د افغانستان په ډېری ښارونو او کلیو کې ګڼ ټپي او زیانمن شوي ژوي له کومې درملنې او پاملرنې پرته پرېښودل کېږی؛ خو لا هم داسې کسان شته چې د ژویو د درملنې د مرکزونو د کمښت او روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره سره، د دغو بېژبو موجوداتو درد او کړاو درک کوي.
د هرات یو رضاکار ځوان امید حقجو یو له همدغو کسانو ګڼل کېږي؛ هغه د هغو سپیو، پیشوګانو او نورو ژویو لپاره چې د ترافیکي پېښو، ناروغیو یا نورو ټپونو له امله یې د ګرځېدو وړتیا له لاسه ورکړې وي، ویلچرونه او ملاتړي وسایل جوړوي څو یو ځل بیا د ګرځېدو فرصت ترلاسه کړي.
دغه هراتي ځوان له شاوخوا یونیم کال راهیسې د زیانمنو ژویو لپاره د مرستندویه وسایلو پر جوړولو سربېره، د ناروغو ژویو پر درملنې، د درملو او واکسینونو پر چمتو کولو او د کوڅو د یو شمېر ژویو پر ساتنه هم بوخت دی.
حقجو وايي چې د دې لارې پیل ورته له یوې ساده خو خورا اغېزناکې تجربې وشو؛ هغه تجربه چې د ژویو په اړه یې د ده لیدلوری بدل کړ او په دې برخه کې یې رضاکارانه فعالیتونو ته وهڅاوه.
د هرات دغه اوسېدونکی ۸صبح ورځپاڼې ته د خپل کار د پیلولو په تړاو داسې وویل: «د سالنګ پر لویه لاره له داسې یو سپي سره مخ شوم چې خورا وږی و. هغه ډوډۍ مې چې له ځان سره لرله او یوه ملګري مې راکړې وه، له دغه ژوي سره شریکه کړه. سپی دومره وږی و چې د ډوډۍ تر ماتولو یې هم صبر نه شوای کولای. دغه سپي ته د خوړو له ورکولو وروسته مې کندهار ته خپل سفر جاري وساته؛ خو په لاره کې له یوې سختې ترافیکي پېښې روغ رمټ ووتم. دې پېښې د ژویو په تړاو زما لیدلوری بدل کړ او ورسره د هغو د لاسنيوي لپاره زما انګېزه لا پسې زیاته شوه.»
حقجو زیاتوي چې تر اووسه یې لسګونه زیانمن شوي ژوي تر درملنې لاندې نیولي او تر رغېدو وروسته یې بېرته خپل طبیعي ژوند ته ستانه کړي دي. د هغه په وینا، د ژویو لپاره د مرستندویو وسایلو د جوړولو دغه نظر یې له هغو هېوادونو اخیستی چې په هغو کې د ژویو حقونو او روغتیا ته زیاته پاملرنه کېږي.
دا هرات دغه ځوان وايي: «د انټرنیټ او وېبپاڼو له لارې مې د ژویو لپاره د ویلچر جوړولو په اړه څېړنه وکړه. لومړی مې د هغې ډیزاین وموند او بیا مې د ساده امکاناتو او د ولډنګ کارۍ له مهارته په ګټې اخیستنې، داسې نمونه جوړه کړه چې وکړای شي له دغو زیانمنو ژویو سره د بیا ګرځېدو او هوسا کېدو په برخه کې مرسته وکړي.»
هغه تر اوسه د یو شمېر زیانمنو ژویو لپاره مرستندویه وسایل لکه ویلچرونه، مصنوعي پښې او ملاتړي وسایل جوړ کړي او ګڼ هغه ژوي یې چې پر پوستکي او انتاني ناروغیو اخته وو، له درملنې وروسته بېرته خپل چاپیریال ته ستانه کړي دي.
د حقجو په وینا، ډېری هغه ژوي چې ده ته سپارل کېږي، د ترافیکي پېښو قربانیان دي؛ داسې ژوي چې د هډوکو له سخت ماتېدو او جدي ټپونو سره په کوم ګوښه ځای کې پرېښودل شوي وي. هغه د ژویو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي نشتوالی د دغه ناوړه وضعیت یو له اصلي لاملونو ګڼي.
حقجو ټینګار کوي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ژویو د ملاتړ لپاره ځانګړي قوانین شته، خو په افغانستان کې لا هم د ژویو د ملاتړ کلتور په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی. هغه وايي: «په اسلام کې هم سپارښتنه شوې چې له ژویو سره نرم او مهربان واوسو او زیان ورونه رسوو څو خدای پر موږ رحم وکړي؛ خو لا هم ډېری خلک له دې موضوع خبر نه دي. موږ هڅه کوو د همدغو فعالیتونو له لارې د ژویو په تړاو د ټولنې لیدلوری بدل کړو.»
ښاغلی حقجو د ژویو د ساتنې او درملنې لپاره د یو مجهز مرکز نشتوالی او د داسې یو ځای د جوړولو لپاره د بودیجي کمښت د خپلو فعالیتونو پر وړاندې لویې ننګونې بولي. د هغه له نظره، د استوګنې په سیمه کې د ژویو ساتنه د مالي لګښتونو تر څنګ، کله ناکله د ګاونډیانو د ناخوښۍ لامل هم ګرځي. د هغه په وینا، د کافي مالي امکاناتو د نه لرلو له امله تر اوسه نه دی توانیدلی چې د ژویو د درملنې او ساتنې لپاره یو مجهز پناه ځای جوړ کړي او په ځینو مواردو کې اړ شوی چې ژوي له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.
حقجو وايي: «زموږ تر ټولو لویه ستونزه د په استوګنې سیمو کې د ژویو ساتل دي؛ ځکه دا کار ګاونډیانو او کورنیو ته ستونزې رامنځته کوي. موږ لا هم د کوڅو د بېسرپناه ژویو لپاره د یو مرکز او پناه ځای د جوړولو لپاره اړینه بودجه نه لرو. کله ناکله د ګاونډیانو د شکایت له امله مجبورېږم چې د هغوی د ساتلو ځای بدل کړم څو خلکو ته مزاحمت ونه کړي.»
نوموړی څرګندوي چې د خوړو، درملو او د مرستندویه وسایلو د جوړولو لګښتونه تر ډېره د ده د ځینو ملګرو او په بهر کې د مېشتو افغانانو له خوا تمویلېږي.
نوموړی وايي: «په بهرنیو هېوادونو کې زموږ ملګري همکاري کوي او موږ هم د اړیکو یو پل یو څو د هغوی په مرسته د ژویو لپاره مرستندوی وسایل جوړ کړو او د هغو د درملنې او بېرته په پښو درېدو زمینه برابره کړو.»
دا ځوان د خپلو فعالیتونو تر ټولو ترخه خاطره د هغه سپي په تړاو بولي چې له ترافیکي پېښې وروسته، یوه اوونۍ بې له اوبو او خوړو په یوه ګوښي ځای کې پروت و او ان ځینو کسانو هڅه کړې وه چې په پیچکارۍ سره د هغه ژوند پای ته ورسوي.
په مقابل کې، د هغه تر ټولو خوږه خاطره هغه مهال ده چې دغه سپي له درملنې او د ویلچر تر کارولو وروسته وکړای شول بېرته حرکت وکړي.
حقجو وايي: «څرنګه چې زه پخپله هم له معلولیت سره ژوند کوم، د هغه ژوي درد چې د ګرځېدو وړتیا نه لري، ښه درک کوم. کله چې وګورم هغه بیا حرکت کوي، داسې احساس کوم چې د هغه د کړاو یوه برخه کمه شوې ده.»
دا ځوان هوډ لري که چېرې ورته اسانتیاوې او لازم ملاتړ برابر شي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ژویو د ساتنې او درملنې مرکزونه جوړ کړي؛ داسې مرکزونه چې د سرپناه د چمتو کولو تر څنګ، زیانمنو ژویو ته د درملنې او بیا رغونې روغتیايي خدمتونه دهم وړاندې کړي.
هغه وايي: «که د خلکو او دولت له لوري امکانات او ملاتړ برابر شي، موږ هوډ لرو چې په افغانستان کې څلور لوی مرکزونه جوړ کړو څو د ژویو ساتنه وکړو، د ټپي شویو ژویو د درملنې اسانتیاوې برابر کړو او د هغوی اړتیا وړ مرستندویه وسایل جوړ کړو.»
حقجو همداراز وايي چې د ژویو د ملاتړ د اهمیت په تړاو د عامه پوهاوي نشتوالی، کله ناکله د دغو فعالیتونو د دوام په برخه کې د هغه د ناهیلۍ لامل ګرځي. هغه زیاتوي چې ځینې کسان نه یوازې د ده د کار ملاتړ او هڅونه نه کوي، بلکې په ناسمو چلندونو سره یې زړه هم ماتوي؛ د دې سره سره، هغه هڅه کوي خپلو رضاکارانه فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دا ځوان وايي: «کله ناکله د خلکو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله، داسې احساس کوم چې کار مې پرېږدم; ځکه ځینې خلک نه یوازې دا چې ما نه هڅوي او انګېزه نه راکوي، بلکې په خپلو چلندونو مې خفه کوي هم. د دې سره سره، هڅه کوم خپل کار ته دوام ورکړم.»
حقجو له خلکو او مسوولانو غواړي چې د ژویو ملاتړو فعالیتونو ته پاملرنه وکړي او د دغه کلتور په پراخولو کې ورسره همکاري وکړي.
په افغانستان کې، د ژویو د درملنې او بیا رغونې ځانګړي خدمتونه لا هم خورا محدود دي او په ډېرو ولایتونو کې د ناروغو یا ټپي شویو ژویو د درملنې لپاره مجهز مرکزونه نشته. په وروستیو کلونو کې یو شمېر رضاکارانو په شخصي امکاناتو سره هڅه کړې چې دغو ژویو ته د درملنې, خوړو، واکسین او مرستندویو وسایلو زمینه برابره کړي؛ خو د مالي ملاتړ او اړینو زیربناوو نشتوالي د دغو فعالیتونو دوام له ستونزو سره مخ کړی دی. په هرات کې د امید حقجو فعالیتونه هم په همدې اډانه کې ترسره کېږي؛ هغه د ویلچرونو او ملاتړو وسایلو په جوړولو سره هڅه کوي د زیانمنو ژویو د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.





