امریکا او اروپايي هېوادونه: طالبان دې خپل پسرلني نه اعلان شوي بریدونه ودروي

د ۸صبح پښتو مجله

امریکا او اروپايي هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانوغوښتي چې خپل پسرلني نه اعلان شوې بریدونه ودروي، چې د ملکي خلکو له تلفاتو مخنیوي وشي.
په دغه اعلامیه کې همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې روغتونونو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونونو او جوماتونو ته پر نږدې اهدافو او ملکي سیمو له حملو ډډه وکړي.
د امریکا، اروپايي ټولنې، فرانسې، ایټالیا، جرمني، ناټو، ناروې او بریتانیا ځانګړو استازو په برلين کې د افغانستان د سولې په هکله جوړه شوې ناسته کې دا اعلامیه خپره کړه. ددغې ناستې کډونوالو په افغانستان کې عادلانه سولې ته د رسېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې طالبان په افغانستان کې د ډېرو تاوتریخوالو مسوول بلل شوي دي. امریکا او اروپايي هېوادونو له ټولو اړخونو غوښتي، چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په موخه د تاوتریخوالي د کمښت په ځانګړي ډول د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره اړین او بیړني اقدامات وکړي.
د برلین د ناستې ګډونوالو له ټولو خواوو غوښتي، چې په هر ډول شرایطو کې له ملکي وګړو په ملاتړ کې نړیوالو بشر دوستانه قوانینو ته درناوی وکړي. د ناستې ګډونوالو له دواړو اړخونو غوښتي چې په بيړه د دوامداره او سراسري اوربند د عملي کولو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د اعلامیې پر بنسټ د هېوادونو او اړوندو بنسټونو استازو، د مدني ټولنې د غړو، علماوو، خبریالانو، د رسنیو د کارکوونکو، د بشري حقونو، د روغتیا برخې او د عدلي او قضايي بنسټونو د کارکوونکو او ملکي وګړو د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
دغه اعلامیه په داسې شرایطو کې صادریږي، چې په څو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پيلېدو وروسته دغې جګړې زور اخیستی دی.
د امریکا او اروپايي هېوادونو د دغې شل ماده ییزې اعلامیې په یوه برخه کې، سولې ته په رسېدو کې د افغانانو له غوښتنې ملاتړ شوی او ټینګار یې کړی چې یوازې د مذاکرې له لارې سولې ته رسېدل شوني دي.
د امریکا او اروپايي هېوادونو استازو د ۲۰۲۰ کال د امنیت شورا ۲۵۱۳ ګڼې پرېکړه لیک ته خپله ژمنتیا اعلان او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د زور له لارې هر ډول دولت سره مخالف دي چې د سیمې لپاره به ګواښ وي. د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې هم پرې دغې موضوع ټینګار شوی دی.
امریکا او اروپايي هېوادونه زرترزره او بې له شرطه د افغانستان د راتلونکې په اړه د بنسټیزو مذاکراتو غوښتونکي شول. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د واک د وېش لپاره مذاکرات چې په پایله کې یې د یوه هراړخیز او قانوني دولت او عادلانه هوکړې لامل شي دوام ومومي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې اعلان ته په پام سره، د برلین د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د پوځیانو د وتلو پرمهال یې امنیت خوندي شي. د امریکا او اروپايي هېوادونو استازو د برلین په ناسته کې ډاګیزه کړه چې په دې مهال کې د دوی پر سرتېرو د طالبانو برید به له توند غبرګون سره مخامخ شي او ټینګار شوی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید طالبانو له خوا د سولې پروسې د درولو لپاره پلمه نه شي.
امریکا او اروپايي هېوادونو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره په پیاوړې ملګرتیا ټینګار کړی دی. ګډونوالو ویلي چې د سولې مذاکراتو پرمهال به د افغانستان اړتیاوو او نړیوالو مرستو ته پاملرنه وشي او همداراز یې هوکړه کړې چې د سولې له موافقې وروسته د بیارغونې په موخه د نړیوال ملاتړ لپاره هڅې کوي. د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی هغه نور موردونه دي چې د ناستې ګډونوالو پرې ټینګار کړی دی. دوی د افغانانو د ښې راتلونکې په موخه د مشروطو ملکي مرستو د دوام ژمنه کړې ده. د امریکا او اروپايي ټولنې استازو ټینګار کړی چې د سولې هر ډول هوکړه باید د افغانانو په تېره ښځو، ځوانانو او لږکیو حقونه خوندي کړي او باید تېرې اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي او پرمختیايي لاس ته راوړنې خوندي او د قانون واکمنۍ او د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وشي.
د اعلامیې په یوه برخه کې همداراز ټینګار شوی چې دولت او طالبان باید د افغانستان له خاورې د القاعدې، داعش یا نورو ډلو د کارولو او ګواښ د مخنیوي په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا او اروپايي هېوادونو استازو یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان دولته اوسنی او راتلونکی ملاتړ د افغانستان د سولې او پرمختګ د چوکاټ پایلو ته د رسېدو لپاره پر اصولو پر ژمنتیا پورې اړه لري چې د جینوا په کنفرانس کې یې ژمنه شوې وه.
له فساد سره اغېزناکه مبارزه، ښه حکومتولي د فساد ضد قوانینو اجرا له افغان دولته د امریکا او اروپايي هېوادونو غوښتنې دي.
همډارنګه امریکا او اروپايي هېواډونو له طالبانو هم غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو پربنسټ د دوی تر واک لاندې سیمو کې د بشردوستانه او له شرط پرته مرستو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره مبارزه هم هغه غوښتنه وه چې د امریکا او اروپايي ټولنې استازو له افغان دولت او طالبانو کړې ده. په دغه ناسته کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو غړو په آنلاین توګه ګډون کړی وو.

ورته لیکنې

Back to top button