د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو د کچې پر ټیټېدو او په دغه ښار کې د اوبو د کمښت د ناورین پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د اوبو د سرچینو پر کمېدو سربېره، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم د دوی د ورځني ژوند پر یوې جدي ستونزې بدل شوی دی. د دوی په وینا، د اوبو د سرچینو کمښت او د نل د اوبو ناپاکوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر کورنۍ د څښاک اوبو برابرولو لپاره د اوبو پلورونکو خصوصي شرکتونو ته مخه وکړي. دوی زیاتوي، د بېوزلۍ او بېکارۍ په شرایطو کې دې وضعیت پر کورنیو اضافي لګښتونه تحمیل کړي دي. د کابل اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو د دوام په اړه هم اندېښنه لري او وايي، د دغو ودانیو د جوړولو پراختیا د اوبو پر محدودو سرچینو لا ډېر فشار راوستلای شي او د اوبو اوسنی ناورین لا پسې سختولای شي. دوی د ودانیو د بې دریغه جوړولو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او بېرته رغولو او د اوبو د سمې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو غوښتنه کوي.
د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی سمیر ملک په دغه ښار کې د اوبو د ناورین پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. هغه وايي، کورنۍ یې په اوونۍ کې یوازې دوه ورځې اوبو ته لاسرسی لري؛ هغه اوبه چې نه یوازې د دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، بلکې کیفیت یې هم مناسب نه دی.
دغه ځوان وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د اوبو د برابرولو لپاره اقدام وشي، څو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري. د کابل اوبه د څښلو وړ نه دي او ان د حمام او جامو مینځلو لپاره هم کافي اوبه نه لرو. په ژمي کې د کورنیو د اوبو او برېښنا اړتیاوې زیاتېږي او موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی صداقت وايي، د دوی د څاه اوبه که څه هم وچې شوې نه دي، خو د کارولو وړ نه دي. هغه زیاتوي، د څښاک پاکو اوبو د برابرولو لپاره اړ دي چې له هغو شرکتونو اوبه واخلي چې اوبه تصفیه کوي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «موږ د اوبو څاه لرو، خو اوبه یې تروې دي او د څښاک او پخلي لپاره ترې ګټه نه شو اخیستلای. اړ یم چې یوه شللېټره بوشکه اوبه په شل افغانۍ واخلم او هره ورځ شاوخوا ۶۰ افغانۍ د اوبو لپاره مصرف کړم. تقریباً د کابل ټول خلک له دې ستونزې سره مخ دي او د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي. زموږ ملګري د خیرخانې کوتل تر شا هم د اوبو د نشتوالي له امله هره اوونۍ د دوه زره لېټره اوبو یو ټانکر پېري څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عرشیا وايي، د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کمښت د بېوزلۍ او بېکارۍ په شرایطو کې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو د ژوند لګښتونه زیات کړي او د اوبو پېرلو لګښتونه یې ورته ډېر کړي دي. هغه زیاتوي، د څښاک لپاره خپلې اړتیا وړ اوبه له خصوصي شرکتونو اخلي او د ورځنیو نورو اړتیاوو لپاره د نل له اوبو ګټه اخلي. دغه سړی ټینګار کوي چې د اوبو د ناورین د کابو کولو لپاره باید د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو بهیر ودرول شي او د اوبو د سرچینو د مدیریت او د هغو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.
عرشیا وايي: «اوس د څښاک اوبه د اوبو له سیارو شرکتونو اخلو او د نورو کارونو لپاره د نل له اوبو ګټه اخلو. دې وضعیت زموږ لګښتونه زیات کړي، ځکه د دواړو ډولونو اوبو لپاره پیسې ورکوو. د نل اوبه د څښلو وړ نه دي. پخوا به هره یوه یا دوه ورځې وروسته راتلې، خو اوس ان په اوونۍ کې هم نه راځي. هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ پر اوبو لګوو. بېکارۍ او کم عاید ته په پام سره، د دغو لګښتونو ورکول ډېر ستونزمن دي. هغه څوک چې هره ورځ ۴۰۰ افغانۍ عاید لري، باید له همدغو پیسو د اوبو پېرلو، د کور د کرایې او د ژوند د نورو اړتیاوو لګښت وکړي.»
خو د کابل ښار یو بل اوسېدونکی سکندر له دې نظر سره مخالف دی او وايي، د ودانیزو او سوداګریزو فعالیتونو کمول په دغه ښار کې د اوبو د ناورین د کابو کولو لپاره مناسبه حللاره نه شي کېدای. هغه ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د برابرولو لپاره باید د سوداګرو له پانګونې ګټه واخیستل شي او د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره پایېدونکې حللارې په پام کې ونیول شي.
سکندر وايي: «کابل یو ښار دی او د ودانیزو او سوداګریزو فعالیتونو درول ناشوني دي. خلک په دغه ښار کې پانګونه کوي او باید د اوبو د برابرولو لپاره له همدغو پانګوالو پیسې واخیستل شي. دغه راز، که امکان ولري، باید له نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه پنجشېره کابل ته اوبه راولېږدول شي. د فاضله اوبو سیستم هم باید مدیریت شي، څو د اوبو له سرچینو په سمه او دوامداره توګه ګټه واخیستل شي.»
په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ناورین نوې ښکارنده نه ده؛ خو په وروستیو کلونو کې د ورښتونو کمښت، اقلیمي بدلونونو، د نفوسو زیاتوالي، د بېرته راستنېدونکو کډوالو د شمېر ډېرېدو او د ودانیو د جوړولو پراختیا په څېر عواملو د دغه ښار د اوبو پر محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی. د ژورو څاهګانو بېکچې کیندل او د اوبو د سرچینو د اغېزناک مدیریت نشتوالی هم هغه نور لاملونه بلل کېږي چې په کابل کې یې د اوبو وضعیت ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د وچکالۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ورښتونو کمښت د اوبو سرچینې او کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دغه راز، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان کافي اوبو ته لاسرسی نه لري. د دغې کمېټې په وینا، څلور لسیزو وسلهوالو شخړو او اقلیمي بدلونونو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
له بلې خوا، د مرسي کورپس (Mercy Corps) موسسې خبرداری ورکړی چې افغانستان د اوبو د پراخ ناورین له ګواښ سره مخ دی. دغې موسسې ویلي چې له ایران او پاکستانه د کډوالو بېرته راستنېدو د اوبو پر سرچینو او د اوبو رسولو پر زیان ګالو سیستمونو فشار لا زیات کړی دی. د دې موسسې د ارزونې له مخې، کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
په یوه تازه مورد کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې چې په نړۍ کې یې د اوبو او روغتیا ساتنې پر بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو او شخړو د اغېزو په اړه خپور کړی، ویلي چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي، چې ۶.۸ میلیونه ماشومان هم پکې شامل دي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.


