بې وخته بارانونه او موسمي بدلون
لیکوال: محمد احسان محمدي

لنډیز:
بارانونه او د واورو اورېدل د ځمکې د آبادۍ او ښېرازي سبب کېږي، کولای شي چې وچ ډاګونه په سمسورو کروندو بدل او ځمکې د انسانانو د ژوند د ځان بسیاینې لپاره وکارول شي. په ټول کې پر دې بحث کوم چې د بارانونو او اورښتونو پرمهال زیات بدلونونه رامنځته شوي، یعنې په هغو سیمو کې چې د اوبو کچه پکې کمه وه نوره هم کمه شوې په هغو ځایونو کې چې د اوبو اندازه زیاته وه نوره هم زیاته شوې، ددې تر څنګ د بې وخته بارانونو اندازه زیاته شوې چې له امله یې ویجاړوونکي سېلابونه راځي او په پایله کې یې د انساني تلفاتو ترڅنګ مالي زیانونه هم ور سره مل وي، چې اصلي لامل یې موسمي بدلون ښودل شوی دی، په ټول کې یې انساني ټولنه له زیاتو ننګونو او ستونزو سره مخ کړېده.
معرفي
په اوږده موده (۳۰کلونو) کې د هوا او اوبو په خصوصیاتو کې بدلون د موسمي بدلون په نامه یادېږي. د موسمي بدلون له امله په موسميي خصوصیاتو کې بدلونونه رامنځته شوي، انساني او نباتي ټولنې یې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړې دي. په کال ۲۰۱۹ زيږدیز کال کې په انګلستان کې د ځینو څېړنو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو اندازه او شدت د نورو کلونو د یوې میاستې د ورښتونو له اندازې سره سمون درلود، چې له امله یې زیات سېلابونه راووتل او ډېر وګړي یې له ستونزو سره مخ کړل. افغانستان د نړۍ او سیمې په کچه په هغو هېوادونو کې راځي چې د ځنګلونو اندازه یې کمه او اوبه یې تراوسه په سم ډول نه دي مدیریت شوې، چې له امله یې وګړي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. څو لسیزو جنګونو او ناامنیو یې د نورو بېخبیناوو تر څنګ ځنګلونه هم له پرې کېدو سره مخامخ دي، د ځینو څېړنو له مخې، د افغانستان له ټولو ځنګلونو ۸۵ سلنه یې له پرې کېدو سره مخامخ دي او ۱۵ سلنه یې تراوسه په امن کې دي چې د ټولو ځنګلونو اندازه یې ۱،۹ میلیونه هکتاره ته رسېږي. ځنګلونه کولای شي چې د سېلابونو او ځمکې د ویجاړېدو مخنیوی وکړي، ددې تر څنګ د وحشي ژوند پنګاه، د بارانونو په اورېدو کې هم فعاله ونډه اخلي. له بده مرغه له صنعتي انقلاب راهیسې د فسیلي موادو څخه د ګټې اخیستو او انرژۍ د تولید اندازه له کومو قوانینو پرته ترسره کېده، له زیات وخت وروسته نړیواله ټولنه دې ته متوجه شوه چې باید د فسیلي موادو او چاپېریال ساتنې په اړوند ځینې قوانین نافذ کړي چې بلاخره په ۱۹۷۲ کال کې د چاپېریال ساتنې قانون رامنځته شو.
په ټول کې د فسیلي موادو استعمال او د ځنګلونو پرې کول هغه عوامل دي چې له امله یې موسمي بدلوونکي عوامل (شین کوریزه ګازونه) په ښه ډول سره عمل کوي او اندازه یې زیاتېږي، شین کوریزه ګازونه (Greenhouse gasses) د شنو خونو(Greenhouse) په شکل سره عمل کوي، چې off seasonal نباتات پکې تولیدېږي، یعنې شین کوریزه ګازونو د ځمکې کره پوښلې ده، یاد ګازونه د لمر وړانګو ته اجازه ورکوي چې ځمکې ته راشي کله چې د ځمکې څخه منعکس کېږي نو بېرته په اتموسفیر کې د دغو ګازونو پواسطه د دوهم ځل لپاره ځمکې ته رهنمایي کېږي او نه شي کولای چې د تشیال په لور خپل حرکت ته دوام ورکړي، نو په همدې ډول د ځمکې د حرارت درجه لوړېږي، په نباتي، حیواني آفاتو او ناروغیو او انساني ناروغیو کې زیاتوالی راځي، انسانان له ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي ستونزو سره مخ کوي او نه شي کولای چې خپل ژوند په ښه ډول مخ ته بوزی یعني په ټول کې له لمر څخه ۱۰۰ سلنه راتلونکې انرژي چې ځمکې ته د ۱۴۹ میلیونه کېلومتره واټن کچ کولو سره په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته راسېږي، له دې اندازې څخه ۷۰ سلنه یې ځمکه جذب کوي او ۳۰ سلنه یې بېرته منعکسه کېږي، ۰،۰۰۲۳ سلنه یې د فتوسنتیز په عملیه، ۲۳ سلنه یې د اوبو د تبخیر او دوران، ۰،۲ سلنه یې د باد او شمال او سمندري څپو او ۴۷ سلنه یې د ځمکې د قشر پواسطه جذبېږي.
په ټوله کې د موسمي بدلون (Climate Change) له امله په نړیواله تودوخه (Global Warming) کې زیاتوالی راغلی، په طبیعي ایکوسېستمونو کې بدلونونه راغلي، د سمندرونو سطحه لوړه شوې، د وچکالیو اندازه زیاته شوې، د اوزون طبیقه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ شوې، په طبیعي پېښو کې زیاتوالی راغلی، انسانان یې د ټولنیزو او خوراکي خوندیتوب له ستونزو سره مخ کړي، د سېلابونو او بې وخته بارانونو اندازه زیاته شوې او ټوله نړۍ یې له هر اړخیزو ستونزو سره مخ کړېده. د خوړو د نړیوال سازمان (FAO) د معلوماتو له مخې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به په پرمختیايي هېوادونو کې ۱۲۲ میلیونه د وړې کچې بزګران د موسمي بدلونونو له امله له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي. د بندونو جوړولو ته له اوږدې مودې وروسته بیا پاملرنه شوې په لنده موده کې د هېواد واکمنې ادارې وکولای شول چې څو بندونه ورغوي او زیاتو نورو بندونو او چک ډېمونو لپاره پلان جوړ کړي.
د موسمي بدلون عوامل او سېلابونه
په ټول کې په موسمي بدلون کې دوه ډوله عوامل برخه لري چې له طبیعي او غیر طبیعي عواملو څخه عبارت دي، طبیعي عوامل هغه دي چې د انسان له کنټروله وتلي یعنې په خپله عمل کوي او غیر طبیعي عوامل هغه دي چې د انساني کړنو له امله رامنځته کېږي چې اصلي لامل یې له فسیلي موادو زیاته ګټه اخیستل او د ځنګلونو پرې کول دي، ددې تر څنګ کرنه هم د ۲۰-۲۵ سلنه پورې شین کوریزه ګازونو مسؤله ده، چې د کروندو او کیمیاوي سرو له استعمال څخه شین کوریزه ګازونه د ژوند چاپېریال ته سرایت کوي او په موسمي بدلون کې ونډه لري. طبیعي عوامل د ځمکې له حرکتونو او مداري بدلونونه، د لمر په مخ د تور ډوله خاپونو یعنې په نوري انرژي کې بدلونونه، سمندرونه ښودل شوي چې کړنې او عمل یې د انسان له کنټروله بهر دی او نه شي کولای چې بدلونه پکې راولي خو غیر طبیعي یا انساني عوامل کولای شي چې دا کړنې په اوږده موده کې اغېزمنې کړي. انسانانو له ۱۷۶۰بیا تر ۱۸۲۰-۱۸۴۰ زيږدیز کلونو راپدې خوا داسې کړنې کړې چې ساری یې په تاریخ کې نه لیدل کېږي. کله چې له فسیلي(ډبروسکاره، ګاز او تېل) او بایومس څخه زیاته ګټه اخیستل او د ځنګلونو پرې کول ددې لامل شول چې په اتموسفیر کې د ګازونو په برخه کې بدلونونه رامنځته او د سېستماتیکو بدلونونو سبب شي، چې له امله یې پورتنۍ چاپېریالي ستونزې منځته راځي او د ژوند د چاپېریال د ککړېدو او په طبیعي اړیکو کې د ستونزو منځته راتلو سبب ګرځي. د خوړو د نړیوال سازمان (FAO) د راپورونو له مخې هر کال ۱۰ میلیونه هکتاره ځنګلونه پرې کېږي چې له امله یې په اتموسفیر کې د کاربن ډای اکساید اندازه زیاتېږي او په موسم کې بدلون راولي. د ځینو څېړنو له مخې کاربن دای اکساید(CO2) د نورو تولو شین کوریزه ګازونو ۷۶ سلنه برخه جوړوي.
په طبیعت کې لاسوهنه ددې لامل کېږي چې طبیعي اړیکې زیانمنې او ایکالوژیکي اړیکې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي، له یوه واقعیته باید سترګې پتې نکړو چې پدې چاپېریال کې ژوند کوو نو هرومرو به په چېریال کې د طبیعي سرچینو(خاوره، هوا او اوبه) په استعمال سره یوه اندازه بدلونونه رامنځته کېږي، خو اوسنۍ اندازه زیاته ده، انسان یوازې د یوه ښکاري په صفت له چاپېریال او طبیعي سرچینو سره چلند کوي، یوازې د خپلې هوساینې او اقتصاد د پياوړي کولو لپاره کار کوي او د راتلونکو نسلونو ژوند په نظر کې نه نیسي.
په عمومي ډول د چاپېریال اړوند ځینې پوهان طبیعت ته ژوندۍ ښکارنده وایي ځکه طبیعت کولای شي چې د ویجاړېدو په پایله کې بیاځلې د رغولو وړتیا لري نو ځکه ورته ژوندۍ ښکارنده وایي، یعنې په طبیعت کې په ټول کې په یوه برخه کې بدلون راوستل په ټول طبیعت کې د بدلون سبب کېږي، ځکه ټولې اړیکې د ځنځیر د کړیو په توګه یو له بل سره ارتباط لري.
د کاربن دای اکساید(CO2)، نایترس اکساید(N2O)، متان (CH4) او اوبو بخارات (H2O) او اوزن،(O3) او کاربن مون اکساید(CO) په طبیعي شکل هم تولیدېږي ځکه ورته طبیعي شین کوریزه ګازونه ویل کېږي. کلوروفلور کاربنونه(CFCs)، سلفر هګزافلوریدا(S6F)، فلور کلور کاربنونه(PFCs) او داسي نورو ته غیر طبیعي شین کوریزه ګازونو ویل کېږي، د یادولو وړ ده چې طبیعي شین کوریزه ګازونه د انساني کړنو په پایله کې هم تولیدېږي، کولای شي چې د شین کوریزه ګازونو په کچه کې زیاتوالی راولي او موسمي بدلون رامنځته کړي. دا له هغو ګازونو څخه دي چې پدې خاورینه کره کې یې د حرارت درجه د انسانانو، حیواناتو، مایکرو اورګانېزمونو لپاره برابر کړي یعنې د ځینو څېړنو له مخې، مخکې د انسانانو له استوګن کېدو څخه منفي ۱۹ درجې د سانتیګراد او په ځینو څېړنو کې منفي ۳۳ درجې د سانتیګراد پورې ښودل شوې ده، یعنې د شین کوریزه ګازونو یوه ځانګړتیا دا هم ده چې د چاپېریال د تودوخې لامل کېږي.
په ټول کې، اوسنی موسمي بدلون د فسیلي موادو د زیاتې ګټې اخیستو، د ځنګلونو د زیات پرېکولو له امله رامنځته شوی چې په پایله کې یې د ژوند په چاپېریال کې زیاتې ستونزې رامنځته کوي. له دغو ستونزو یوه ویجاړوونکي سېلابونه دي، چې له امله یې زیات ځاني او مالي تاوانونه اوړي.
سېلابونه
که څه هم سېلابونه د ژوند چاپېریال ډېر زیات ګواښي، خو په هایدرو لوژي د یوې ځانګړې ځانګې په حیث نه مطالعه کېږي بلکې د طبیعي پېښو په برخه کې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. د سېلابونو کوم جامع تعریف هم ندی شوی، خو هر چا تعریف په خپل ځای، زه په خپله د خپلې پوهې اړوند د سېلاب تعریف کوم. سېلاب د باران اوبو، د اوبو د بندونو د ماتېدو له امله د اوبو د نه کنټرول کېدونکي حرکت څخه پداسې ډول چې کرنیزې، غیر کرنیزې ځمکې، د استوګنو ځایونه لاندې کړي او له امله یې د ژوند چاپېریال ته تاوان ورسېږي د سېلاب په نامه یادېږي. سېلابونه په عمومي ډول د موسمي بدلون له امله رامنځته کېږي، له امله یې د باران په وخت، اورېدنه او شدت کې زیات بدلونونه رامنځته شوي، یعنې په هغو ځایونو کې چې اوبه زیاتې وې نورې هم زیاتې شوې، په هغو ځایونو کې چې اوبه کمې وې نورې هم کمې شوې د انسانانو په ګډون یې حیوانات هم نقل مکان او کډوالۍ ته اړ کړي دي، د خاورې د تخریب اندازه زیاته شوې ده، د ځینو څېړنو له مخې، هر کال په بېلابېلو لاملونو ۱۲ میلیونه هکتاره ځمکه ویجاړېږي او زیاتې ایکالوژيکي ستونزې منځته راوړي.
د سېلابونو د راتلو عوامل
د سختو بارانونو اورېدل، د کنګلونو ویلې کېدل، د واورو یو ځلي ویلې کېدل، د اوبو د بندونو ماتېدل، ځمکې ښوېدل او د استنادي دیوالونو چپه کېدل یې لوی عوامل دي. لکه چې مخکې یادونه وشوه د موسمي بدلون له امله د باران په اورېدو کې بدلونونو منځته راغلي آن د وړاندینې مخکني تدابیر یې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي، چې وکولای شي خپلې ټولنې ته په وخت سره معلومات ورکړي، آن د سېلابونو د راتلو اټکل یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د سېلابونو ځینې ډولونه په لاندې ډول سره دي:
توند سېلابونه(Flush floods)
هغه سيلاب دی چې په میلان لرونکو سیمو کې د سختو بارانونو د اوريدو، واورو یو ځلي ویلې کېدنې، کنګلونو د ویلې کېدنې له امله رامنځته کېږي، تخریبات یې زیات او د ژوند چاپېریال د خرابېدو سبب کېږی، د بيلگي په ډول په ۱۳۹۸ کال کې په پروان ولایت کې داسې سېلابونه راووتل چې له امله یې زیات ځاني او مالي تاوانونه د اړوندو سیمو اوسېدونکو ته واوښتل.
ساحلي سېلابونه(Costal Floods)
هغه سېلابونه دي چې د سمندرونو په غاړو کې رامنځته کېږي، په سمندرونو کې د ځمکې ښوېدنې، زلزلې، شدیدو طوفانونو او ځینې نورو عواملو په پایله کې رامنځته کېږي، په ټول کې سمندري څپې لوړېږي، چې له دغو هېوادونو د اندونیزیا او جاپان یادونه کولی شو، جاپان پداسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې هر وخت د ساحلي سېلابونو شاهد وي ډېری وختونه ورته زیات مالي او ځاني زیانونه رسېږي.
سيندیز سيلابونه(River Floods)
هغه سيلابونه دي چې د سختو بارانونو، واورو او کنګلونو د ویلې کېدو له امله په سېندونو کې اوبه زیاتېږي، په څنډو یې اوړي، ښاري ساحې، کرنیزې ځمکې، ورشو ګانې له منځه وړي، چې په پایله کې د ځاني او مالي زیانونو تر څنګ د ځمکو د ویجاړېدو لامل کېږي او زیات ایکوسېستونه زیانموي.
ښاري سېلابونه(Urban Floods)
هغه سېلابونه دي چې کله هم توند سيلابونه(Flush floods)، ساحلي سېلابونه(Costal Floods) او سيندیز سيلابونه(River Floods) ښار ته لار پیدا کړي او په ښار کې د ځاني او مالي زیانونو سبب شي د ښاري سېلابونو په نامه یادېږي. دغه سېلابونه ځینې وختونو په ښارونو کې د زیاتو او سختو بارانونو له امله هم منځته راځي او ځینې وختونه یې ستونزې دومره زیاتې وي چې کنټرول او مدیریت یې ستونزمن برېښي.
د سېلابونو اغېزې
سېلابونه په ټول کې د ځمکې بایو سفیر ته زیان رسوي، ایکالوژیکې اړیکې زیانمنوي، د ځاني او مالي تلفاتو لامل کېږي. سېلابونه په زیاته اندازه ځمکه ویجاړوي، چې په پایله کې د عضوي موادو د کمېدو، پي ایچ(PH) د لوړېدو او اکسیجن د کمښت سبب کېږي. د ودې په موسم کې سېلابونه د لرګینو نباتاتو لپاره هم زیانمن تمامېږي چې د ونو د چپه کېدو سبب هم کېږي. سېلابونه د چاپېریال د ویجاړېدو تر څنګ په چاپېریال کې د اوبو او ځمکې د ککړتیا لامل هم کېدای شي، ځکه هغه سېلابونه چې په ښارونو کې جاري کېږي له ځان سره ټول کثافات راوړلی شي او د نورو سرچینو د ککړتیا سبب هم کېږي، همداراز ونې بوټي له منځه وړي او د نورو ټولو طبیعي پېښو په پرتله زیات کسان د سېلابونو له امله ژوند له لاسه ورکوي. د یوې څېړنې له مخې ۶ انچه تېزې تلونکې اوبه انسان چپه کولی شي.
د سېلابونو د خطر راکمولو لارې چارې
سېلابونه یو ډول طبیعي پېښې دي چې په ټوله نړۍ کې راځي او پرمختللې، پرمختیایي او ورسته پاتې هېوادونه ورسره مخامخ کېږي. یعنې په ټول کې د طبیعي ناوړه پېښو له امله منځته راځي. هغه هېوادونه چې په ځان بسیا اقتصاد لري، پېښو ته په وخت سره رسېدنه کولی شي، ځاني او مالي زیانونه یې کموي، یا هم هغه ځایونه چې د سېلابونو له خطر سره مخامخ وي د استنادي دېوالونو، ځنګلونو او آن د امکان په صورت کې د بندونو د جوړولو له لارې یې مخنیوی کېدای شي، خو د یادولو وړ ده چې په مطلق ډول د سېلابونو مخنیوی یو ناشونی کار دی، یوزاې کولای شو چې د اغېزو او زیانونو اندازه یې راکمه کړو. په ټول کې ځینې کړنې د سېلاب د مخنیوي لپاره مخکې له وخت او د سېلابونو د راتلو پرمهال ترسره کېدای شي.
د ودانیزو کړنو له لارې د سېلابونو د کمولو لارې چارې
د استنادي دېوالونو جوړول
په ټولو هغو ځایونو کې چې د سېلابونو له امله د ټولنې او هېواد وګړو ته ستونزې جوړېږي، استنادي دېوالونو ته اړتیا باید له مخکې سروې او دېوالونه تر ممکنه حده ساحې ته په کتو سره جوړ او ورغول شي، چې تر ممکنه حده وکولای شي د سېلابونو مخه ونیول شي. پدې اړوند د اوبو د مدیریت ملي اداره، د کرنې او اوبو لکولو او د کلیو د پراختیا وزارتونه او نورې اړوندې ادارې مسؤلې دي.
د چک دېمونو جوړول
یاد چک دیمونه ساحې ته په کتو سره جوړېږي، چې له یوې خوا د سېلابونو مخه تر یوې اندازې پورې ډپ کولی شي، له بله پلوه په کرنه کې هم اغېزمن تمامېدای شي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو سطحې (Water table ) د لوړېدو لامل کېږي. پدې برخه کې د اوبو د مدیریت ملي اداره، کلیو د پراختیا وزارت او نورې اړوندې ادارې شاملې دي.
د ځنګلونو رامنځته کول
ځنګلونه د نورو ګټو او ارزښتونو ترڅنګ د ځمکې د تخریب او سېلابونو د راتلو مخنیوی کولی شي، کاربن ډای اکساید د جذب، د قلیم د بدلون(Climate Change) او نړیوالې تودوخې(Global Warming) د لوړوالي مخه ونیسي. پدې برخه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې اداره او نورې اړوندې ادارې شاملې دي چې وکولای شي د ځنګلونو په کرنې سره د سېلابونو خطر تر یوې اندازې راکم کړي.
د خطري سیمو سروې او د نقشو تیارول
د هېواد په کچه باید ټولې هغه سیمې چې د ژوند چاپېریال ته خطر پېښوي په ګوته شي، تر څو وکولای شي د خطر او زیان کچه تر ممکن حده راکمه کړي. په ټولو هغو ځایونو کې چې د زیاتو سېلابونو د راتلو امکان پکې وي باید نقشې یې له مخکې چمتو شي، وګړو ته اجازه ورنکړي چې په یادو ساحو کې استوګن شي او یا هم پکې کورونه جوړ کړي. په هغه سیمو کې چې د سېلابونو زیات خطر پکې وي او وګړي هم پکې ژوند کوي باید له وړاندې ورته داسې ځای پیدا شي او یا هم ورغول شي چې د سېلابونو پرمهال پکې پناه واخلي.
د سېلابونو د خطر کمولو غیر ساختماني لارې چارې
د سېلابونو خطراتو د کمولو په اړه عامه پوهاوی
هغه وګړي چې د خطر له سیمو سره نږدې ژوند کوي باید د سېلابونو د راتلو پرمهال عامه پوهاوی ورکړل شي ترڅو وکولای شي تر ممکنه حده له سېلابونو ځان او خپل وسایل او توکي خوندي وساتي، د بېلګې په توګه له وړاندې خبرداری، له تلیفونه ګټه اخیستل، په لوډ سپګرونو کې اعلان او داسې نورې لارې تر ممکنه حده د انسانانو ژوند او شتمني خوندي کولی شي.
د سېلابونو وړاندوینه
د هوا پېژندنې، سندیزو حوزو او د اوبو د مدیریت اړوند ادارې مکلفې دي چې د سېلابونو د راتلو اټکل وکړي، یعنې د سېلابونو د احتمالي راوتو په اړه وګړو ته خبرداری وکړي چې دوی تر ممکنه حده د سېلابونو زیانونه کم کړي. پدې برخه کې رسنۍ(چاپي، صوتي، ټولنیزې او انځوريزې) همدارنګه اړوندې ادارې د خپلو وېب سایټونو له لارې د سېلابونو د راتلو د سیمو وګړو ته خبرداری ورکړي چې د سېلابونو اغېزې تر یوې اندازې راکمې کړي.
د سېلابونو له راتلو مخکې چمتووالی
په دې برخه کې باید ټول خیریه سازمانونه، د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ملي اداره او نور اړوند بنسټونه شامل وي چې زیانمنو او بې ځایه شویو وګړو ته په وخت ورسېږي او لومړنۍ ستونزې یې ورته اوارې کړي، د کورونو او شتمنیو د له منځه تلو په صورت کې د اړوندو ادارو له لوري باید د هېواد د قوانیو پربنسټ ورسره مرسته وشي او یا هم داسې قوانین او کړنلارې برابرې کړي چې له زیانمنو سره له سېلاب وروسته لازمې مرستې وشي.
کله چې سېلابونه پداسې بڼه جاري شي چې له امله یې انساني تلفات او مالي زیانونه رامنځته شي باید په سېلاب ځپلو سیمو کې ټولې اړوندې ( سکتوري، امنیتي او خیریه) ادارې یو بل ته سره لاسونه ورکړي او د تلفاتو او زیانونو اندازه راکمه کړي. په ځانګړي ډول سېلاب ځپلو سیمو ته د لومړنیو طبي او خوراکي مرستو رسول چې د خلکو اړتیاوې تر یوه حده پوره شي.