• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د لمریزې برېښنا په مټ په پراخه کچه د اوبو راایستل؛ د میدان وردګو د څاګانو او کاریزونو لپاره ګواښ

ایلیا ایلیا
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793175060]

د چاپېریال ساتنې او کرنې یو شمېر کارپوهان په میدان وردګو ولایت کې د غیرمعیاري څاګانو د کیندلو او د کرنې لپاره په پراخه کچه د ځمکې لاندې اوبو د را اېستلو په اړه اندېښنه ښيي.  دوی وایي چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د لمریزې برېښنا د پمپونو د کارونې پراختیا، د ورښتونو له کمښت او د وچکالۍ له دوام سره یوځای د ځمکې لاندې اوبو پر سرچینو فشار زیات کړی دی. د دغو کارپوهانو په وینا، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو ظرفیت ته له پام پرته د اوبو را ایستل کولای شي د اوبو کچه راټیټه کړي او چینې او کاریزونه د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي. دوی د باران او سېلابونو د اوبو د زېرمه کولو لپاره د اسانتیاوو نشتوالی هم هغه لامل بولي چې د څاګانو پر اوبو یې د کروندګرو تکیه زیاته کړې ده. کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د لا ډېر کمښت د مخنیوي لپاره د څاګانو پر کیندلو څارنه، د اوبو ایستلو د اندازې تنظیمول او د اوبو لګولو د سپماکوونکو سیسټمونو پراختیا او زېرمه کولو د ځایونو جوړول اړین دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه احمد جاوېد نور وایي چې د غیرمعیاري څاګانو کیندل او د لمریزې برېښنا د پمپونو په مټ د ځمکې لاندې اوبو ایستل او په وچو او لږ اوبه لرونکو ځمکو کې کرنه د افغانستان په ډېرو سیمو، په ځانګړې توګه په میدان وردګو ولایت کې پراخه شوې ده. د هغه په وینا، د وچکالۍ د دوام او اقلیمي بدلونونو په شرایطو کې دغه بهیر د ځمکې لاندې اوبو سرچینې او د بوټو پوښښ له ګواښ سره مخ کوي. نور خبرداری ورکوي چې د اوبو پراخه را اېستنه ښایي په لنډمهال کې ځینو کروندګرو ته اقتصادي ګټه ورسوي، خو په اوږدمهال کې به اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود او کرنه به له ستونزو سره مخ کړي.

احمد جاوېد نور وایي: «هغه کسان او کروندګر چې وچې او لږ اوبه لرونکې ځمکې په اجاره نیسي او هلته د غیرمعیاري څاګانو په کیندلو او د لمریزې برېښنا د پمپونو په کارولو کرنه پیلوي، ښایي په لنډمهال کې اقتصادي ګټه ترلاسه کړي؛ خو دا کار د اوبو د زېرمو د کمېدو په بیه تمامېږي. د ځمکې لاندې اوبو د کچې په ټیټېدو سره څاګانې، چینې او کاریزونه وچېږي او اوبو ته د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی کمېږي.»

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه ټینګار کوي چې په لږ اوبو لرونکو سیمو کې باید د اوبو د سرچینو مدیریت لومړیتوب ولري او د لنډمهالې ګټې د ترلاسه کولو لپاره  باید د دې سرچینې پراخه را اېستنه بې له دې چې پایلو ته یې پام وشي، دوام ونه کړي.

نور وایي: «موږ کولای شو له سبزیجاتو او د کرنې له ځینو محصولاتو پرته ژوند وکړو؛ خو له اوبو پرته ان څو ساعته هم ژوندي نه شو پاتې کېدای. هېڅ محصول، که هر څومره اقتصادي ارزښت ولري، د اوبو ځای نه شي نیولای. له همدې امله، د لنډمهالې ګټې د ترلاسه کولو لپاره د اوبو پراخ ایستل معقول کار نه دی او کولای شي د خلکو حیاتي سرچینې له منځه یوسي.»

ښاغلی نور د غیرقانوني څاګانو د کیندلو مخنیوی، د اوبو ایستلو د اندازې تنظیمول، د څاڅکي په بڼه د اوبو لګولو سیسټم دودول، د موسمي اوبو زېرمه کول او له اقلیمي شرایطو سره د سمون لرونکو محصولاتو کرل د هغو لارو چارو په توګه یادوي چې د ځمکې لاندې اوبو پر سرچینو فشار کمولای شي.

د چاپېریال ساتنې بل کارپوه حبیب‌الله طاهري وایي چې په میدان وردګو کې د ورښتونو کمښت او د وچکالۍ دوام د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو ته د کروندګرو اړتیا زیاته کړې ده. هغه زیاتوي چې د اوبو د کمښت په شرایطو کې د رومي بانجانو، پیازو، بادرنګو، بامیې او هندواڼو په څېر د محصولاتو کرل بې له دې چې د اوبو مصرف او له دغو محصولاتو  ترلاسه کېدونکي عاید ته پام وشي، د اوبو د سرچینو مدیریت له ستونزو سره مخ کولای شي. د طاهري په وینا، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د لا کمېدو د مخنیوي لپاره باید د محصولاتو کرنه له اقلیمي شرایطو او د اوبو د سرچینو له ظرفیت سره همغږې شي او د اوبو ایستلو پر اندازې څارنه زیاته شي. هغه همداراز د کرنې لپاره د باران او سیلابونو د اوبو پر زېرمه کولو ټینګار کوي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وایي: «څرنګه چې د لمریزې برېښنا د پمپونو د کارونې لګښت کم دی، ښایي کروندګر د اوږدو ساعتونو لپاره اوبه وباسي او د ځمکې لاندې اوبو لویه برخه مصرف شي. د دغو زېرمو کمېدل د خاورې لندبل او اوبو ته د بوټو لاسرسی هم کموي او د ونو، څړځایونو او نورو بوټو پر ودې اغېز کوي. په هغو سیمو کې چې د اوږدې مودې لپاره په شدیده توګه اوبه ایستل کېږي، ان د ځمکې د کېناستو او پر سطحه یې د درزونو د رامنځته کېدو احتمال هم شته چې د چاپېریال لپاره جدي پایلې لرلای شي.»

طاهري وایي: «د اوبو د زېرمو د لا کمېدو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له څاګانو د اوبو ایستل د سرچینو د ظرفیت پر بنسټ تنظیم شي او د څاڅکي اوبو لګولو، د اوبو لګولو د وخت تنظیمولو او له اقلیمي شرایطو سره د سمون لرونکو محصولاتو د کرلو په څېر لارې چارې پراخې شي. همداراز، مسوولې ادارې باید د باران او سېلابونو اوبو د زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د بډاینې او د چینو او کاریزونو د بیا رغونې لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي. د اوبو د دوامداره مدیریت لپاره د کروندګرو، سیمه‌ییزو ټولنو او مسوولو ادارو همکاري اړینه ده، څو هم د څښاک د اوبو سرچینې خوندي شي او هم په میدان وردګو کې د کرنې او بڼوالۍ اړتیاوې پوره شي.»

د کرنې د چارو کارپوه محمد سالم ساعي وایي چې د کابل په بازار کې د تقاضا له امله په میدان وردګو کې د سبزیجاتو د کرکېلې پراختیا کروندګرو ته د عاید د زیاتولو فرصت برابر کړی دی؛ خو د دې بهیر دوام د اوبو سرچینو مدیریت ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د مناسبو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل کېږي چې موسمي اوبه په اغېزناکه توګه په کرنه کې ونه کارول شي او کروندګر د خپلو ځمکو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو لپاره پر څاګانو لا ډېر متکي شي. ساعي ټینګار کوي چې د اوبو د زېرمه کولو د تاسیساتو جوړول او کروندګرو ته  د تخنیکي ملاتړ برابرول کولای شي د اوبو د سرچینو کارونه ښه کړي او په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د زیانمنېدو مخه ونیسي.

ساعي وایي: «د ځمکې لاندې اوبه په حقیقت کې یوه ستراتیژیکه سرچینه ده چې دولتونه او ټولنې کولای شي په بېړنیو شرایطو او د انساني اړتیاوو د زیاتېدو پر مهال د ژوند د دوام لپاره په سمه او معقوله توګه ترې ګټه واخلي. په افغانستان کې د اوبو د مناسب مدیریت د نشتوالي او د ورښتونو په موسم کې د روانو اوبو د اغېزناکې نه کارونې له امله، کروندګر د نویو وسایلو او د اوبولګولو د پمپونو په کارولو تر پخوا ډېر د ځمکې لاندې اوبو ته مخه کړې ده. دغه بهیر کولای شي د ایکوسیستم توازن ګډوډ کړي، د وچکالۍ او د ځمکې د چاودېدو لامل شي او په اوږدمهال کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې په شدیده توګه کمې کړي.»

د کرنې دغه کارپوه د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د کافي اسانتیاوو نشتوالی په میدان وردګو کې د اوبو د سرچینو د مدیریت له ننګونو بولي. د هغه په وینا، د موسمي اوبو یوه برخه د اوبو د ډنډونو او د زېرمه کولو د مناسبو ځایونو د نشتوالي له امله له دغه ولایته بهر بهېږي او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د بیا تغذیې لپاره د هغې د کارولو فرصت له منځه ځي.

ساعي وایي: «که څه هم د میدان وردګو په ځینو سیمو کې مناسب ورښتونه کېږي، خو د باران او واورې ډېره برخه د روانو اوبو په بڼه له دغه ولایته بهر وځي، ځکه د اوبو د زېرمه کولو لپاره کافي ډنډونه او ځایونه نشته. که په مناسبو سیمو کې د اوبو ډنډونه جوړ شي او موسمي اوبه زېرمه شي، د دغو اوبو یوه برخه کولای شي ځمکې ته ننوځي او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په بیا تغذیه کې مرسته وکړي. له بلې خوا، افغانستان یوې روښانه کرنیزې ستراتیژۍ ته اړتیا لري، څو د هر محصول د کرلو لپاره مناسبې سیمې د اقلیمي شرایطو او د بازار د اړتیاوو پر بنسټ مشخصې شي او کروندګر هم له تخنیکي ملاتړ او اړینو اسانتیاوو برخمن شي. د منسجم پلان نشتوالی، له کروندګرو د ملاتړ کمېدل او د تولید لپاره د مشخصو پروګرامونو نشتوالی کولای شي په راتلونکي کې د اوبو پر سرچینو فشار نور هم زیات او د کرنیزو محصولاتو تنوع کمه کړي.»

یوناما تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې اقلیمي او چاپېریالي ننګونې د خلکو معیشت او د خوړو خوندیتوب ګواښي. د دغه سازمان د راپور له مخې، وچکالي او د اوبو کمښت د هېواد له تر ټولو جدي چاپېریالي ستونزو دي او د نفوس تر نیمايي ډېر کسان یې له پایلو زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) هم ویلي چې پرله‌پسې وچکالیو د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزناک کړي او شمالي سیمې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د دغه سازمان په وینا، د اوبو د سرچینو کمېدل، د څړځایونو وچېدل او د کرنیزو محصولاتو له منځه تلل د کلیوالي ټولنو ژوند لا سخت کړی دی.

په داسې شرایطو کې، د چاپېریال ساتنې او کرنې کارپوهان په میدان وردګو کې د ځمکې لاندې اوبو د پراخې را اېستنې  په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې پر وچکالۍ او د اوبو د سرچینو پر کمښت سربېره، د دې بهیر دوام کولای شي اوبو ته لاسرسی او د کرنې پایښت له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.