• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اوبو کمښت او لوړ بلونه؛ د کابل د اوومې ناحیې اوسېدونکي اندېښمن دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792998030]

د کابل د اوومې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت او دې بنسټیزې اړتیا ته د لاسرسي له سختوالي شکایت کوي. دوی وايي، ښاري اوبه په هرو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې یوازې یو ځل د دوی کورونو ته رسېږي، خو له دې محدود لاسرسي سره سره، د اوبو د بلونو ورکړه لا هم پر کورنیو دروند مالي بار دی. د دوی په وینا، د اوبو کمښت نه یوازې د کورنیو د ورځنیو اړتیاوو پوره کول سخت کړي، بلکې ښځې او ماشومان یې هم په ورځني ژوند کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د اوومې ناحیې د ګذرګاه سیمې اوسېدونکې نسرین د اوبو له کمښت او د اوبو د بلونو له لوړو لګښتونو شکایت کوي. د هغې په وینا، ښاري اوبه د دې سیمې د اوسېدونکو کورونو ته په هرو اتو تر ۱۵ ورځو کې یوازې یو ځل رسېږي؛ خو اوبو ته له محدود لاسرسي سره سره، د اوبو د بلونو لګښت لا هم د کورنیو پر اوږو دروند بار دی.

نسرین وايي،  خپلو کورونو ته یې د ښاري اوبو د نلونو د راتېرولو لپاره شاوخوا شپږ زره افغانۍ لګښت کړی، په داسې حال کې چې کورنۍ یې په کرایي کور کې ژوند کوي. خو له دې سره سره، کافي اوبو ته لاسرسی یې لا هم له اساسي ستونزو دی.

د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «موږ کافي اوبه نه لرو. سره له دې چې شاوخوا شپږ زره افغانۍ مو ولګولې او د ښاري اوبو نلونه مو له کور سره ونښلول، بیا مو هم  دا پیسې ورکړې، په داسې حال کې چې په کرایه اوسېږي،  د ښاروالۍ اوبه په هرو اتو تر ۱۵ ورځو کې یو ځل د کورونو نلونو ته راځي، خو زموږ د اوبو بل شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو پورې راځي. په دې ستونزمن اقتصادي وضعیت کې دا لګښتونه له کومه برابر کړو؟ هغه کورنۍ چې ژورې څاه‌ګانې لري، د برېښنا د لوړو بلونو شکایت کوي. کله ناکله وايي چې د څاه‌ګانو اوبه یې هم وچې شوې دي او نه شي کولای هره ورځ خلکو ته اوبه برابرې کړي.»

د کابل ښار د اوومې ناحیې د ګذرګاه سیمې بل اوسېدونکی شکرالله هم وايي چې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. هغه وايي: «دلته اوبه نشته. ښاري اوبه په هرو ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې یو ځل راځي او د اوبو بل هم ډېر لګښت لري. د دې لګښت ورکړه زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده او د اوبو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکې فوزیه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د خپلې کورنۍ د ټولو اړتیاوو پوره کولو لپاره د اوبو د پېرلو توان نه لري. د هغې په وینا، د اوبو کمښت د کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «د څښلو لپاره معدني اوبه اخلو. کله چې ماشومان مې له ښوونځي ستړي راستانه شي، د مینځلو او نورو اړتیاوو لپاره له ډېر لېرې ځایه اوبه راوړي. اقتصادي وضعیت مو دومره ښه نه دی چې د خپلو ټولو اړتیاوو لپاره اوبه وپېرلای شو. د اوبو کمښت د دې ناحیې د اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.»

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی تمیم وايي: «څاه‌ګانې ورځ تر بلې وچېږي او خلک د اوبو له لا له ډېر کمښت سره مخ کېږي. افغانستان ډېر سیندونه لري؛ که د هغو اوبه په هېواد کې وکارول شي، د خلکو ستونزې به تر ډېره هوارې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) څه موده وړاندې ویلي وو چې د اوبو د کمښت دروند بار ښځې او ماشومان پر اوږو وړي. د اوچا په وینا، ښځې او ماشومان د کورونو ته د اوبو راوړلو لپاره اوږده ساعتونه مزل کوي.

د یادونې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو او اوږدمهالو وچکالیو له زیان‌ ګالونکو هېوادونو دی.  پلازمېنه کابل او د هېواد ګڼ نور ولایتونه هم د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ یو کس ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.