ناپېژانده وسلهوالو د بادغیس د قادس ولسوالۍ د پوهنې آمر وواژه

۸صبح، بادغیس: بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د قادس ولسوالۍ د پوهنې آمر او ورور یې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې ناپېژانده وسلهوالو د بادغیس د قادس ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې آمر مولوي عبدالله او د هغه ورور شنبه د مرغومي پر درېیمه نېټه د دغې ولسوالۍ په ششمني سیمه کې وژلي دي.
مولوي عبدالله او ورور یې شهابالدین، چې په قادس ولسوالۍ کې د ځایي کورسونو استاد و خپل کار ته د تلو پرمهال وژل شوی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
موده مخکې هم بادغیس کې د طالبانو یو ځایي قوماندان له خپل زوی سره د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ووژل شو.