• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو حاشیوي غونډه؛ بېنېټ: طالبانو درک کړې چې د نړۍ له سره کرښو اوښتل هېڅ لګښت نه لري

نیما نیما
۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790504570]
UN

UN

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او یو شمېر بنسټونو او پخوانیو چارواکو د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول‌ګډوني سیاسي بهیر پر پیلېدو، د بشري حقونو پر رعایت او د هېواد د راتلونکې په ټاکلو کې د خلکو پر ګډون ټینګار وکړ. ویناوالو د ښځو او نجونو وضعیت، د بشري حقونو ناورین، د ترهګرو ډلو حضور او د افغانستان امنیتي ننګونو ته په اشارې سره، د طالبانو د حساب‌ورکونې او پر هغوی د نړیوال فشار د زیاتېدو غوښتنه وکړه. له دې سره هممهاله، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې درک کړې چې کولای شي د نړیوالې ټولنې له سره کرښو واوړي، پرته له دې چې له عملي پایلو سره مخ شي. ځینو ویناوالو او د هېوادونو استازو هم د «جنسیتي اپارټایډ» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو پر وړاندې باید د نړیوالې ټولنې دریځ یو شان وي؛ ځکه د دوی په وینا، د نړیوالې ټولنې په ګډو پرېکړو کې ناهمغږي د طالبانو پر وړاندې اغېزناکه نه ده پرېوتي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ، د اندیانا بنسټ او «اینډیپنډنټ ډیپلمات» په ګډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د «د افغانستان د راتلونکي تګلوری: د ټول‌ګډونی حکومت او سیمه‌ییز امنیت لپاره د افغانانو په مشرۍ د سیاسي بهیر پر لور» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد د راتلونکې د ټاکلو لپاره د افغانانو پر محور یو سیاسي بهیر پیل شي. د هغه په وینا، خلک باید د هېواد د سیاسي راتلونکې په اړه د پرېکړو اصلي رول ولري او د دغه بهیر موخه باید د یوه مشروع، ټول‌ګډوني، استازي او ځواب‌ویونکي حکومت رامنځته کول وي.

ښاغلي فایق وویل چې د نړیوالې ټولنې ډېره پاملرنه په افغانستان کې پر بیړنیو ناورینونو؛ لکه بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو، ترهګرۍ، کډوالۍ، نشه‌يي توکو،  بشري حقونو سرغړونو او د ښځو او نجونو پر پراخو محدودیتونو متمرکزه وه. د هغه په وینا، له دې هڅو سره سره، د افغانستان په اساسي مسایلو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د اندیانا بنسټ مشرې او بنسټګرې نیلوفر سخي په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې له پولې د اخوا ترهګرو ډلو حضور او له ګاونډیو هېوادونو سره د کړکېچونو زیاتوالی ښيي چې د دغه هېواد امنیتي ناورین نور یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د سیمې پر امنیت هم اغېز کوي. هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې د راپور له مخې وویل چې القاعده لا هم په افغانستان کې حضور لري او د طالبانو د چارواکو ملاتړ ورسره دی. د هغې په وینا، دغه ډله یو شمېر نورو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته روزنه او مشورې ورکوي.

سخي همداراز وویل چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو محدودیتونه په تېرو پنځو کلونو کې لا پراخ او بنسټیز شوي دي. د هغې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه او سیاسي ژوند کې له ګډونه د ښځو محرومول د افغانستان د ثبات او نړیوالې ټولنې ته د دغه هېواد د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ دی.

همداراز، په تېر حکومت کې د عدلیې وزارت مرستیالې‌ ‌ذکیې عادلي وویل چې افغانستان د باور له ژور ناورین، د مسلکي کادرونو له چټک کمښت او د رسمي ډیپلوماټیکو لارو له تړل کېدو سره مخ دی.

د هغې په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان د پوهنتونونو شاوخوا نیمايي استادانو او ۵۸ سلنه قاضیانو او څارنوالانو هېواد پرېښی دی. هغې زیاته کړه چې ډېری هغه مسلکي کسان چې اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي، د خپلو تحصیلي اسنادو د نه منل کېدو له امله په هغو دندو کې کار کوي چې له خپلې مسلکي وړتیا سره یې تړاو نه لري. د هغې په وینا، په افغانستان کې د دغو کسانو د پوهې او تجربې د کارولو لپاره هم مشخص میکانیزم نشته.

پخوانۍ ډیپلوماټې اصیلا وردګ وویل چې طالبان به هغه مهال خبرو ته راستانه شي چې انزوا د دغې ډلې لپاره په لوړه بیه پرېوځي. د هغې په وینا، طالبان اوس فکر کوي چې کولای شي له حساب‌ورکونې او د مشروعیت له ترلاسه کولو پرته خپل کار ته دوام ورکړي. هغې ټینګار وکړ چې دغه محاسبه باید د نړیوال همغږي فشار او ګډ ډیپلوماټیک دریځ له لارې بدله شي. د هغې په وینا، د طالبانو په اړه د هېوادونو د ګډ دریځ نشتوالی پر خلکو فشار لا زیات کړی دی.

د تېر حکومت د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان وویل چې افغان ښځې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له لوري ځپل شوې او منزوي شوې دي او ورسره هممهاله نړیوالې ټولنې هم یوازې پرېښې دي. د هغې په وینا، د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې غبرګون له شک او ناهمغږۍ سره مل و او له طالبانو سره د تعامل تګلارې هم دې ډلې ته امتیاز ورکړی او د افغانستان ښځې او ډیموکراتیک ځواکونه یې څنډې ته کړي دي. هغې زیاته کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره له حساب‌ورکونې پرته تعامل کومه د پام وړ پایله نه لري او د نړیوالې ټولنې، د افغانستان د ښځو، مدني ټولنې او ډیموکراتیکو ځواکونو دریځ یې کمزوری کړی دی.

بلخوا، یوې افغانې نجلۍ د امنیتي اندېښنو له امله په دې غونډه کې په ناپيژاندي او انلاین بڼه وینا وکړه او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو لارې او د تحصیلي ویزو ترلاسه کولو بهیر پرانیستی وساتي. هغې وویل چې نجونې له پنځو کلونو راهیسې له زده‌کړو او ګڼو اساسي آزادیو محرومې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو د هغوی د راتلونکې یوه برخه ترې اخیستې ده. هغې زیاته کړه: «که په افغانستان کې دننه زده‌کړه نه شو کولای، ولې باید له افغانستانه بهر دروازې هم زموږ پر مخ تړلې وي؟»

یو شمېر سیاسي فعالانو، د خلکو استازو او پخوانیو چارواکو هم په دې غونډه کې ویناوې وکړې.  د آمو ټلویزیون رییس لطف‌الله نجفي‌زاده وویل چې طالبان کابل ته له ننوتلو مخکې چمتو وو چې د واک پر وېش او په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو په ګډون د یوه نظام پر جوړولو خبرې وکړي؛ خو د بشپړ واک له ترلاسه کولو وروسته د دې ډلې دریځ بدل شو.

د هغه په وینا، ان په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو چارواکو په اسلو کې دوه ورځې د افغانستان له یو شمېر غیرطالب وګړو سره خبرې وکړې او په پای کې یې پر یوه ګډه اعلامیه هوکړه وکړه؛ خو له هغې وروسته یې د دا ډول خبرو له دوام سره هوکړه ونه کړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل وویل چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د دوحې د بهیر له امتیازونو ګټه اخیستې، خو د سیاسي مشارکت او مشروع حکومت‌ولۍ پر لور یې هېڅ ګام نه دی اخیستی. هغه د افغانستان په اړه د افغانانو له استازو پرته د سیمه‌ییزو غونډو پر جوړېدو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خلکو د رښتینو استازو له حضور پرته باید د افغانستان په اړه پرېکړې ونه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي نظر

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وویل چې د حقوقي او نړیوالو اقداماتو ټولګه ښيي چې حساب ورکولو ته د طالبان د اړ اېستو لپاره نړیوال میکانیزمونه د جوړېدو په حال کې دي او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې نورې په اسانۍ په سیاسي خبرو کې له پامه نه شي غورځول کېدای. هغه وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارټایډ» په توګه بلل کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني.

بېنېټ د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو د حکمونو، د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم د جوړېدو او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د څو هېوادونو حقوقي اقدام ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه اقدامات د حساب‌ورکونې لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د جوړېدو ښکارندويي کوي.

ځانګړي راپور ورکوونکي همداراز وویل چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې درک کړې چې کولای شي د نړیوالې ټولنې له سرو کرښو واوړي، پرته له دې چې له عملي پایلو سره مخ شي. بېنېټ زیاته کړه چې طالبانو پر افغانانو محدودیتونه ګام پر ګام په قوانینو او اجرایي جوړښتونو بدل کړي دي؛ په داسې حال کې چې له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو هېوادونو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

د ځینو هېوادونو او د بشري حقونو د فعالانو دریځ

د فنلنډ د ټولنیزې هوساینې د وزیر مرستیالې لورا ریسانن وویل چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي او د دغه هېواد ښځې او نجونې یوازې پرېنږدي. هغې ټینګار وکړ چې طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب ورکړي. ریسانن د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ‌راتګ او د بیان پر آزادۍ د طالبانو محدودیتونه او همداراز جنسیتي تاوتریخوالی «د نه منلو وړ» وبلل.

ریسانن د افغانستان لپاره د یوه څېړنیز میکانیزم د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د طالبانو حساب‌ورکونه یوازې په تېرو څېړلو پورې نه محدودېږي، بلکې باید څرګنده کړي چې سیستماتیک ځپنه بې‌پایلې نه پاتې کېږي. د هغې په وینا، فنلنډ لا هم په افغانستان کې د جنسي او تولیدي روغتیايي خدمتونو مالي ملاتړ کوي او د ښځو او نجونو حقونه د دغه هېواد د بهرني، امنیتي او پراختیايي سیاستونو له لومړیتوبونو دي.

په ملګرو ملتونو کې د استرالیا سفیره او د دایمي استازولۍ مرستیالې بث دلیني وویل چې استرالیا له هغو لومړنیو هېوادونو ده چې وړاندیز یې کړی «جنسیتي اپارټایډ» د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي. هغې زیاته کړه چې دغه وړاندیز د بشریت پر وړاندې د جرمونو په اړه د یوه نړیوال تړون د جوړولو لپاره د خبرو په چوکاټ کې مطرح شوی دی.

دلیني وویل چې استرالیا له کاناډا، هالنډ او جرمني سره یوځای د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د سرغړونې له امله د افغانستان پر وړاندې حقوقي اقدام تعقیبوي. د هغې په وینا، استرالیا نه مني چې د افغانستان د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت په یوه «نوي عادي وضعیت» بدل شي.

په ملګرو ملتونو کې د البانیا دایمي استازې سوېلا یانینا وویل چې نړیواله ټولنه په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو په ملاتړ کې پاتې راغلې او باید د هغوی وضعیت په یوه هېر شوي ناورین بدل نه شي. هغې وویل چې په دې موده کې یوې نجلۍ کولای شوای یوه تحصیلي دوره بشپړه او په ټولنه کې د لا ډېر ګډون لپاره چمتو شي؛ خو دغه فرصت د افغانستان له نجونو او په پای کې له ټولې افغان ټولنې اخیستل شوی دی.

د ښځو د پیاوړتیا د نړیوال بنسټ «وایتل وویس» له بنسټ‌اېښودونکو او د ښځو د حقونو فعالې الیس نلسن وویل چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو پوروړې ده او باید د عملي اقدام له لارې د هغوی زړورتیا او مقاومت ته ځواب ووایي. هغې زیاته کړه چې نړۍ یوازې د افغان ښځو د وضعیت په یادولو سره نه شي کولای خپله دنده ترسره کړي؛ بلکې باید د هغوی د ملاتړ لپاره اقدام وکړي او د هغوی زړورتیا او هوډ ته په ورته اقدام او ارادې ځواب ووایي.

په افغانستان کې د هند پخواني سفیر جیانت پراساډ وویل چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډوني او ځواب‌ویونکي حکومت رامنځته کول ستونزمن دي؛ ځکه د هغه په وینا، طالبان دې لوري ته د حرکت لپاره انګېزه نه لري. هغه زیاته کړه چې د هند له اصلي اندېښنو یوه له افغانستانه په سیمه کې د ترهګرو ډلو لاس ته د وسلو لېږد دی.

پراساد همداراز په افغانستان کې د ښځو وضعیت د «جنسیتي اپارټایډ» بېلګه وبلله او ویې ویل چې ښځې او لږکي د خپلو اساسي حقونو او آزادیو له یوې لویې برخې محروم شوي دي. د هند پخواني سفیر وویل چې افغانستان د ۵۷ اسلامي هېوادونو په منځ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې یې په منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده‌کړو محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان او ځينو نورو هېوادونو دريځ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څلورمه ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره لا هم د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسله‌والو له لوري د پاکستان پر ضد  فعالیتونو لپاره کارول کېږي. هغه وویل چې دغه ډلې په افغانستان کې له پټنځایونو فعالیت کوي او موخه یې د پاکستان بې‌ثباته کول دي.

شریف له طالبانو وغوښتل چې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د دې لپاره قاطع او د تایید وړ اقدامات وکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. هغه همداراز وویل چې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونه باید په هر ډول شرایطو کې رعایت شي.

همداراز، د ایسلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ثورګرودر کاترین ګونارسدوتیر د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وویل چې د ښځو د حقونو د شاتګ تر ټولو سخته بېلګه په افغانستان کې لیدل کېږي؛ هلته چې د هغې په وینا، ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژونده ایستل شوې دي. هغې په افغانستان کې اوسنی وضعیت «جنسیتي اپارټایډ» وباله.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.