د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) پرېکړه کړې چې سږ کال د پوهنې نړیواله ورځ په افغانستان کې بې وزلو نجونو او ښځو ته ځانګړې کړي. د یونسکو پام د افغانستان نجونو او ښځو ته په داسې حال کې راګرځېدلی، چې طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې نجونې له منځنیو ښوونځیو او لېسو په کچه له زده کړو بې برخې کړي دي. که څه هم د هېواد د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان، زده کوونکي او ښاریان د یونسکو سازمان د دغه اقدام هرکلی کوي، خو ټینګار لري چې «د افغان نجونو لپاره د زده کړې نړیواله ورځ» د ښځو او نجونو د محرومیت په اړه پر سیاسي وضعیت هېڅ اغېز نه لري. د دوی په خبره، د افغان ښځو د اوسني وضعیت بدلول د زده کړې، تحصیل او کار په برخه کې نومونو، لقبونو او جایزو ورکولو ته اړتیا نه لري؛ د هېواد نجونې او مېرمنې له یونسکو سازمان څخه غواړي چې د افغانستان د پوهنې د سیاسي کېدو مخه ونیسي.
مونسه مبارز یوه له هغو لاریونوالو او د ښځو د حقونو له فعالانو میرمنو څخه ده چې د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیولو وروسته د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» په شعار سره سړکونو ته راووتل او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونونه یې پر وننګول. مېرمن مبارز له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «که دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو وضعیت بدلول غواړي، جدي اقدام ته اړتیا ده. که څه هم یونسکو یو کلتوري سازمان دی، خو په افغانستان کې د ویجاړیو د یوې داسې ادارې په توګه چې، دا واک لري ترڅو غبرګون وښيي یا لږ تر لږه نړیواله ټولنه دې ته اړ کړي چې په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي.»
مونسه مبارز زیاتوي: «د یونسکو دغه اقدام به هغه وخت اغېز ولري چې د نړۍ د هېوادونو او ملګرو ملتونو په منځ کې د دغه سازمان د هغه رول په کارولو سره چې لري یې د وضعیت د بدلون لپاره جدي اقدام وکړي. لږ تر لږه، د یوه سازمان په توګه، د نجونو د زده کړې د محرومیت د جبرانولو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. موږ د اعلاميو خپرولو او د افغانستان نوم پر مېز او تبلو لیکلو او د افغانستان مهم مسايل له پامه غورځولو ډېر زیات ستړي شوي يو. د افغانستان مسله یوه سیاسي مسله ده او هیله لرو چې د یونسکو سازمان به نړۍ او هغه لوی هیوادونه راضي کړي چې د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي عامل دي، چې د افغانستان په معارف دی سیاست نه کوي او د هیواد معارف دی له سیاسي معاملو او شخړو لرې وساتي.»
د ښځو د حقونو یو شمېر نورې فعالانې هم وايي، چې د افغان ښځو او نجونو د خوندیتوب په اړه د هر ډول عکس العمل ملاتړ کوي، خو د افغان ښځو د خوندیتوب په اړه د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له خوا پر عملي ګامونو ټینګار کوي. د ښځو د حقونو یوې فعالې زرقا یفتلي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «لکه څنګه چې لیدل کیږي، دا ډول غبرګونونه او دریځونه د افغان میرمنو او نجونو په ژوندانه کې هیڅ بدلون نه شي راوستلی. نن ورځ د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو له خوا یرغمل شوې دي او دغه ډله د هیواد له ښځو او نجونو څخه د نړیوالې ټولنې د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. تر څو چې د دغو سازمانونو له دریځونو او اعلامیو سره سم جدي او عملي اقدامات نه وي شوي، زه فکر نه کوم چې دا ډول غبرګونونه دې د افغانستان د ښځو او نجونو په وضعیت کې بدلون راولي.»
په همدې حال کې یو شمېر ښځینه محصلانې وايي چې د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید طالبان دې ته اړ کړي چې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې نه کړي. ليدا احمدي د پروان ولايت يوه له ښځينه زده کوونکو څخه ده. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل د ټولنې د پرمختګ، پوهاوي، ازادۍ او تراقی دروازې تړل دي. دغه محصله زیاتوي: موږ د یونسکو د دې اقدام ملاتړ کوو، خو دغه سازمانونه باید طالبان دی ته راضي کړي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. زموږ اساسي حقونه باید له پامه ونه غورځول شي.»
د هېواد یو تن اوسېدونکی مجتبی فروغ وايي:«تر اوسه پورې کومو ادارو او هېوادونو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو لپاره جدي اقدام نه دی کړی. که دوی کوم اقدام هم کړی، هغه د ځینو عامه ګټو پروژو د مالي ملاتړ د بندولو په څیر دی چې په اوسني وضعیت کې پر طالبانو د فشار پرځای عامو خلکو ته زیات زیان رسولی. اوس د نومونو ايښودلو وخت نه دی؛ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پوهنې ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی. په دغه خبر پاڼه کې راغلي دي: «یونسکو د سږکال نړیواله ورځ هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي. د دې هیواد خلک سمدستي د بندیز د لغوه کیدو غوښتنه کوي چې تعلیم ته د دوی لاسرسی محدودوي.»
یونسکو هم ټینګار کړی چې زده کړه یو بشري حق، ګټه او عامه مسؤلیت دی. د دې سازمان په وینا، د باکیفیته زده کړې، ټول شموله او عادلانه او ټولو لپاره د دایمي فرصتونو پرته، به هیوادونه د جنسیت مساوات ترلاسه نکړي، او دوی به د فقر د هغه څرخ په ماتولو کې بریالي نشي چې په ملیونونو ماشومان، ځوانان او لویان پکې ښکیل دي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، روزني او کلتوري سازمان په اعلامیه کې لا هم ویل شوي چې د نړیوال بحران، د نابرابرۍ د زیاتیدو او د موسمي بحران سره د مقابلې لپاره د پایداره پراختیایي موخو په لور د پرمختګ د ګړندي کولو لپاره باید ښوونې او روزنې ته لومړیتوب ورکړل شي.
د یونسکو پام د افغانستان نجونو ته هغه وخت را وګرځیدو کله چې طالبانو دغه هیواد د خپلې ولکی لاندې راوست او د نجونو پر مخ یې د منځنیو ښوونځیو او لیسو دروازې وتړلې. د دې ډلې چارواکو په تېر یو نیم کال کې د دغه بندیز بېلابېل لاملونه وړاندې کړي دي. په دې موده کې د عامه افکارو او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې طالبانو هر ډول بهانی وړاندې کړی، د ښځینه محصلینو د جامو له بدلولو څخه نیولې تر «د افغانستان له شرعي او عنعنوي قوانینو» سره سم د نصاب بدلول او هم د کلتوري دلایلو وړاندې کول. په هرصورت، پدې دلایلو سره دوي ندې توانېدلي چې هیوادوال، د بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي راضي کړي.
د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونه د دې لامل شوي چې زیاتره ښځینه زده کوونکي په رواني ناروغیو اخته شي او په ځینو مواردو کې ځان وژنې وکړي. په وروستۍ پېښه کې په نیمروز ولایت کې یوې ۱۵ کلنې زده کوونکې د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۹مه له دې امله ځان وزنه وکړه چې کورنۍ یې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړې وه. د خپرو شويو راپورونو له مخې، دغه نجلۍ فرشته نومېده او د زرنج ښار په يوه ښوونيز مرکز کې يې زده کړې کولې. له هغه وروسته یې په خپله کوټه کې ځان را ځوړند کړ چې د کورنۍ له خوا ښوونځي ته له تللو منع شوی وه.
تر دې وړاندې هم د ښځینه محصلینو په رواني ناروغیو د اخته کېدو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. شاوخوا درې میاشتې وړاندې په هرات کې د رواني روغتیا چارواکو ویلي وو چې د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا څانګې ته د مراجعینو ۷۵ سلنه ښځې دي. د دې ادارې د راپور له مخې، ډېری هغه مراجعین چې په رواني ستونزو اخته دي، ښځینه زده کوونکي او هغه میرمني دي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یې زده کړې او کار له لاسه ورکړی دی.
خو طالبانو تر اوسه د هېوادوالو، د هېوادونو د استازو او نړیوالو سازمانونو اندېښنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د دې ډلې رسنيز چارواکي د هېوادوالو د حقونو د تامين لپاره ځانونه ژمن ګڼي، خو په عمل کې د نجونو لپاره د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل «موقتي ننګونې» وبللې او ویې ویل چې د دې ننګونو د هواري لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د جنورۍ په ۲۴ د (سلواغه ۴) په ټوله نړۍ کې د پوهنې د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د زده کړي، علمي او کلتوري سازمان ویلي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۲۴۴ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له سواد څخه بې برخې دي او ۷۷۱ میلیونه لویان د لیکلو او لوستلو وس نه لري.