• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې پراخ او سیستماتیک فساد؛ په ټولو برخو کې د بډو اخیستو د پراخېدو ادعاوې

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۱۳ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783152467]

د طالبانو په کورنیو چارو کې وزارت سرچینې وایي، د دغه وزارت په بېلابېلو څانګو کې اداري فساد په پراخه کچه روان دی. دغه سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، په امنیتي حوزو کې له دوکانونو، پلورنځیو، رسټورانټونو، نانوایانو، مستري‌خانو، له موبایل پلورنځیو او له ګڼو نورو کاروبارونو په ناقانونه توګه پیسې اخلي. د سرچینو په وینا، فساد یوازې په باج اخیستنې پورې نه محدودېږي، بلکې د وسلې د ګرځولو د جوازونو ورکول، د وسلو وېش، د جنايي دوسیو څېړنه، د نیول شویو کسانو خوشې کول، د تېلو وېش او د کسانو ګومارنه هم له ډېرو بډو سره مله وي.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یوه سرچینه جمشید (مستعار نوم) وایي، په بېلابېلو برخو کې د پولیسو د جامو د برابرولو او وېش په ګډون داسې پروژې طرحه کېږي چې له قراردادي شرکتونو ه د پیسو اخیستو لپاره ترې ګټه پورته کېږي.

دغه سرچینه وایي: «د تېلو (روغنیاتو) د وېش په برخه کې هم پرسونل ته بشپړه ونډه نه ورکول کېږي او یوه برخه یې د شخصي ګټې لپاره کارول کېږي. دغه راز په امنیتي حوزو کې له دوکانونو، پلورنځیو، رسټورانټونو، نانوایانو، مستري‌خانو، د موبایل له پلورنځیو او ګڼو نورو کاروبارونو باج اخیستل کېږي. که نیول شوی کس پیسې ورکړي، خوشې کېږي، خو که د پیسو د ورکړې وس ونه لري، امنیتي حوزې ته لېږدول کېږي.»

سرچینه دغه راز ادعا کوي چې د جنايي څېړنو په ریاست کې هم د دوسیو د ارزونې بهیر له پیسو ورکولو سره تړلی دی. سرچینه زیاتوي: «که څوک بډې ورکړي، دوسیه یې ژر څېړل کېږي یا داسې تنظیمېږي چې قاضي یې د خوشې کېدو حکم وکړي. خو که پیسې ورنه کړي، دوسیه یې په میاشتو، میاشتو ځنډول کېږي او د قاضي پر وړاندې مجرم ښودل کېږي.»   د نوموړي په وینا، لسګونه دوسیې لا هم بې‌برخلیکه پاتې دي او یو شمېر شکمن کسان، بې له دې چې برخلیک یې معلوم شي، په توقیف‌خونو او نظارت‌خونو کې ساتل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بله سرچینه ساحل (مستعار) ادعا کوي چې د وسلې د ګرځولو د جوازونو او د وسلو د وېش په بهیر کې هم فساد پراخ دی. هغه وایي: «هغه کسان چې پیسې ورکړي، د وسلې د ګرځولو جواز او اړوند کارت په لنډ وخت کې ترلاسه کوي. ان هغه وسلې چې ثبت او بالستیکي ارزونې ته اړتیا لري، له قانوني پړاوونو او تخنیکي معایناتو پرته تاییدېږي.»

د دې سرچینې په وینا، د «عدم مسؤولیت» فورم د صادرولو په بهیر کې هم سرغړونې شته. هغه زیاتوي: «هغه کسان چې دوسیه یا حقوقي ستونزه ولري، که پیسې ورکړي، د عدم مسؤولیت فورم له کوم خنډ پرته ترلاسه کوي.»

ساحل دغه راز ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت د ګومارنو په برخه کې هغه کسان چې واسطه یا د بډو ورکولو توان لري، ژر ګومارل کېږي او پر لوړو بستونو ګومارل کېږي، خو هغه کسان چې واسطه یا پیسې نه لري، یا هېڅ نه جذبېږي او یا هم په ټیټو او کم عایدو بستونو کې ګومارل کېږي.

دغه سرچینه زیاتوي: «د پولیسو اکاډمۍ کې هم هغه کسان چې واسطه یا پیسې ولري، ان د کانکور له ازموینې پرته جذبېږي.» د سرچینې په وینا، د امتیازونو او اضافه‌کارۍ د حق‌الزحمې وېش هم د کوم مشخص معیار پر بنسټ نه ترسره کېږي. هغه ادعا کوي: «امتیازونه او د اضافه‌کارۍ حق‌الزحمه تر ډېره د مسؤولانو نږدې کسانو او د هغوی د خوښې افرادو ته ورکول کېږي او د (NTA) بستونه هم تر ډېره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو خپلوانو ته سپارل کېږي؛ داسې بستونه چې د ځینو میاشتنی معاش یې له سلو زرو افغانیو هم اوړي.»

ساحل ادعا کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر یا له ډېری دغو سرغړونو ناخبره دی، یا که خبر هم وي، د مخنیوي لپاره یې اقدام نه کوي. هغه دغه راز وایي: «د پولیسو په ښارګوټي کې هغه اپارتمانونه چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له پخوانیو مسؤولانو اخیستل شوي وو، له کوم مشخص معیار پرته د طالبانو غړو ته ورکړل شول. خو یو شمېر هغه کسان چې بډې یې ورکړې دي، لا هم د استوګنې په دغوواحدونو کې اوسي.»

په همدې حال کې د حکومتولۍ او له اداري فساد سره د مبارزې د چارو کارپوه راشد بهروز وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت کې د فساد په تړاو ډېر راپورونه شته. د هغه په وینا، په دغه وزارت کې د فساد کچه د پخواني حکومت تر فساد هم پراخه ده.

ښاغلی بهروز زیاتوي:«د طالبانو د نظام خدماتي برخو، په ځان ګړې توګهد برېښنايي تذکرو، د احوالو او نفوس ادارې او د پاسپورټ سایټ، د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د تذکرې او پاسپورټ ترلاسه کول دومره ستونزمن کړل چې د فساد زمینه برابره شي؛ ځکه خلک اړ وو چې په هره بیه تذکره او پاسپورټ ترلاسه کړي، او په پایله کې ډېرو کسانو د بډو په ورکولو دا اسناد ترلاسه کړل.»

د هغه په وینا، په ټولیز ډول د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په جوړښت کې له ډېرې مودې راهیسې د اعاشې، معاشونو، جامو، وسلو او په ټوله کې په ټولو لګښتي برخو کې فساد شته. هغه وایي، دغه جوړښت له پخواني حکومته طالبانو ته پاتې شوی او دې ډلې هم د خپل مدیریت په څرنګوالي سره د فساد د لا پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «دا چې طالبان په لومړي ګام کې مشروعیت نه لري او د دوی پر ادارو هېڅ ډول څارنیز مېکانېزم نشته، د فساد زمینه لا زیاته شوې ده. د طالبانو غړي کولای شي په اسانۍ سره په بودیجه کې لاس‌وهنه وکړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې فساد سیسټماټیکه بڼه لري. او هېڅ داسې خوش‌بیني نه شته چې په دغه وزارت کې به د فساد مخه ونیول شي یا به یې کچه راکمه شي؛ برعکس، د لا پراخېدو احتمال یې هم شته.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست سرچینو ویلي وو چې په دغه ریاست کې فساد په پراخه کچه روان دی. دغو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې ځینو کسانو ته د خپلو خپلوانو له لارې او د بډو په بدل کې د موټر چلولو نړیوال جوازونه ورکول کېږي. د هغوی په وینا، هغه شخصي موټر چې هره ورځ یا هره اوونۍ د ترافیکو مأمورینو ته بډې ورکوي، د مسافرو د لېږد اجازه ترلاسه کوي، خو نور شخصي موټر له دې حقه بې‌برخې پاتې کېږي.

څه موده وړاندې یو شمېر هېوادوالو هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتي ادارو کې د فساد او بډو اخیستنې د زیاتوالي په تړاو سخته اندېښنه ښودلې وه. هغوی ویلي وو چې ډېری بډې اخیستونکي د طالبانو غړي دي او له بډې پرته هېڅ کار نه ترسره کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.