• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې ښځینه متشبثې؛ د بېوزلۍ او د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې د کاروبارونو په ټپه درېدل

ایلیا ایلیا
۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791716167]
Exclusive

Exclusive

په کابل کې یو شمېر متشبثې په وروستیو میاشتو کې د خپلو کاروبارونو له ځوړه شکایت کوي. دوی وايي، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو، د خلکو د پېرلو ځواک کمېدو او د ښځو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د دوی د تولیداتو پلور او عاید کم کړی دی. د دغو ښځو په وینا، د تولید د لګښتونو زیاتوالي او د پلور کمېدو د دوکان د کرایې او د کارکوونکو د معاشونو په ګډون د دوی د کاروبارونو د شته لګښتونو ورکول ستونزمن کړي دي. دوی زیاتوي چې ځینو متشبثینو د لګښتونو د کمولو لپاره د خپلو کارکوونکو شمېر راکم کړی او ځینو نورو د پانګې د کمښت او د پلور د بازار د نشتوالي له امله خپل تولیدات درولي دي.

دغه ښځې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ، په مناسبه بیه لومړنیو توکو ته د لاسرسي او په کورنیو او نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام ښايي د لا ډېرو کاروبارونو د فعالیتونو د درېدلو لامل شي او د ښځو کاري فرصتونه نور هم محدود کړي.

په کابل کې یوه ښځینه متشبثه صدیقه طوفان وايي، په تېرو څه باندې یوه کال کې یې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو او له پاکستان سره د پولې تړل کېدو له امله کاروبار له ځوړ سره مخ شوی دی. د هغې په وینا، د تولید د لګښتونو له زیاتوالي سره د پلور کمېدو هم عاید راکم کړی او د دوکان کرایه او د اوبو او برېښنا لګښتونه ورکول ورته ستونزمن شوي دي.

دغه متشبثه وايي: «تر دې وړاندې مو یو کیلوګرام لومړني توکي په ۵۰۰ افغانیو پېرل، خو اوس یې بیه ۱۲۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. توکي په لوړه بیه اخلو، خو پلور مو کم دی او هېڅ ګټه نه راته پاتې کېږي. ډېر ځله ان د دوکان کرایه او د اوبو او برېښنا لګښتونه هم نه شو ورکولای.»

مېرمن طوفان د ښځو پر وړاندې د طالبانو ټولنیز محدودیتونه هم د خپلو تولیداتو د پلور د کمېدو لامل بولي. د هغې په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو له چلنده د ښځو وېره پلورنځیو ته د ښځینه پېرودونکو تګ راتګ کموي او په کاري چاپېریال کې د ښځینه کارکوونکو حضور هم ستونزمنوي.

طوفان وايي: «کله چې اعلان کېږي چې امر بالمعروف راغلی او ښځې نیسي، تر څو اوونیو پورې ښځې په پلورنځیو کې نه لیدل کېږي او زموږ کاروبار خرابېږي. نه هغه ښځې چې غواړي توکي واخلي، راتلای شي او نه هغه ښځې چې له موږ سره کار کوي، په اسانۍ دوکان ته راتلای شي. ان زه خپله هم په وېره او ډار دوکان ته ځم.»

په کابل کې یوه بله متشبثه فروزان کوهستاني وايي، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو او د خلکو د پېرلو ځواک کمېدو د هغې د کارغالي د تولیداتو پلور راکم کړی او عاید یې اغېزمن کړی دی. د هغې په وینا، د کارغالي لپاره اړین خام توکي تر ډېره له ایران او پاکستانه واردېږي او د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د دغو توکو د برابرولو لګښتونه لوړ شوي دي. کوهستاني زیاتوي چې اوسمهال په کارغالي کې یې ۱۵ ښځې او نارینه کار کوي، خو د تولیداتو له پلوره ترلاسه کېدونکې پیسې تر ډېره د کارکوونکو د معاشونو او د تولید د لګښتونو په ورکولو لګېږي او ډېره لږه ګټه ورته پاتې کېږي.

کوهستاني وايي: «په لومړیو کې زموږ کاروبار ښه روان و او زموږ د تولیداتو غوښتنه ډېره وه. له همدې امله مو کارغالی پراخ کړ او په شراکت مو ماشینونه واخیستل؛ خو په تېرو دوو کلونو کې اقتصادي وضعیت بدل شوی او زموږ کاروبار د پخوا پرتله کمزوری شوی دی. زموږ خام توکي ډېری له ایران او پاکستانه واردېږي او د لارو له تړل کېدو وروسته یې بیې لوړې شوې دي.»

کوهستاني زیاتوي: «اوسمهال زموږ د تولیداتو پلور روان دی او هڅه کوو خپل کار ته دوام ورکړو؛ خو عاید مو د قناعت وړ نه دی. ډېری هغه پیسې چې ترلاسه کوو، د کارکوونکو د معاشونو او د کارغالي د لګښتونو په ورکولو لګېږي او ډېره لږه ګټه راته پاتې کېږي. هیله لرو چې دا اقتصادي ستونزې کمې شي او وکړای شو خپل کاروبار پراخ کړو.»

پر هغو ښځو سربېره، چې د لګښتونو له زیاتوالي او د پلور له کمېدو سره مخ دي، یو شمېر نورو خپلې اقتصادي چارې درولې دي.

په کابل کې یوه بله متشبثه ناهید بهرام چې د اچارو او مربا په تولید کې یې فعالیت کاوه، وايي د پانګې د نشتوالي، د لومړنیو توکو د بیو لوړېدو او د خلکو د پېرلو ځواک کمېدو له امله یې کاروبار تړل شوی دی. هغه زیاتوي چې سږ کال یې ان یو کیلوګرام اچار یا مربا هم نه ده تولید کړې او د تولید د لګښتونو د زیاتوالي او د خلکو د پېرلو د توان د کمېدو له امله نور نه شي کولای خپل کاروبار بېرته پیل کړي.

مېرمن بهرام وايي: «د پانګې د نشتوالي له امله زموږ کاروبار په بشپړه توګه په ټپه ودرېد. سږ کال مو ان یو کیلوګرام تولیدات هم نه دي جوړ کړي او اوس مو کار بند دی. لومړني توکي ګران شوي او د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی دی. خلک د وچې ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی؛ کله چې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د توکو د اخیستو وس نه لري، نو اچار او مربا یې د پېرلو په لومړیتوبونو کې نه راځي.»

په داسې حال کې چې په کابل کې ښځینه متشبثینې د تولید د لګښتونو له زیاتوالي، د پلور له کمېدو او د خپلو اقتصادي فعالیتونو د دوام له ستونزو شکایت کوي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د سپټمبر پر ۲۴مه د یوه داسې پروګرام د پیل خبر ورکړی چې ارزښت یې ۱.۷ میلیون ډالره دی او موخه یې په افغانستان کې د شاوخوا ۱۵۰۰ ښځینه متشبثینو ملاتړ دی. په دې پروګرام کې د مالي او ډیجیټلي سواد زده‌کړې، د کاروبار د مدیریت په برخه کې مشورې او بازار ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې مرسته شامل دي. ټاکل شوې چې دغه پروګرام په غیرمستقیم ډول له ۱۴ زرو څخه ډېرو کسانو ته هم ګټه ورسوي.

خو په کابل کې د ښځینه متشبثینو ستونزې ښيي چې د کوچنیو کاروبارونو د دوام لپاره په مناسبه بیه لومړنیو توکو ته لاسرسی، د پلور د فرصتونو زیاتوالی او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو کمول هم مهم دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.