یونیسف د جوزجان له ښوونځیو سره نږدې ۹۰۰ زره درسي کتابونو مرسته وکړه

۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په دغه ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو ته ۸۷۶ زره درسی کتابونو مرسته کړې ده.
په جوزجان ولايت کې د طالبانو د پوهنې رييس (محمد طاهر جواد) وويل چې ياد شوي کتابونه د يکشنبې په ورځ د (وري۲۰)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له خوا، د دغه ولايت د پوهنې رياست ته ورکړل شوي دي.
ويل کيږي چې د طالبانو د درسي کتابونو له ترلاسه کولو وروسته، د جوزجان ولايت پوهنې رياست، د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کې، د هغو د ويشلو بهير پيل کړى دى.
په جوزجان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکي، یو میلیون کتابونو ته اړتیا لري.
د درسي کتابونو کمښت، په ټول افغانستان کې د پوهنې د بهیر یوه لویه ستونزو ده.
پرون، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په کاپیسا ولایت کې هم د ښوونځیو زده کوونکو ته څه باندې ۶۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل کړه.