۸صبح، کابل: د رویټرز د راپور له مخې، په ایران کې زرګونه افغان کډوال په دغه هېواد کې د جګړو او اقتصادي کړکېچ له کبله افغانستان ته ستانه شوي دي.
رویټرز چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه راپور ورکړی چې د ایراني پیسو د ارزښت کمېدل، د بیو لوړېدل او بېکاري هغه لاملونه دي چې کډوال یې ستنېدو ته اړ کړي دي.
د راپور له مخې، په ایران کې د تېر کال پرتله د توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه او د خوراکي توکو بیا ۱۳۰ سلنه لوړې شوې دي.
رویټرز لیکلي چې ډېر افغانان له ستنېدو وروسته څو میاشتې وزګار و او له کړکېچ مخکې منځنی یې عاید یې نږدې یو په درېیمه برخه کم شوی دی.
یوه طالب چارواکي هم ویلي چې د ورځې له ۲۰ تر ۴۰ کورنۍ په خپله خوښه د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راځي.
رویټرز د هرات او فراه په پولو کې له راستنېدونکو سره غږېدلی او هغوی د ایران اقتصادي وضعیت کړکېچن بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د راستنېدو بهیر پراخ شوی دی.





