۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره کتلي او په هېواد کې یې د بشردوستانه مرستو او روغتیايي خدماتو پر پراخولو خبرې کړې دي.
طالبانو چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې دواړو د افغانستان پر بشري وضعیت، د اړمنو کورنیو پر اړتیاوو او له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کډوالو پر ملاتړ خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دلاور د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بریتانیا له بشردوستانه مرستو مننه کړې او له اړمنو یې د ډېر ملاتړ غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې راستنې شوې کورنۍ سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
ریجارډ لینډسي ویلي چې د روغتیايي خدماتو په برخه کې د همکاریو د پراخولو هڅه کوي.
دواړو لورو په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو په برخه کې د همکاریو او روغتیايي خدماتو پر پراخولو هم ټينګار کړی دی.





