۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د څانګې مشرې (فیونا فریزر) په خپل نوي راپور کې د طالبانو له خوا د افغانستان پر مدني فضا د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما نن سه شنبه (د غوایي په ۱۹مه) په افغانستان کې د روان کال له فبروري تر اپریل میاشتې پورې، د ملکي چاپیریال د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د ښځو د کار ممانعت، د افغان ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، د ملکي وګړو خوندیتوب، د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو وضعیت، د تورنو کسانو جسمي مجازات، د مدني فعالیتونو وضعیت، د طالبانو له خوا له حده زیات ځواک کارول، د رسنیو ازادي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه، ددې ډله لخوا د عادلانه محاکمو او قضايي او جزايي بهیرونه څېړل شوي دي.
په دې راپور کې یوناما د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د رامنځته شویو پېښو په اړه یادې شوي برخې مستندې کړي دي.
د یوناما نوی راپور ښیې چې طالبانو د روان کال له فبرورۍ تر اپریل میاشت پورې، مدني اعتراضونه، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې لاریونونه سخت ځپلي دي.
یوناما ویلي، چې په دې موده کې طالبانو پر افغان رسنیو زیات محدودیتونه لګولي، د امریکا غږ او ازادي راډیو د وېبپاڼو بندول او په کابل کې د یوه ټلوېزیون پر دفتر د طالب وسله والو برید یې مهمې بېلګې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د طالبانو له خوا په دغه هېواد کې پر مدني فضا د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې. دغه رنګه پرون دغه سازمان پر افغانستان ددغې ډلې د یوویشت میاشتو واکدارۍ کې، د طالبانو د قضايي فعالیتونه څیړلي دي.
د یوناما په راپور کې د طالبانو په قضايي سیستم کې د حداقل عادلانه محاکماتي بهیر، د نه شتون په اړه اندیښنه ښودل شوې ده.
طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ پر مهال، ددغې ډلې د قضايي کړنو په اړه د یوناما راپور بې اساسه بللی دی.