• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان ولې له لوستو او پوهو نجونو وېرېږي؟

زردشت زردشت
۲ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721756081]
AFP

AFP

سږ کال هم د افغانستان د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، خو طالبانو یو ځل بیا په دې ازموینه کې د نجونو د ګډون مخه ونیوله. که موږ د بشري حقونو د معیارونو پر بنسټ د مسألې جاج واخلو، دا په نړۍ کې یوه له لویو غمیزو ده. له بده مرغه چې نړۍ دا ظالمانه ځپنه او سیستماتیک جنسیتي اپارټاید ګوري، خو نه یوازې دا چې پر وړاندې یې معقول او اغېزناک غبرګون نه ښيي، بلکې د طالبانو پر وړاندې د جوړجاړي او زغم د تګلارې په خپلولو سره په یو ډول د هغوی له تبعیضه پر ډکو سیاستونو سترګې پټوي. له لومړنیو حقونو د نیمایي ټولنې بې برخې کول یوازې د طالبانو تر ولکې لاندې خاوره کې شوني دي. له بده مرغه د ټولنې یوه برخه تریوه بریده د طالبانو له دې تګلارې سره موافقه ده او د دیني متنونو او کلتوري او دودیزو ارزښتونو پر بنسټ ورته دلایل وړاندې کوي. بلخوا، د هېوادوالو هغه برخه چې د طالبانو له جنسیتي تګلارو سره مخالفت لري، ځانونه د دومره ځواک خاوندان نه ګڼي چې د طالبانو د ځپونکي او وحشي نظام پر وړاندې ودریږي او ویې ننګوي. طالبانو د مخالفینو د ځپلو په برخه کې دومره افراط کړی چې له هېوادوالو یې د اعتراض واک په بشپړه توګه اخیستی دی. دا ډله چې په مازې پلمو خلک ځوروي او یا یې وژني، کله چې یو کس یا یوه ډله د دې ډلې پر وړاندې عملي اعتراض وکړي، نو له څه ډول غبرګون سره به مخ شي؟

له زده کړو او تحصیله له شپږم ټولګي د پورته نجونو محرومول اوږد مهاله ناوړه پایلې لري. هغه کورنۍ چې اقتصادي توان لري بهرنیو هېوادونو ته کډوال کیږي څو یې اولادونه  په مناسبه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا مسأله د دې لامل کیږي چې منځنۍ طبقه چې د ټولنې یوه کوچنۍ برخه تشکیلوي له افغانستانه ووځي. په  ټولنه کې د منځنۍ طبقې د حضور کمېدل طالبانو ته لاره هواروي چې هېواد په خپله خوښه طراحي کړي او له جدي ننګونو سره مخ نه شي. د ټولنپوهنې له نظره، د هرې ټولنې پایښت په هغې ټولنه کې د ښاري منځني طبقې په حضور پورې اړه لري. ښايي همدا لامل وي چې طالبان له منځني طبقې سره جوړ نه دي او هڅه کوي چې د وېرې اوترهې په رامنځته کولو سره د هغوی د ژوند کولو بڼه بدله کړي.

پر دې سربېره، عصري زده کړو او تحصیل ته د نجونو نه لاسرسي هغوی پر دوه لارې درولې دي. ځینې ​​یې باید د طالبانو دیني مدرسو ته مخه کړي څو له کرختۍ او خپګانه ځان وژغوري او هلته زده کړې وکړي. اوسمهال په دیني مدرسو کې لسګونه زره نجونې زده کړې کوي. په طبيعي توګه د طالبانو د ديني مدرسو په فضا کې د نجونو ښوونه او روزنه هغوی له ایډیولوژیک اړخه اغېزمنوي او له فکري او رواني پلوه يې د طالبانو د ارتجاعي افکارو منلو ته چمتو کوي. داسې ډېر راپورونه شته چې په تېرو درېيو کلونو کې چې طالبانو د نجونو لپاره د مدرسو جوړول پيل کړي، ډېرو نجونو افراطي افکارو ته مخه کړې او ځينې طالبانو ته نکاح شوې دي.  طالبان چې په عمومي توګه د څو مېرمنو لرلو ته لېوالتیا لري او اوس یې د تصمیم نیولو واک او اختیار په لاس کې دی، د دیني مدرسو له فضا په ګټې اخیستنې سره خپلې دویمې، دریمې او څلورمې میرمنې له نجونو زده کوونکو غوره کوي او خپل جنسي شهوتونه پوره کوي. کله کله کورنۍ د طالبانو د مجازاتو له وېرې او کله هم له بې وزلۍ اوبد مرغۍ د خلاصون لپاره حاضرېږي چې خپلې لوڼې داسې کسانو  ته په نکاح ورکوي چې له هغوی ۲۰ -۳۰ کاله مشران دي او په دې توګه خپلې لوڼې له ناڅرګند او نامعلوم برخلیک سره مخ کوي.

هغه نجونې چې د طالبانو تر ولکې لاندې خاوره کې په دیني مدرسو کې زده کړو ته زړه نه ښه کوي، له خپګان او بې برخلیکۍ سره مخ دي او ډیری یې د نورو په خوښه او له وخته مخکې ودونو ته غاړه اېږدي. لکه څنګه چې په بې وزله او وروسته پاتې ټولنه کې نجونې د کار کولو او پیسو ګټلو فرصت نه لري، نو د کورنۍ د اوږو بار ګڼل کیږي او د کورنیو مشران غوره ګڼي چې هغوی داسې چا ته په نکاح ورکړي چې دوی ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي. په افغاني ټولنه کې نجلۍ‌توب زرګونه دردونه او کړاوونه لري چې یو یې واده ته د هغوی مجبورول دي. د عامو ټولنيزو او دودیزو نورمونو له مخې نجونې دنده لري چې اولاد وزېږوي او د مېړونو خدمت وکړي او په کورنۍ کې د نارينه وو تابع وي او هڅه وکړي چې له کوره بهر و نه وځي او په ټولنيزو فعاليتونو کې برخه وانخلي. کله چې دا ټولنیز نورمونه د نجونو له بې سوادۍ سره یو ځای شي، ښځې پر لویې بلا اخته کیږي او غیرې فعاله پاتې کیږي.

که موږ هم د ښځو په هماغه پخوانیو معیارونو قضاوت وکړو او د هغوی دنده یوازې مورتوب وګڼو، نو هغه ښځه چې زده کړې یې نه وي کړي ا و لوستې نه وي او د پالنې او د کور د سمبالښت پر اصولو ښه ونه پوهیږي، څنګه کولای شي د خپلې مورلۍ مسوولیت په سمه توګه ادا کړي؟ واقعیت دا دی چې زموږ په ټولنه کې د سختو محدودیتونو له امله د ښځو یوه برخه د ناپوهۍ، بې سوادۍ او نه پوهاوي په تورتم کې دومره ډوبه شوې چې د تر ټولو کوچني مسوولیت د ترسراوي وړتیا نه لري، دا خو پرېږده چې د یوې مور په توګه خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي. په بله وینا، د ښځو بې سوادي او ناپوهي د دې لامل ګرځي چې راتلونکي نسلونه هم ترې اغېزمن شي او ناپوه او مسوولیت نه منونکي وروزل شي. یوه عرب شاعر ویلي دي: مور ښوونځی دی، که یې ښه تیار کړئ، ښه نسلونه به ورزوي.

د طالبانو د رژیم په څېر د ځپونکو رژیمونو لپاره، د نجونو بې سواده او ناپوهه ساتل تر ټولو غوره فرصت برابروي چې له خپلې خوښې سره سمې یې عیارې کړي او د هغوی په ذهنونو کې داسې افکار تزریق کړي چې د دوی د واکمنۍ پایښت تضمین کړي. طالبان اوس په خپله ګټه د نجونې پر روزلو او تیارولو بوخت دي. د کابل ښار په هره لاره او کوڅه له داسې مدرسو او د دیني زده کړو له کورسونو سره مخ کیږئ چې د طالبانو او د هغوی د همفکرانو  لخوا اداره کیږي او دنده یې د طالبانو له ایډیالوژۍ سره د نجونو اشنا کول او هغوی ته د دې ډلې د نظرونو تلقین کول دي. د پاموړ وړ خبره دا ده چې په دغو مدرسو کې له سخت دریځو سلفیانو نیولې تر غالي صوفیانو پورې د بېلابېل فکري پاړکیو له کسانو سره مخ کیږئ او ښايي په لومړي سر کې حیران شئ چې دغه بېلابېل پاړکي څنګه د طالبانو د حاکمیت په خدمت کې دي، خو کله چې لږ ځير شئ درک کوئ چې دوی ټول یو ګډ ټکی لري او هغه د طالبي نظام د بنسټونو ټینګښت دی. ظاهراً طالبان له دغو افکارو سره پراګماتیک چلند کوي او له دغو افکارو د ملاتړ لامل دا دی چې د طالبانو د ځپونکي حاکمیت په خدمت کې دي. د طالبانو ډله د حنفي مذهب د پیروۍ ادعا کوي، په داسې حال کې چې په دې ډله کې سلفيان هم مهم مقامونه لري او د دې ډلې قوماندانان او مهمې ډلې جوړوي.

لږ تر لږه څه باندې سل کاله کیږي چې ارتجاعي بهیر د عصري زده کړې پر وړاندې راپورته کیږي او عصري علومو او مفاهیمو ته په بدبینۍ سره ګوري. ارتجاعي ډلې تل دا ادعاوې تلقینوي او تکراروي چې عصري زده کړې د بې دینۍ او عقیدتي انحراف لامل دي او د مسلمانانو عقیدې کمزورې کوي او دیني ارزښتونه لمنځه وړي او پر ځای یې لوېدیځ مفاهیم خپروي. په دغو سلو کلونو کې مرتجعانو د عصري زده کړو د مخنیوي یا د عصري مفاهیمو او ارزښتونو د تحریف کولو لپاره بېلابېلې لارې کارولې دي. همدا اوس د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې ښوونځي او پوهنتونونه په نامطلوب وضعیت کې دي. ځیني ​​داسې ګومان کوي ​​چې طالبان په قصدي ډول غواړي د ښوونځیو او پوهنتونونو حالت نامناسب کړي، څو په ټولنه کې د عصري ارزښتونو او مفاهیمو د خپرېدو مخه ونیول شي. کله چې درک دکړو چې طالبان په ټولیزه توګه له پوهنتون او ښوونځي سره ستونزه لري، نو په هېڅ ډول حاضر نه دي چې  نجونو ته اجازه ورکړي چې له د غو ارزښتونو او مفاهیمو سره اشنا شي او د دوی په ګومان له دغو ارزښتونو سره په اشنا کېدو سره خپله پاکي او تقوا له لاسه ورکړي.

د طالبانو په څېر ډلې په داسې ټولنه کې د واک تر لاسه کولو امکان لري چې خلک یې ساده ذهنیت ولري او په انتقادي فکر سمبال نه وي او د سمې او ناسمې پرېکړې د تفکیک وړتیا ونه لري او دودیزو ارزښتونو او نورمونو ته ځانونه ژمن وګڼي. د عصري زده کړو تر ټولو مهمه ګټه دا ده چې موږ ته اجازه راکوي چې د میراثي دودونو او وچ فکرٍۍ په تړاو انتقادي دریځ ولرو او د هغو جاج واخلو. د هغو خلکو لپاره چې کافي انتقادي فکر لري، دا خورا ستونزمن کار دی چې خپله رهبري داسې خلکو ته ورکړي چې زاړه پیغامونه لیږدوي او تور تم او بندون رامنځته کوي. ښايي طالبان په غریزې توګه پر دې مسأله وپوهېږي او له همدې امله یې د خپلې دویمې واکمنۍ په دريو کلونو کې هڅې کړې چې د پراخو تبليغاتو په کولو سره، د عامه پوهاوي کړکۍ وتړي او د مډرنو لاسته راوړنو په تړاو خلک بدبینه کړي.

د نورو بشري ټولنو تجربې ښیي، چې د ښځو قشر په نننۍ نړۍ کې د ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او سیاسي بدلونونو په رامنځته کېدو کې د ټولنې ترټولو مهم  قشر دی. د یوه سیاسي رژیم لپاره دا ستونزمنه ده، چې د اوږدې مودې لپاره په ټولنه کې د ښځو حضور له پامه وغورځوي او د تل لپاره یې څنډې ته کړي. په بدلونونو کې د ښځو د پرېکنده رول له امله، زبرځواکي رژیمونه هڅه کوي چې هغوی په بشپړه توګه وځپي او یا هم د هغوی حضور محدودو او نمایشي کړي. که څه هم د افغانستان خلک یعنې نارینه او ښځینه دواړه د طالبانو د استبدادي واکمنۍ له امله له سختو کړاوونو سره مخ دي، خو هغه څه چې ښکاره دي دا دي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون په راوستو کې ښځې په لومړي سر کې دي او کولای شي له دې تیاره او وحشته ډک تونله د ټولنې په وتلو کې مرسته وکړي. په دې لړ کې دا ټکي  مهم دی چې د ښځو پوهاوی د استبدادي رژیمونو د زوال بنسټ دی، له همدې امله ښځې باید په هره ممکنه لاره کې هڅه وکړي چې د خپل چاپېریال په تړاو خپله د پوهاوي کچه لوړه کړي. اوس چې طالبان ښځو ته د رسمي زده کړو اجازه نه ورکوي، نو دوی باید بدېلې لارې ولټوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په پکتیا کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست یو کارکوونکی ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.