۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۰ زره افغان ښځې د سوداګرۍ رسمي جواز لري، چې دا شمېر د تېرو پنځو کلونو پرتله لس برابره زیات شوی دی.
دغه بنسټ شنبه، د چنګاښ ۲۷مه، په خپور کړي راپور کې ویلي، چې د ښځو پر کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو له محدودیتونو سره سره، یو شمېر افغانې ښځې لا هم خپلو اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (ACCI) د ښځو اړوند د سوداګرۍ د رسمي جوازونو شمېر له ۱۰ زرو ډېر ښودلی، په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې دا شمېر د ۶۰۰ او زرو ثبت شویو جوازونو ترمنځ و.
دغه بنسټ ویلي، چې ښځینه سوداګرې لا هم له ګڼو خنډونو سره مخ دي او دا شمېرې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو نښه نه ده.
په راپور کې راغلي، چې د نړیوال بانک د موندنو له مخې، کوچنۍ سوداګرۍ اوس د افغان ښځو د کارموندنې تر ټولو لویه برخه جوړوي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې دا وضعیت یو پېچلی حقیقت څرګندوي؛ له یوې خوا د سوداګرۍ په برخه کې د فعالو ښځو شمېر زیات شوی، خو له بلې خوا د هغوی پر حقونو او فرصتونو محدودیتونه لا هم دوام لري





