د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست وحيد مجروح په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان خلکو ته په خطاب کې ويلي چې، موږ سختې شپې او ورځې تېروو، نظام او ستاسو روغتیایي کارکوونکي تر بې کچې فشار لاندې دي او ستاسې روحي او معنوي ملاتړ ته اړتيا لرو.
نوموړي په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې، د خپلو روغتيا پالانو او ډاکترانو سپارښتونو او لارښوونو ته که پاملرنه ونه وکړئ، ښايي حالات نور هم کړکېچن شي.
د روغتيا وزارت سرپرست زياته کړې، هیله لرم چې د هند او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د روغتونونو د څو ورځې وړاندې وضعیت مو په ياد وي، دوی په نړۍ او سیمه کې د روغتیا قوي نظام او سيستمو درلود، خو کله چې دوی د خلکو همکاري له ځان سره نه درلوده، نو د دوی د روغتیایي نظام ملا ماته شوه.
مجروح څرګنده کړه، د خپل روغتیایي نظام د ملا ماتېدو انتظار مه کوئ، زموږ ملاتړ وکړئ او اوږه راکړﺉ، موږ ته څپېړه مه راکوئ، زموږ په خبرو او پیغامونو باندې ملنډې مه وهئ او بابېزه یې مه ګڼئ، موږ د ځان لپاره نه بلکې ستاسو د روغتیا لپاره مبارزه کوو.
هغه په هېواد کې د کرونا درېيمې څپې د اوج په اړه خبرداری ورکړی او له ټولو هېوادوالو يې غوښتنه کړې چې د روغتیا سکتور برخې سره همکاري وکړي.