د اروزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو دوه کاله وړاندې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان بند د جوړولو چارې پیل کړې وې او ویلي یې وو چې دغه بند به د څه باندې ۷۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او تر ۱۰۰ زره هکتاره ډېره ځمکه به هم خړوبه کړي؛ خو تر اوسه یې د جوړولو عملي چارې نه دي پیل شوې. دغه بند د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوی و.
د ترینکوټ اوسېدونکی فیضالله زیارمل وايي چې طالبانو په لومړۍ ورځ د دغه بند د تفصیلي طرحې او د امکانسنجۍ د مطالعاتو چارې په عملي ډول پیل کړې وې؛ خو له څه مودې وروسته دغه بهیر ودرېد او تر اوسه هم ېرته نه دي پیل شوی.
ښاغلی زیارمل د طالبانو له خوا د دغه بند د پرانیستې د مراسموعکس په لاس کې نیولی او وايي: «که دې عکس ته وکتل شي، هر څوک پوهېږي چې دغه بند څومره مهم دی او خلک یې جوړېدو ته څومره لېواله دي.»
د اروزګان دغه اوسېدونکی وايي: «زموږ د ژوند ټول معیشت له اوبو سره تړلی دی. اوس وینئ چې په ټول ولایت کې اوبه د وچېدو په حال کې دي او خلک هره ورځ له دې اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. که له هر چا دلته وپوښتئ، وايي چې یوازینۍ حللاره د اغاجان بند جوړېدل دي. تر هغو چې دغه پروژه بشپړه نه شي، موږ به له دغو ستونزو سره مخ یو او وچکالي به ورځ تر بلې زموږ په سیمه کې زیاته شي.»
د ترینکوټ ښار اوسېدونکی نصیبالله سعادت وايي چې د روان کال وچکالي د تېرو دوو کلونو پرتله زیاته شوې او د خلکو ګڼ بڼوڼه وچ شوي دي. هغه وايي، خلک شاوخوا ۴۰ کاله کېږي چې د ترینکوټ پر سیند د داسې یوه بند د جوړېدو په تمه دي؛ ځکه د دغه بند په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د ترینکوټ دغه اوسېدونکی زیاتوي چې دغه بند د اروزګان خلکو، په ځانګړې توګه کروندګرو ته حیاتي اهمیت لري او که د جوړېدو پروژه یې عملي شي، په دغه ولایت کې به د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه راکمه شي.
ښاغلی سعادت وايي: «پخوا خلکو ۲۰ جریبه ځمکه کرله، خو سږ کال یې ان نیمه برخه هم نه ده کرلې؛ ځکه اوبه نشته. خلک د اوبو له اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دولت باید له دغو خلکو سره مرسته وکړي او د هغوی لپاره د اوبو رسولو یو سیستم جوړ کړي.»
له دې سره هممهاله، د اوبو د برخې متخصصان او انجنیران هم په اروزګان کې د اغاجان بند مهم بولي او وايي چې طالبان باید د دغه بند جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
د اوبو د برخې یو انجنیر سمیعالله حقمل وايي چې روانه وچکالي د اندېښنې وړ ده او د دې ستونزې د مخنیوي یوازینۍ لار د اوبو بندونو جوړول دي. هغه زیاتوي چې د بندونو په جوړېدو سره، ان د لږو ورښتونو په صورت کې هم کال آباد کېدای شي.
ښاغلی حقمل وايي: «خدای موږ ته ویلي چې هغه اوبه چې د ورښتونو له لارې ترلاسه کېږي، مهار یې کړو. که بندونه جوړ شي، بیا به ښه کال ولرو. یوازې بندونه کولای شي د وچکالۍ له امله رامنځته شوې اوسنۍ ستونزې ته حل لاره پیدا کړي. اړینه ده چې طالبان د اروزګان د خلکو لپاره اغاجان بند په اساسي ډول جوړ کړي.»
له بلې خوا، په اروزګان کې سرچینې وايي، که طالبان دغه پروژه په سمه توګه پلې کړي، د ترینکوټ سیند طبیعي روانې اوبه چې اوس هلمند سیند ته تویېږي او له هغه ځایه ایران ته رسېږي، مهار به شي او ایران ته د دغو اوبو د یوې برخې د تګ مخه به ونیول شي.
له دې سره هممهاله ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپلې تازه ارزونې کې خبرداری ورکړی چې د اوبو کمښت، په ځانګړې توګه د خړوبولو لپاره د اوبو شدید کمښت او د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د کروندګرو پر وړاندې له مهمو ننګونو دي.


