سيد قطب د اسلامپالو لپاره، د فکري خواړو په برابرولو کې، بل سيال نهلري. له سيد قطبه وروسته، ډېرې لويې او وړې اسلامي ډلې، ځانونه د سيد قطب وارثان بولي او د هغه پيروي لازمه ګڼي. یو له هغو اصطلاحاتو څخه چې د لومړي ځل لپاره سید قطب او د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ ایښودونکي روحالله خمیني په ګډون، نورو له هغه وروسته تکرار کړ، د «امریکايي اسلام» اصطلاح وه. هغه دا اصطلاح د هغو مسلمانانو د ذلیلولو او ځپلو لپاره کارولې چې دده په څېر فکر نهکوي، د اسلام ټولنیز او سیاسي اړخ باندې ټینګار نهکوي او اسلام یې د ایډیالوژۍ مترادف نهدی ګڼلی.
سيد قطب ادعا کوله چې دا ډول تش په نوم مسلمانان، د امريكا په مشوره او ملاتړ سره چې په هغه وخت كې د نړیوال امپرياليزم په نامه یادېده، غواړي چې اسلام د لویدیځ ښکېلاک په ذوق او خوند سره وړاندې کړي. سید قطب په ۱۹۴۹ زېږدیزکال کې، لیکلي وو «هغه اسلام چې امریکا او متحدین یې غواړي یو بېحکومته اسلام دی، چې تل باید په پارلمان کې، د ښځو د شتون او د اودسونو د ماتیدو مسائل بیان کړي!» آیا د مسلمانانو د امریکایې کېدو په اړه، د سید قطب ادعا رښتیا وه؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره، دا کافي ده چې وروستۍ نیمې پیړۍ ته نظر واچوو.
که څه هم اسلامپالان ځانونه د امریکا مخالف او دښمن ښيي، خو په عمل کې یې په ډېرو مواردو کې د امریکا د ګټو لپاره کار او جګړه کړې، پخپله خوښه او ناخوښه یې، د امریکا د ګټو په خدمت کې، واقع شوی. د بېلګې په توګه، په مصر کې د پاچاهۍ له ړنګېدو او د جمهوریت له جوړېدو وروسته، د هغه وخت د ولسمشران، د سوسیالیستي افکارو تر اغېز لاندې راغلل او د ختیځ بلاک پر لور یې پله درنه کړه. له دې پرته چې د مصر د مشرانو دغه چلند په هغه وخت کې، د هغه هېواد ګټې څومره خوندي کولې، بې له شکه چې په هغه وخت کې، د جمال عبدالناصر د حکومت لخوا، له اخوانالمسلمین سره دښمنۍ، په اسلامي نړۍ کې، د مصر مقام ته تر ټولو لوی زیان رسولی او د مصر د ملتپالو مشرانو دریځ یې، کمزوری کړی دی. دلته پوښتنه داده، چې د مصر د هغه وخت د مشرانو د دریځ کمزوري کېدلو چا ته ګټه رسوله؟ یقینا چې امریکا او اسراییلو ته یې ګټه رسوله. اخوانالمسلمین په هغه وخت کې، د مصري رژیم پرضد، د پټو وسلهوالو فعالیتونو په ترسره کولو او د مشهورو او ملتپالو مصري شخصیتونو په وژلو سره، اسرائیلو او امریکا ته ستر خدمت وکړ.
ځینې شنونکي په دې باور دي، چې اخوانالمسلمین، د شوروي پلوه ناصر حکومت پر وړاندې په جګړې لاس پوري کولو سره، هڅه کوله چې د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره، د لویدیځ ملاتړ ترلاسه کړي. شاید دا احتمال ریښتیا وي. خو دا سمه او معقوله توجیه نهده، چې ووایو چې شاید د اخوانالمسلمین مشران په دې نهپوهېدل، چې په مصر کې، د جمهوري نظام پر وړاندې، د دوی سخت مخالفت به د مصر د دښمنانو په ګټه تمام شي. هغه خلک چې د نړیوالو اړیکو له الفبا نه خبر نهوي او د خپلو کارونو له پایلو څخه خبر نهوي، یقیناً د یوې ټولنې د رهبرۍ وړ نهدي او باید د رهبرۍ ادعا ونهکړي.
د اسلامپالو او امریکا ګټې په نورو ځایونو کې هم سره یو ځای شوي دي. کله چې د ۱۹۷۹ زېږدیزکال په ډسمبر کې، شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، امریکایانو له ټولې نړۍ څخه جهادیان راوغوښتل او هغوی یې وهڅول چې د روسانو پر ضد جګړه کې ګډون وکړي. امریکا او متحدینو یې اسلامپالو ته اړتیا درلوده چې پر خپل اصلي دښمن برید وکړي، له همدې امله دوی دغه ډلې هر څومره چې کولی شول وده یې ورکړه او پیاوړې یې کړې. امریکایانو ددغو سخت دریځو ډلو په ملاتړ، میلیاردونه ډالر ولګول. د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن، په سپینه ماڼۍ کې، د افغان جهاد مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او هغوی یې د ازادۍ د مبارزینو په توګه یاد کړل. د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن، يو ځل په ښکاره وويل، چې امريکا د القاعدې په څېر سازمانونو په پياوړتيا کې، مستقيم رول درلود. خو کله چې د لويديځ ستراتيژي بدله شوه، نو ناڅاپه د «آزادی جنګياليو» نومونه د تروريستانو او بنسټپالو په نومونو بدل شول او لويديځ هڅه وکړه چې هر څومره چې کيدای شي، ویې ځپي.
سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه و چې د شلمې پیړۍ په وروستیو کې یې په ټوله نړۍ کې د سیاسي اسلام په ترویج او خپریدو کې پرېکنده او ستر رول ولوباوه. دې هېواد په ملیاردونو ډالر د اسلام د یوې ځانګړې نسخې د ترویج لپاره ولګول، چې د سلفیت او اخوانالمسلمین ترکیب وو. د اسلام ددې نسخې د ترويج لپاره يې، پوهنتونونه جوړ کړل، ديني ملايان يې وګومارل چې دغه افکار يې، خلکو ته ورسوي. د اسلام ددې ډول آند د پياوړتيا لپاره يې، د پوهنتونونو او ښوونځيو نصاب اصلاح او بدل کړ او په ټوله نړۍ کې يې مرکزونه ورته جوړ کړل او پیسې ورکړي. وروسته څرګنده شوه چې دا مصارف د دين د ريښو پياوړي كولو او خداى ته د نژدي كولو او د هغه د رضا د ترلاسه كولو په موخه نه وو؛ بلكې په سيمه كې يې د امريكا ستراتيژيكو موخو پورهکېدلو لپاره ول، او دا په بشپړه توګه د لويديځ نظریه وه.
څه موده وړاندې امریکايي مجلې «اتلانټیک» د سعودي عربستان له ولیعهد بن سلمان څخه وپوښتل: «تاسو ولې یو وخت د اورپکي اسلام ملاتړ کاوه؟»
بن سلمان په ډیر وضاحت سره ځواب ورکړ:«موږ د هغه افراطي اسلام مسولیت نهلرو چې زموږ هېواد یې د څو لسیزو راهیسې کوربه و، مګر امریکا په موږ فشار راوړو چې د هغوي ملاتړ وکړو ترڅو د شوروي اتحاد په وړاندې پخپلو جګړو کې یې وکاروي.»
دا خبره هغه څوک کوي چې هېواد یې د مسلمانانو قبله ده او چیرې چې د مسلمانانو سپیڅلي ځایونه موقعیت لري. په دې خبرې سره هغه په حقیقت کې اعتراف کوي چې اسلام د لویو قدرتونو د سیاستوالو او مشرانو په لاس کې و، او سعودي عربستان هم ددې لوبې یوه برخه وه.
زه هڅه کوم چې پخپل تحلیل کې، د «تېروېستنې دسیسې» په جال کې پرې نهوځم او مسایل په سم ډول وڅیړم. حقایق په ډاګه کوي چې اسلامپالان په ډیرو مواردو کې په سیمه کې د امریکا او لویدیځ له خوا د لوبې یوه برخه وه. دا ممکنه ده چې دوی پخپله ددې مسلې څخه خبر نه وي او په غیر ارادي ډول د خلکو د لاس آله ګرځیدلي وي. همدغه طالبانو ته وګوره چې شل کاله یې، افغانستان وران کړ او په زرګونو بېګناه خلک یې د اشغال پر وړاندې د جګړې په پلمه، د مرګ کندې ته واستول. اوس دوی هڅه کوي چې له امریکا او لوېدیځ سره د مهربانی باثباته اړیکې جوړې کړي. اوس د دوی یو مهم مشر سراج الدین حقاني وايي چې «موږ
له امریکا سره دښمني نه لرو.»
بالاخره د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون، چې ویل کېږي ځینې نااعلان شوې مادې هم پکې شاملې دي، په عمل کې افغانستان طالبانو او د هغوی متحدینو ته، د یوې ارزښتمنې ډالۍ په توګه، وړاندې کړ او یو ځل بیا یې ثابته کړه که د امریکا مصلحت او ګټې ورته اړتیا ولري؛ نو له خورا سخت دریځو ډلو سره هم جوړجاړی او معامله کوي. له شواهدو څخه څرګندېږي چې امریکا غواړي دا ځل په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر سره کولو لپاره، له طالبانو کار واخلي. دا به راتلونکی څرګنده کړي چې ایا امریکا به په دې برخه کې بریالۍ شي او که نه!
دا پخپل ذهن کې انځور کړئ:
ايا طالبان واک ته د بیا راستنېدو وروسته د لويديځ او په ځانګړې توګه د امريکا له سياسي او اقتصادي ملاتړ پرته يو نيم کال ژوند کولای شو؟ همدا اوس، ټام ویسټ او د هغه ډله په افغانستان کې د واکمن نظام د اقتصادي ستونزو د حل لپاره، له طالبانو سره په ګډه کار کوي. دا ټکی کومه پټه موضوع نهده چې زه یې افشا کوم. بلکې ټام ویسټ پخپله پخپلو مرکو کې دا په ډاګه ویلي ده. د اقتصادي چارو ټول شنونکي په دې باور وو، چې طالبان په رسمیت د نه پېژندلو له امله نهشي کولای، نوي بانک نوټونه چاپ کړي، خو کله چې امریکا ورسره مرسته وکړه، نو په اسانۍ سره یې دا کار وکړ، چې اقتصادي شنونکي ورته ګوته به غاښ پاتي شول.
په دې یو نیم کال کې افغانستان ته دوستانه بشري مرستې رسېدلې دي. بې له شکه دغو مرستو په هېواد کې د یوه انساني ناورین د مخنیوي او د لوږې او قحطۍ د خپرېدو مخه نیولې ده. خو د پرلپسې او باوري رسنیو د راپورونو له مخې، ددغو مرستو یوه برخه، د طالبانو جیبونو ته ځي او د هغوی اقتصادي بنسټ پیاوړی کوي. امريکايان او لويديځوال له دې کيسې څخه زموږ په پرتله ښه خبر دي، خو ولې يې د مخنيوي لپاره کومه حل لاره نه څېړي؟ ايا امريکايان په غير مستقيم ډول غواړي په دې کار سره د طالبانو د رژيم بنسټ پياوړی وساتي؟
هغه څه چې د سیاسي مشرانو لپاره مهم دي د سیاسي او ستراتیژیکو موخو ترلاسه کول دي او په دې لاره کې دوی له هرې لارې کار اخلي، که هغه اسلام وي یا لیبرالیزم. په همدې حال کې د پام وړ خبره داده چې له هغه وخته چې د دین ټولنیز او سیاسي اړخ په ګوته کېږي او د سیاسي واک د ترلاسه کولو هڅه کوي، نو سیاسي اسلام د یوې وسیلې په توګه د کار کولو او په ناوړه سیاسي لوبو کې د کارولو وړتیا لري. دا پېښه ددې لامل شوې چې د اسلام بدنامه او بده څېره خلکو ته وړاندې شي او خلک د هغو کسانو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړي چې اسلامي شعارونه ورکوي. اوس حالات داسې جوړ شوي چې ډېر خلک د اسلامي مفکورو په اورېدو سره وېرېږي.
سید قطب به ویل: «امریکایان نهغواړي چې اسلام حاکم شي او د اسلامي حکومت شتون نهزغمي؛ ځکه که اسلام یو حکومت جوړ کړي، د امریکا د ارادې خلاف به ولسونه وروزي او هغه وخت به خلک پوه شي چې دوی باید د خپل سرنوشت خاوند وي او ښکېلاک ونه مني.» وروسته داسې پېښې وشوې چې ددې ادعا او د سيد قطب وړاندوینه باطله ثابته شوه. موږ ولیدل چې په څو مواردو کې اسلامپالو حکومتونه جوړ کړل او د «اسلامي حکومت» په نوم یې یاد کړ، خو نه یوازې دا چې د منلو وړ ریکارډ یې پرې نهښود، بلکې په ډېرو مواردو کې یې خلک دې ته اړ کړل چې «پخواني کفنکښ» ته دعاء وکړي. اسلامپالان په شعارونو او د احساساتو په پارولو کې ښه ځلېږي، خو د عمل په ډګر کې ناورینونه رامنځته کوي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلامپالو د لاسته راوړنو د ارزولو تر ټولو ښه بېلګه ده.
اسلامپالان د دین په دننه کې پخپلو مخالفینو تور لګوي، چې د لویدیځکلتور تر اغیز لاندې راغلي او امریکايي اسلام ته وده ورکوي. که څه هم دغه تورونه منطقي او ثابت بنسټ نهلري، خو د عامو خلکو ذهنونه مغشوشولای شي او په سیاسي تبلیغاتو کې ترې کار اخیستل کېږي.
په هرډول، د تیرې نیمې پیړۍ د اسلامپالو تاریخ هېڅ شک نهپریږدي چې دا حرکتونه د لویدیځو قدرتونو لخوا په مختلفو شرایطو کې، د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو موخو د پوره کولو لپاره، د یوې وسیلې په توګه کارول شوي او د (لویې لوبې) یوه برخه وه او ده.
که چېرته یو څوک د امریکایې کېدلو په تور تورنېږي، اسلامپالان د نورو په پرتله، ډېر له دې تورونو سره مخ دي. سيد قطب د «امريکايي اسلام» په تعريف کې ويل: «د غربیانو او امریکایانو له نظره ښه اسلام هغه دی چې د کمونیزم پر ضد راپورته شي او وی نه مني.» د تاریخ عجیبه خبره داده چې هغه غورځنګ چې سید قطب یې یو له رهبرانو څخه و، د سړې جګړې پر مهال، د شوروي د تسلط پر وړاندې لوېدیځوالو ښه کارولی دی. بن سلمان دا هم ومنله چې په اتيايمه لسيزه کې د بنسټپالنې غوړېدل، د لويديځوالو او د هغوی د عربي متحدينو د پلان يوه برخه وه، هغه دا چې شوروي اتحاد ته زيان ورسوي، نور څه نه!