«یوازې پاتې شوي لېوان» د چا لپاره جنګېږي؟
علي سجاد مولایي

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته رامنځته شوې امنیتي تشې په افغانستان کې د سیمه ییزو او بهرنیو استخباراتي سازمانونو د لا زیاتو فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړې ده. له افغانستانه د امریکا وتل د سیمې امنیت ته بدلون ورکړی. په لومړي سر کې داسې برېښېده چې له افغانستانه د امریکا وتل به په سیمه کې د دغه هېواد نفوذ کمزوری کړي. خو کرار کرار لیدل کېږي چې د سیمې هېوادونه بیا د افغانستان وضعیت اندېښمن کړي او وېره لري چې امریکا به پر طالبانو خپل نفوذ زیات کړي.
په افغانستان کې د وضعیت نازکوالي او په طالبانو کې د مدیریتي ظرفیت نشتوالي د افغانستان ګاونډیان اندېښمن کړي دي. په تېرو دوو مياشتو کې د سپين بولدک او ډنډ پټان په پولو کې د افغانستان له سویلي او سوېل ختيځ ګاونډي پاکستان سره د طالبانو څو ځلې نښتې شوي او داعش په افغانستان کې پر يو شمېر مهمو ډيپلوماتيکو مرکزونو بريدونه کړي دي. له بلې خوا، د داعش بریدونو د طالبانو هغه ادعا چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی، ننګولی ده. د داعش د احتمالي ګواښ مسله د طالبانو د واکمنۍ له پیله را پورته شوی. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د داعش د ګواښ د کمولو په موخه د ابو عمر خراساني په ګډون د داعش ګڼ شمېر بندیان ووژل. د طالبانو د واکمنۍ له څه باندې یو کال وروسته داسې ښکاري چې د داعش ګواښ لا هم موجود دی او د دغې ډلې تر ولکی لاندې ځواکونه کولای شي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بریدونه وکړي. په وروستیو پېښو کې داعش په هغه هوټل او د پاکستان پر سفارت بریدونه کړي چې چینايي سوداګر پکې اوسېدل. دا چې داعش تر کومه حده د دا ډول بریدونو د ترسره کولو توان لري، د پوښتنې وړ خبره ده. د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: هغه ترهګرې ډلې چې د طالبانو له اوسني وضعیت او سیاستونو ناراضه دي له داعش سره په همکارۍ او د داعش له نوم څخه په استفادې دا ډول بریدونه کوي. داسې ښکاري چې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او د سیمې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې له امنیتي تشې څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیالان وځپي. هغه ډلې چې له اوسني وضعیت څخه ناراضه دي او د طالبانو سیاله ډله (داعش) کولی شي په اسانۍ سره د یوه امنیتي او استخباراتي ارګان لاس پوڅي شي. له بلې خوا، داعش په افغانستان کې هېڅکله یوه ایډیالوژیکه ډله نه ده؛ دا د دې ډلې د بریدونو څرنګوالی لیدل کیدی شي. په تیرو څو کلونو کې د اسلامي دولت خراسان (داعش افغانستان) له خوا د بریدونو د طریقې څیړل ښیي چې دا ډله تر ډیره بریده په هدفونو د بریدونو لپاره د «جدا شوي لیوه» تکتیک کاروي. دا طریقه د هغه څه برعکس ده چې داعش په عراق او سوریه کې ترسره کول.
د یوازي پاتي شويو لېوانو تکتیکونه
د ترهګرۍ په بحث کې د «د یوازی پاتې شویو لېوانو» مفهوم او اصطلاح هغو خلکو ته اشاره کوي چې په یوازې توګه او په نږدي سیمه کې د خپل مرکز له ملاتړ پرته عملیات کوي. دغه تکتیک په لومړي ځل په ۱۹۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې د القاعدې له خوا کارول شوی و او وروسته په عراق کې د داعش او طالبانو له خوا په افغانستان کې مروج شو. وروسته دا تکتیک د ابو مصعب سوري لخوا د تیوری په ډول وکارول شو. په ۲۰۰۴ کې، هغه «دعوة المقاومه الاسلامیه العالمیه / نړیوال اسلامي مقاومت ته بلنه» کتاب ولیکه. هغه د کوچنیو ډلو لخوا په غیر متمرکز بریدونو ټینګار وکړ. له همدې امله، هغه د انفرادي جهاد تیوریسن بلل کیږي. دا تکتیک د داعش لخوا تر ډیره هغه وخت کارول کیده کله چې داعش په عراق او سوریه کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو لویه برخه له لاسه ورکړه. په هغه وخت کې، داعش له خپلو افرادو وغوښتل چې د «دښمن» د وژلو لپاره د عملیاتو له دې طریقې کار واخلي.
یوازي پاتي شوي لېوان د چا لپاره جنګېږي؟
که په کابل ښار کې د داعش وروستي بریدونه وڅیړو، د دوی تر منځ ډېر ورته والی شته. پدې ټولو بریدونو کې ډیپلوماټیک مرکزونه او بهرني اهداف په نښه شوي دي. د روسیې پر سفارت برید، د پاکستان پر سفارت برید او د چینایانو پر مېلمستون برید.
په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید په ترڅ کې داعش وسله والو د سفارت له مخامخ ودانۍ څخه ډزې کولی. هغه عکسونه چې داعش ته منسوبې «اعماق» وېبپاڼې کې خپاره شوي، ښيي چې بریدګر د سنایپر وسله (Sniper Lancer Tactical 28 M24) کارولې ده. دا ډول وسلې پخوا د افغان پوځ په واک کې وې. دا په دې مانا ده چې یو شمېر هغه وسلې چې امریکا د افغانستان پوځ ته ورکړې وی، د نورو ترهګرو ډلو لاس ته هم لوېدلې دي.
د بي بي سي د څارنې د څانګې د مشر خبريال پاول براون د ټويټ له مخې، په هغه بريد کې چې پر لانګون هوټل (د چينايي سوداګرو استوګنځي) وشو، انځورونه ښيي چې بريدګر تر بريد مخکې په همدې هوټل کې اوسېدل. دغه برید د دې لامل شو چې د چین حکومت له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
د داعش څو وروستي بریدونه دوه شیان روښانه کوي. لومړی، د یوازی پاتي شوي لیوه تکتیک لاهم د داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره مؤثر دی او دښمن ته جدي زیان رسولی شي. دویم دا چې دا بریدونه د طالبانو د استخباراتو او امنیت کمزورتیا ښيي او دا په ډاګه کوي چې دغه ډله څومره زیانمنه شوی ده.
تر ټولو مهمه پوښتنه چې دلته راپورته کیږي دا ده چې له دې بریدونو څخه واقعیا څوک ګټه پورته کوي؟ او یوازی پاتي لیوه د چا لپاره جنګیږي؟ په ځواب کې ویلای شو چې له دې وضعیت څخه د چین او روسیې سیالان تر ټولو زیاته ګټه پورته کوي. د راپورونو له مخې هغه چینایي سلاکاران چې له دغې ډلې سره په بېلابېلو وزارتونو کې همکاري کوي د طالبانو د کانونو وزارت په ګډون، له افغانستانه وځي. داسې ښکاري چې چینایان اوس هم د افغانستان په لوبه کې ډېر خام دي او په دغه هېواد کې د لوبېدو تجربه نه لري. له همدې امله، دوی ممکن د چین او روسیې د نویو پرمختګونو څخه ډیر زیان لیدلی وي. روسیه هڅه کوي چې له یوې خوا د ډیپلوماټیکو چینلونو او د طالبانو او ملي مقاومت د جبهې ترمنځ د خبرو او د ټولګډونه حکومت د خبرو له لارې د افغانستان لوبې ته یو ځل بیا داخل شي او له بلې خوا چین لا تر اوسه افغانستان لوبي ته د ستنېدو بدیله لاره نه ده موندلې.
د طالبانو لپاره د دغو بریدونو پایلې
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته هڅه وکړه چې د سرسري امنیت د داستان په جوړولو سره نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. دغې ډلې د افغانستان د خوندي انځور په وړاندې کولو سره د نړۍ او سیمې له هېوادونو وغوښتل چې له دغه رژیم سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړي. په همدې حال کې په کابل کې یوازې څو سفارتونه پرانستل شوي پاتي وو او قونسلګري خدمات یې وړاندې کول. په دغه سفارت له برید وروسته د روسیې سفارت خپل قونسلګري خدمات ودرول، د پاکستان سفارت له طالبانو څخه په دې اړه د جدي او فوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه او د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد سفیر به افغانستان ته نه ستنېږي. د چین حکومت له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.
د دغو بریدونو لومړی اغېز د سیمې په هېوادونو کې د طالبانو د انځور د خرابېدو لامل شو. له بلې خوا د طالبانو د سرتسري امنیت ادعا وننګوله. له بلې خوا دغه بریدونه د دې سبب کیږي چې د طالبانو د ځواکونو یوه لویه برخه د دغې ډلې د مهمو کسانو او د دیپلوماتیکو او حکومتي مرکزونو د ساتنې لپاره وګومارل شي. په اوږده مهال کې به دا جګړه د طالبانو لپاره نوره هم ستونزمنه شي. د امنیت په برابرولو او له داعش سره په مقابله کې د طالبانو د انرژۍ مصرف به د دغې ډلې د رژيم ماتیدونکي بنسټونه نور هم کمزوري کړي.
د دغو بریدونو دویمه اغیزه د سیمې له هېوادونو لکه چین، پاکستان، روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکې خرابې کړې دي. یوازې د داعش د بریدونو مسله نه، بلکې له امریکا سره د طالبانو نږدېوالی بل هغه لامل دی چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړې دي. د افغانستان د مسايلو د څېړونکي او د بريتانيا د شاهي پوهنتون د استاد آنتونيو جستوزي د مقالې له مخې، چې تېره اوونۍ په بي بي سي فارسي کې خپره شوې، طالبانو يوازې له داعش سره د مبارزې لپاره له امريکا څخه لس ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي.