۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ۵۶ زرو او ۴۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د زمري پر ۸مه په خپل کلني راپور کې لیکلي چې د بودیجې د کمښت او عملیاتي ننګونو سربېره یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې بنسټيز روغتیايي خدمات وړاندې کړې دي.
د راپور له مخې، تېر کال د دغه بنسټ تر ملاتړ لاندې د لومړنۍ پاملرنې مرکزونو څه باندې یو میلیون او ۸۶۰ زره ویزیټونه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د رواني روغتیا خدمات هم پراخ شوي او څه د پاسه ۱۰۷ زرو او ۵۳۳ کسانو تخصصي خدمات ترلاسه کړي دي.
نوموړي بنسټ ویلي چې د تېر کال مهمه لاسته راوړنه یې د ملي روغتیا پالیسۍ پلي کېدل او «له ۲۰۲۵ کال څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې» د عامې روغتیا ستراتیژۍ د جوړولو لپاره له عامې روغتیا وزارت سره د همکارۍ پیل و.




