• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د زړو بانکنوټونو پراخه راکړه ورکړه؛ د بلخ اوسېدونکي په راکړه ورکړه کې له ستونزو شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۲۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783854333]
Memar.press

Memar.press

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د زړو او شلېدلو بانک‌نوټونو د پراخې راکړې ورکړې له زیاتوالي شکایت کوي. دوی وایي، د دغو زړو بانک‌نوټونو پراخې کارونې ورځنۍ راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ کړې او کله ناکله د خلکو او دوکاندارانو ترمنځ د دغو پیسو د اخیستو او نه اخیستو پر سر ناندرۍ هم رامنځته کېږي. د دوی په وینا، د طالبانو له‌خوا له لنډ وخت وروسته بېرته بازار ته د دغو زړو پیسو راایستل، د ځینو بانکونو له خوا د زړو بانک‌نوټونو وېشل او له مرکزه بلخ ولایت ته د نویو پیسو نه رسېدل د دغه وضعیت د دوام اصلي لاملونه دي.

دا اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي، چې د زړو بانک‌نوټونو د چلښت ستونزه د تېر حکومت له وخته راهیسې دوام لري او تر اوسه یې د راټولولو او پر ځای یې د نویو پیسو د وېشلو لپاره کومه اغېزناکه لاره چاره په پام کې نه ده لیدل شوې. د دوی په وینا، د افغانیو د چاپ ټیټ کیفیت، د نغدو پیسو دوامداره کارول او د هېوادوالو له خوا د پیسو ناسم ساتل د دې لامل شوي چې یو شمېر نغدې پیسې د خپل معمول عمر له پای ته رسېدو وړاند چې شاوخوا څلور تر پنځه کاله اټکل کېږي، زاړه او وشړېږي. دوی  دغه راز وايي چې په بازار کې د بانک‌نوټونو د اعتبار او منلو په اړه د ځانګړو قوانینو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک د پیسو ارزښت، اعتبار او ساتنې ته پام ونه کړي.

د بلخ اوسېدونکي ټینګار کوي چې د نویو بانک‌نوټونو د وېش زیاتوالی، د زړو پیسو د راټولولو او سوځولو د بهیر چټکتیا، او د ډیجیټل تادیاتو او بانکي کارتونو د کارونې پراختیا کولای شي په بازار کې د زړو پیسو د چلښت په کمولو او د راکړې ورکړې د بهیر په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د بلخ ولایت یو اوسېدونکی قدرت چې پر رکشا چلولو بوخت دی وايي، هره ورځ له ګڼو زړو پیسو، په ځانګړي ډول د لسګون او سلګون له بانکنوټونو سره مخ کېږي او اړ دی چې په ورځنیو معاملو کې یې واخلي. هغه د بانک‌نوټونو د ژر خرابېدو لامل د پیسو ساتلو ته د خلکو بې‌پامي او د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو او پر ځای یې د نویو بانک‌نوټونو د وېشلو لپاره د ځانګړي قانون او میکانیزم نشتوالی بولي. د هغه په وینا، که د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو او تبادلې لپاره روښانه قوانین وي، خلک به هم د پیسو په ساتلو کې ډېر دقت وکړي او بانک‌نوټونو ته به لږ زیان رسېږي.

د بلخ دا اوسېدونکی وايي: «ډېری خلک د پیسو ساتلو ته پوره پام نه کوي او همدې چارې بانک‌نوټونه ژر خراب کړي دي. کله چې یو بانک‌نوټ له حده زیات زاړه شوی وي، زه یې نه اخلم؛ خو په ډېرو مواردو کې د هغه له اخیستو پرته بله چاره نه لرم، ځکه زما او د سپرلۍ ترمنځ یې پر سر جنجال رامنځته کېږي. که خلک د پیسو د ساتلو لپاره له جیبي بکس او یا مناسب ځای ګټه واخلي، بانک‌نوټونه لږ زیانمنېږي. خلک پوهېږي چې په بازار کې ډالر باید زاړه شوی نه وي او یا کرښه پرې نه وي، ځکه نه منل کېږي، او په همدې دلیل د هغه ساتنې ته ډېر پام کوي؛ خو خپلې ملي پیسې له پاملرنې پرته په جیب یا بوجۍ کې اچوي.»

د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی سمیع‌الله وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت په بازارونو کې د نویو بانک‌نوټونو چلښت په بې‌ساري ډول کم شوی دی او هغه په وروستیو کلونو کې د نویو پیسو د وېش لږ شاهد و. د هغه په وینا، ډېری چلېدونکي بانک‌نوټونه په دومره زاړه شوي چې نور په سختۍ د کارونې وړ دي.

د بلخ دا اوسېدونکی ادعا کوي چې طالبان زاړه بانک‌نوټونه راټولوي، خو د دې پر ځای چې له راکړې ورکړې یې وباسي، له څه مودې وروسته یې بېرته بازار ته وړاندې کوي؛ هغه چاره چې د دغه وضعیت د دوام لامل شوې ده.

سمیع‌الله وايي: «موږ هره ورځ له خلکو سره سروکار لرو. کله ناكله د ۵۰ افغانیو بانک‌نوټ داسې شلېدلی او زوړ شوی وي چې لسګون ښکاري. زه یوازې هغه پیسې اخلم چې تر یوې کچې د کارونې وړ وي، خو ځینې کسان ان د شلېدلو بانک‌نوټونو د سېریال نمبر په نښلولو یا پیوندولو سره هڅه کوي هغه پر نورو خلکو تېر کړي. څه موده وړاندې ماته د ۵۰۰ افغانیو یو بانک‌نوټ راغی چې د ډېر زړښت له امله یې پېژندنه په سختۍ کېده. په تېرو وختونو کې زاړه بانک‌نوټونه راټولېدل او له منځه وړل کېدل، خو اوس دا بانک‌نوټونه د طالبانو له خوا بېرته بازار ته راایستل کېږي. په تېرو څلورو یا پنځو کلونو کې مو په بازار کې نږدې هیڅ نوي بانک‌نوټونه نه دي لیدلي.»

د بلخ بل اوسېدونکی شکیب وايي، د زړو بانک‌نوټونو پراخ چلښت د دغه ولایت د اوسېدونکو ورځنۍ راکړه ورکړه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. هغه زیاتوي چې ډېری چلېدونکي بانک‌نوټونه، په ځانګړي ډول هغه پیسې چې د مزارشریف په بازارونو کې ډېرې لیدل کېږي، دومره زړې او زیانمنې شوې دي چې یو شمېر پلورونکي او چلوونکي یې له اخیستلو ډډه کوي.

دا ځوان وايي: «څو ورځې وړاندې مې د موټر کرایه په یوه بانک‌نوټ سره ورکړه، خو موټر چلوونکي ونه منله او ویې ویل چې دا پیسې له حده زیاتې زړې دي. پخپله ما هم هغه بانک‌نوټ له بل چا اخیستی و. دا وضعیت هره ورځ د پېر او پلور او راکړې ورکړې پر مهال موږ له ستونزو او جنجالونو سره مخ کوي. هیله لرم مسوولان دې ستونزې ته پام وکړي او د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو لپاره ګام پورته کړي. څه موده مې په ایران کې کار کاوه؛ هلته خلکو له نغدو پیسو لږ ګټه اخیستله او ډېری تادیات د بانکي کارتونو له لارې ترسره کېدل. که داسې یو سیستم په افغانستان کې هم پراخ شي، ډېرې داسې ستونزې به حل شي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د پیسو د سمې کارونې پر کلتور د ټینګار تر څنګ، د چاپ د کیفیت پر لوړولو او د الکترونیکي تادیاتو د وسایلو لکه د کریډیټ کارتونو او ډیبیټ کارتونو پر پراخولو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه قطب‌الدین یعقوبي وايي، د نویو بانک‌نوټونو په چاپ او وړاندې کولو کې محدودیت، په ورځنیو معاملو کې د نغدو پیسو پراخه کارونه او د پیسو د ساتنې د مناسب کلتور نشتوالی په افغانستان کې د بانک‌نوټونو د ژر زړېدو اصلي لاملونه دي. هغه زیاتوي چې په بازار کې د زړو بانک‌نوټونو د چلښت زیاتوالی کولای شي د ورځنۍ راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړي او پلورونکو او سوداګرو ته جدي ننګونې رامنځته کړي.

یعقوبي ټینګار کوي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره د افغانستان بانک باید د نویو بانک‌نوټونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړی کړي او د الکترونیکي تادیاتو د پراختیا او بانکي کارتونو د کارونې زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو دا کارپوه وايي: «له دغه وضعیته د خلاصون لپاره باید هڅه وشي چې نوي بانک‌نوټونه بازار ته راشي، په ورځنیو معاملو کې له کارتونو او کریډیټ کارتونو ګټه واخیستل شي او پر دې سربېره، د الکترونیکي تادیاتو سیسټمونه او هغه لارې چارې چې د نغدو پیسو ځای نیولی شي پراخې شي، څو د نغدو پیسو د زړېدو د کموالي شاهدان و اوسو.»

د بلخ اوسېدونکي په داسې حال کې د زړو او شړېدلو بانک‌نوټونو د چلښت له دوامه شکایت کوي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۵ میلیارده افغانۍ زاړه کاغذي بانکنوټونه د راکړې ورکړې له بهیره ایستلي دي. دغه بانک دغه راز ویلي، چې د معاملو ډیجیټل کول او د غیر نغدي تادیاتو پراخول د دوی له کاري لومړیتوبونو دي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې مرکزي بانک د «FP» په نوم بانکي کارت جوړ کړی چې  د پیسو د ورکړې په اتومات ماشینونو (ATM) کې د کارونې وړ دی. د دوی په وینا، د دغه کارت لرونکي کولای شي په هغو لویو پلورنځیو کې چې د POS ماشینونه لري، د نغدو پیسو له کارونې پرته خپل تادیات ترسره کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.