۸صبح، پکتیا: سیمهییزې سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په پکتیا کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست یو کارکوونکی وژلی دی.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه پرون د پکتیا په احمداباد ولسوالۍ کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا کس رحمتالله نومېده او له څو کالو راهیسې یې د طالبانو په سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست کې دنده لرله.
سرچینې زیاتوي چې ناڅرګند کسان د دغه کارکوونکي له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېښې انګیزه هم روښانه نه ده.





