د لومړنیو معلوماتو له مخې، نن شاوخوا ۱۱بجې ناڅرګندو وسله والو د جلالاباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې درې ښځينه واکسيناتورانې په ډزو سره وژلې دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د معلوماتو له مخې لومړۍ پېښه د اوومې ناحیې اړوند لال قاسماغا سيمه کې رامنځته شوې چې په کې دوه ښځينه واکسيناتورانې وژل شوي او دویمه پېښه د څلورمې ناحیې اړوند مجبوراباد سیمه کې رامنځته شوې چې یوه ښځینه واکسيناتوره په کې وژل شوې ده.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ په ننګرهار کې د ۸صبح خبریال ته له پرله پسې اړیکو وروسته وویل، په دې اړه به وروسته معلومات شریک کړو.
د یادې د پېښو مسٶليت تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې تر ډېره د دغه ډول پېښو او د ښځینهؤ ترور مسؤلیت د داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.