلي سره له افغانستانه ولاړل.
د محمد اشرف غني له وتلو وروسته، امنیتي ځواکونو خپل مرکزونه پرېښودل، طالبانو خپلو غړو ته اجازه ورکړه چې د ښار د امنیت د ساتلو لپاره پلازمیني ته داخل شي. طالبانو د یکشنبې په شپه ارګ ونیوه.
له بلې خوا، ګلبدین حکمتیار، حامدکرزي او عبدالله عبدالله د همغږۍ شورا جوړه کړه چې په کابل کې د آرامۍ او د واک د لېږد لپاره هڅې وکړي.
له هېواده د اشرف غني له وتلو وروسته، په زرګونه وګړي هوايي ډګر ته ورغلل چې له هېواده بهر شي. د رپوټونو له مخې، په دغه هوايي ډګر کې د ډزو په پایله کې اوه تنه مړه شوي او همداراز، دوه تنه چې د الوتکې په وزر او ټایر کې ناست وو پر ځمکه رالوېدلي او مړه شوي دي.