مطیع الله ویسا څوک دی؛

د طالباستخباراتو لخوا د هغو د نیولو په اړه غبرګونونه
عطاالله ویسا، د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ کې دنیا ته سترګې غړولي او هلته یې خاپوړې کړي. خو کله چې ښوونځي ته د تللو وخت شو، کلي کې یې، حتا ټوله ولسوالۍ کې یې ښوونځی نه و! دا هغه مهال دی، چې معروف، د امریکې ځواکونو او افغان دولت پوځي ځواکونو له یوې خوا او طالب وسلهوالو ترمنځ خونړي جنګ، معروف د قتل، ورانۍ او دربدرۍ په یوه سره میدان بدل کړی و.
هغه په یوه مرکه کې خپل ژوند او برخلیک ته داسې اشاره کړې: «شاوخوا ۲۲ کاله مخکې په معروف ولسوالي کې هیڅ ښوونځی نه و؛ ځکه وسله والو چا ته اجاره نه ورکوله چې په دې ولسوالي کې ښوونځی پرانیستل شي خو زما پلار د هر راز خطر په منلو پوره یو کال منډې ترړې وکړې، پرله پسې کمپاین یې وکړ او وتوانېد چې دغلته د لومړي ځل لپاره ښوونځی پرانیزي.»
د ماشوم عطاالله د پلار په خواریو، معروف کې د معارف ډیوه بله شوه. ماشومان په خندانو څېرو، زدهکړه پیل کړه؛ خو خبر نه و، چې د جنګ قاتل لاسونه به ډېر ژر، د معارف ستونی، ور پرې کړي! هغه زیاتوي: «۲۰۰۴ زېږدیز کال و، زه هغه مهال په څلورم ټولګي کې وم، د شپې له خوا زموږ کلي ته وسله وال کسان راغلي ول او زموږ ښوونځي ته یې اور اچولی و، سهار چې د ښوونځي په نیت له کوره راووتم، د ښوونځي ودانۍ تورو لوخړو لاندې کړې وه، څوکۍ، مېزونه او نور توکي په ایرو بدل شوي وو…»
عطاالله او همزولو یې د جګړې ددې تور فصل په لیدلو سره، ژاړي، اوښکې تویوي خو څوک دي، چې ددغو لېرې پرتو ماشومان د زړه «آه» واوري!
خو عطاالله، روحیه له لاسه ورنکړه. هغه وایي: «خو زه مایوس نه شوم، له معروف ولسوالۍ کندهار ښار ته راغلم او دلته مې زده کړو ته دوام ورکړ، څو کلونه وروسته له خپل ورور سره یو ځای کابل ته لاړم او هلته له ښوونځي فارغ شوم.»
قلملاره ټولنې جوړول او سلو ښوونځيو پرانستل کېدل
ځوانکي عطاالله ویسا، چې له ماشومتوبه یې د پوهې او زدهکړې مینه په زړه کې روزلې او پاللې وه، خپل همزولي کلیوال، او د کلي نورو ماشومان، په یاد ساتل او دا ارمان یې زړه کې و، چې د معروف او بیا ټول کندهار او نورو لېرې پرتو سیمو کې، د معارف ډیوې بلې ساتلو لپاره باید یو کار وکړی، نو هماغه و، چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې یې د «قلم لار» په نوم ټولنه جوړه کړه او له همدې لارې يې کمپاین پيل کړ څو په لرو سیمو کې ښوونځي پرانیزي او ماشومان زده کړو ته لاسرسی ولري.
د هغه په خبره، په دې برخه کې یې پلار او ورور هم ډېره مرسته ورسره کړې ده، د ښوونځیو پرانستل کېدو او ماشومان زدهکړې ته لېږلو لپاره کلي په کلي او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځېدلی. او وایي: « د دغه کمپاین په ترڅ کې له ډېرو ستونزو سره هم مخ شوی؛ ځکه په داسې سیمو کې یې د ښوونځيو پرانیستنې لپاره کمپاین کاوه چې هلته به ښوونځي سوځول کېدل او ان عام خلک هم د ښوونځيو مخالف ول.
خو که څه هم، چې د دغه کمپاین پر وړاندې ډېرې ستونزې وې؛ خو موږ وکولای شول چې تر ۲۰۲۱ زېږدیزکال پورې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۰۰ ښوونځي پرانیزو. دغه راز په هغو سیمو کې مو ۴۶ ښوونځي راجسټر کړل چې زر یا دوولس سوه کورنیو به په کې ژوند کاوه خو هیڅ ښوونځی به هلته نه و.»
ویسا وایي، له تېرو شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې یې د پوهنې د ودې کمپاین د افغانستان ټولو ولایتونو ته غځولی او ۳۱۰ ولسوالیو ته تللي چې اوس مهال د افغانستان له هر قوم او سیمې څخه ۲۴۰۰ رضاکاران په دغه کمپاین کې همکاري ورسره کوي چې له دوی یې ۴۰۰ ښځې دي.
ده زیاته کړه، دا مهال په لرو ولسوالیو کې په کورونو کې د نجونو لپاره ۲۴ ښوونځي لري چې قرطاسیه او نور اړین مواد د قلم لار ټولنې له خوا ورته چمتو کېږي او په دې برخه کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
طالبانو امارت او د نجونو ښوونځیو ته تمبې اچوول
د ۱۴۰۰لمریزکال په زمري کې، د جمهوري نظام له نړېدو سره، طالبان د واک پر ګدۍ کښېناستل او د واک له لومړۍ ورځې یې په ټول هېواد کې، پر انساني آزادیو، د مرګ وبا راولګېده. ښځې له کاره منعه شوې. ښځې له کوره وتلو منعه شوې. ښځې یوازې سر سفر کولو نه منع شوې. او ښځو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول او ښځه د کور بندي شوه. خو عطاالله ویسا، د معارف ډیوه په لاس، خپل زدهکړیال مزل ته دوام ورکاوه.
ویسا، طالباستخباراتو لخوا تر نیول کېدو دمخه ویلي و: «دا چې د طالبانو په راتګ سره اوس مهال له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي نو موږ په دې برخه کې لا هم هڅه کو چې خپل فعالیت زیات کړو او ورسره ترڅنګ مو انلاین ټولګي هم جوړ کړي دي.
د ویسا په وینا، په هغو سیمو کې چې د انټرنېټ اسانتیا شته، د دوی رضاکار ښوونکي له کابله هغوی ته انلاین زده کړې ورکوي چې اوس مهال په دې برخه کې هم زیات شمېر نجونې پر زده کړو بوختې دي.
د مطیع الله ویسا په وینا، زده کړو ته د لاسرسي لپاره یې په ډېرو ولسوالیو کې ۳۹ عامه کتابتونونه هم جوړ کړي چې شاوخوا ۳۵۰زره کتابونه په کې شته او ځوانان یې لولي.
ده ویلي و، چې پلان لري انلاین ټولګي نور هم زیات کړي څو هغه زده کوونکي، په ځانګړې توګه نجونې چې زده کړو ته لاسرسی نه لري، له زده کړو برخمنې شي.
«موږ هڅه کوو چې انلاین ټولګي نور هم زیات کړو او په هغه سیمو کې زده کوونکو ته زده کړې پيل کړو چې له ښوونځیو سره په کې مخالفت کېږي، داغه راز یو بل پروګرام هم لرو، غواړو د افغانستان نصاب په ټابلیټونو کې ځای پر ځای کړو، وروسته یې رضاکار ښوونکو ته ووېشو څو هغوی وکولای شي په اسانۍ یې زده کوونکو ته تدریس کړي.»
له طلوع نیوز، لمر ماښام او پژواک سره د ښاغلي ویسا له مرکې او د هغه له هڅو مالومیږي چې ښاغلی ویسا د پراخ فکر او لوړې خاوند دی. د هغه پیغام پراخ او بې طرفه و، په تیرو لسو کلونو کې ددې ټول فعالیت پیسې یې له افغانانو را ټولي کړې او بیرته یې د افغان په بچیانو لګولي حتی د قلم او کتاب لپاره یې هم د خارجیانو مرسته نده اخیستي او نه دی غوښتې.
ویسا د طالب استخباراتو په منګولو کې
د مطیعالله ویسا ورور ولي محمد اخلاقي وایي «تیر ماښام د کابل ښار خوشحال خان سیمه کې مې ورور سره جومات ته لاړم له جمعې ورسته د باندي منتظر وم، کله چې ویسا راووت وسله والو یې مخه ونیوله، هغه پوښتنه وکړه که رښتیا د استخباراتو له ریاست څخه راغلي یاست، کارتونه مو وښیاست! خو هغوی یې خبرې ته غوږ ونه نیو او لاسونه یې ورباندې وتړل او په زوره یې موټر ته واچاوو.»
د اخلاقي په خبره، د طالبانو چلند له ویسا سره غیرانساني او وحشیانه وو .
د ویسا د نیول کېدو پر وړاندې ځنې غبرګونونه:
بصیر زماني:
«د ویسا لار د قلم او کتاب لاره ده او چیغه یې د حق چیغه ده هغه د ځان په خاطر نه بلکې زموږ او تاسو د بچو په خاطر مبارزه کوي او زموږ او ستاسو د اولادونو د هوسایني په خاطر نن تر شکنجو لاندي دی.
پکار دی چې نن موږ هم د هغه لپاره غږ پورته کړو او د هغه په قدم قدم کېږدو او د خپلو بچو لپاره د تعلیم حق بیرته واخلو.»
احمد ارشاد احرار:
«امارت په خپله ریښه پسې بېلچه نه، اسکاواتور یې راوستی او خپل بېخ وهي. دا سړی خو له کلونو راهیسي خلک علم او پوهې ته رابولي، دا چې نشې زغملی څوک به زغمې؟ انتقاد او حق غوښتنې ته د بغاوت په سترګه کتل به له هر څه ډېر تاوان خپله ا.ا ته واړوي.
الیس منکم رجل رشید؟»
خوشحال روهی:
پښتنه نثار:
«مطبع الله ویسا د هغه وخت پيژنم چې تازه تازه یې د قلم لار باندې تلل شروع کړې ؤ لا به ډیرو خلکو نه پيژانده ، یو چا ویلې چې دا خارجیانو سره ډیر مخکې سړی ده بی څه نه ده. مطبع الله وبسا ته د سواد نړیوالی جایزه نام نویسی ما وکړه رفری یې هم زه وم، د قلم لار لومړی ویبسایت او فیسبوک پاڼه هم ما جوړ کړې ؤ. مطبع الله ویسا سره هیڅ خارجی مرسته یا سپانسر نه و د خپل مصارف یې د خپلو باغو د انګورو او کشمشو نه ویستل…»
«خدايي خدمتګار او د قلم لار ټولنی مشر مطيع الله وېسا يې هم زولانه کړ!
د ده جرم دا دی چی په قلم يې قسم خوړلی چی له جهل سره به جنګېږي, تيارې به ورکوي او د پوهې رڼا به خپروي. دی ګنګار ځکه دی چې کلي په کلي کتابونه ګرځوي, د وطن بچو ته کتابچې او قلمونه وېشي او تړلي ښوونځي پرانيزي. د ده جرم دا دی چې د وطن په سردرو کې د الله ج دا حکم تبليغوي, چې : اقرأ يا ولوله! او همدا يوه خبره کوي چې که خپلواکي غواړئ, عزت او سوکالي غواړئ نو ښوونځي پرانيزئ او د پوهې لار ونيسئ.
بېشکه چې مطيع الله وېسا د جهل او تورتم پر وړاندې سخت ګنهګار دی.»
شیرجان تکل:
«له پرونه راهيسی خبر دی چې د مطيع الله ويسا په نوم يو روشنفکره تکړه ځوان طالبانو فقط په دغه تور نيولې او زندانی کړې ولی چې هغه د افغانستان په لري پرتو سيمو کې د زده کړې او پوهنې لپاره په دوام داره توګه کمپاين کاوه. په تيره بيا د نجونو د تعليم په اړه يې په ټولنه کې عامه پوهاوی خپوراوه. دا هر په سياسي اسلام کې کفر او جرم دي.»
جاوید وفا:
«د پوهنې د ډګر خدايي خدمتګار او د قلم لار ټولنی مشر مطيع الله وېسا په کابل کې نیول شوی او بندي دی.
ښاغلی ویسا له جهل سره جنګېږي او د پوهې رڼا خپروي، کلي په کلي ګرځي, د وطن بچو ته کتابونه، کتابچې او قلمونه وېشي او تړلي ښوونځي پرانيزي، تر څو د هېواد معصوم ماشومان د پوهې لار ونيسئ»
امید فضلي:
«مطیع الله ویسا ددې خاورې د مالکیت حس لري! نه له دې وطنه ځي، نه مهاجر کیږي، نه هم د خپل ولس له حقوقو قلاریږي!
میاشت نه کیږې چې له اروپایی لنډ سفر بیرته وطن ته راګرځیدلی، د خپل ولس سره په یو تغر د ژوند او مبارزې لپاره راغلی، ښه یې کولی شو هلته پاتې شي، بیرته رانشي؛ مګر ویسا پر خپل وطن اوسیدل غوره وګڼل. هغه د ظلم پر وړاندې لکه غر ولاړ دی، د داسې افغان نیول د نهایت تاسف او کمزورۍ ځای دی. هغه نظام چې له سولهییز حق غوښتونکي دومره ډار لري، دوام نه راوړي یاد یې ولرئ!»
نورالله عزیز:
«خدايي خدمتګار او د قلم لار ټولنی مشر مطيع الله وېسا يې هم زولانه کړ!
د ده جرم دا دی چی په قلم يې قسم خوړلی چی له جهل سره به جنګېږي, تيارې به ورکوي او د پوهې رڼا به خپروي. دی ګنګار ځکه دی چې کلي په کلي کتابونه ګرځوي, د وطن بچو ته کتابچې او قلمونه وېشي او تړلي ښوونځي پرانيزي!
یوناما پښتو پاڼه:
«مطیع الله ویسا، د قلم لارې بنسټ مشر او د نجونو د ښوونې او روزنې مدافع د دوشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی دی. یوناما پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې د هغه ځای او د نیول کیدو لاملونه روښانه کړي او همدارنګه ډاډ ورکړي چې قانوني وکالت ته لاسرسی لري او له خپلې کورنۍ سره په تماس کې دی.»