د کابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د استخباراتو اړوندو کسانو او د دې ډلې د امر بالمعروف محتسبانو له خوا د ښځو له ځورونې شکایت کوي. دوی وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه راز چلند او محدودیتونو دوام د دې لامل شوی چې ګڼې نجونې په کورونو کې پاتې شي او د دوی په باور، دا د طالبانو د هغې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي ښځې په تدریجي او قصدي ډول له ټولنې وباسي. دغه اوسېدونکي همداراز وايي، د طالبانو د هغو کسانو له خوا چې ملکي جامې یې اغوستې وي، له ښځو پوښتنې ګروېږنې او ورسره چلند د شخصي ناوړه ګټې اخیستنې او د فردي سلیقو د پلي کولو زمینه برابره کړې ده. د دوی په وینا، دا ډول چلندونه نه یوازې د ښځو ازادي او امنیت له ګواښ سره مخ کوي، بلکې په خلکو، په ځانګړي ډول په ښځو او نجونو کې یې پراخه وېره او اندېښنه هم رامنځته کړې ده.
د کابل اوسېدونکې زینب (مستعار نوم) د طالبانو د استخباراتو اړوندو کسانو او د دې ډلې د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو له خوا د ښځو د ځورونې له زیاتېدو شکایت کوي. د هغې په وینا، دغه کسان هره ورځ د خلکو ژوند لا سختوي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، په ډېرو شخصي چارو کې لاسوهنه کوي.
دغه کابل مېشتې وايي: «زموږ کور په کوتل کې دی او کار ځای مې په کوټه سنګي کې دی. هره ورځ دفتر ته ځم او دا چې په ټکسي کې نورې ښځې نه وي، اړه کېږم چې د موټر په مخکینۍ څوکۍ کې کېنم. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان یا د طالبانو د استخباراتو اړوند کسان کله ناکله موټر دروي او له ما او موټرچلوونکي دواړو پوښتنې ګروېږنې کوي؛ په ځانګړي ډول که موټرچلوونکی ځوان وي.»
زینب وايي: «څو ځله داسې شوي چې زما موټر یې درولی دی؛ خو تر ټولو بده پېښه څو ورځې مخکې د دهنباغ په سیمه کې وشوه. د طالبانو کسانو موټر ودراوه، موټرچلوونکی یې له موټره ښکته کړ او ماته یې امر وکړ چې له موټره ښکته نه شم. دوه کسان وو چې له موټره بهر یې له موټرچلوونکي پوښتنې کولې او په همدې وخت کې یې لږ تر لږه شپږ ځله له ما وپوښتل چې له موټرچلوونکي سره اړیکه لرم که نه. سره له دې چې هر ځل مې منفي ځواب ورکاوه، هغوی بیا هم خپلې پوښتنې تکرارولې او ګواښ یې کاوه چې موږ به حوزه ته بوځي او ښايي په دورو مو ووهي. زه پر دې اندېښمنه وم چې که کورنۍ مې له دې پېښې خبره شي، ښايي په خپلوانو کې مې عزت او حیثیت ته زیان ورسېږي. په پای کې یې زما او موټرچلوونکي ګرځنده ټیلیفونونه واخیستل او وپلټل. کله چې یې هېڅ ونه موندل، اجازه یې راکړه چې خپلې لارې ته دوام ورکړو. له هغې ورځې راهیسې په وېرې او اندېښنې سره دندې ته ځم. وخت ناوخته له داسې پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږم او اوس مې پرېکړه کړې چې نور دندې ته لاړه نه شم.»
د کابل بله اوسېدونکې رویا (مستعار نوم) وايي، هغه هم له خپلې ملګرې سره د طالبانو د کسانو له خوا ځورول شوې ده. هغه اندېښنه څرګندوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې وضعیت دوام د دې لامل شوی چې ګڼې نجونې په کورونو کې پاتې شي او د هغې په باور، دا د طالبانو له خوا د ښځو د قصدي اېستلو یوه لاره ده.
دغه کابل مېشتې وايي: «په شهرنو کې له خپلې ملګرې سره د کار له ځایه خیرخانې ته خپل کور ته روان وو. په یوه مسافر وړونکي موټر کې ناستې وو چې د طالبانو دوه کسان پر موټرسایکل راغلل، موټر یې ودراوه او له موټرچلوونکي یې وپوښتل چې چېرته ځي او دا نجونې څوک دي. موټرچلوونکي ځواب ورکړ چې زه موټرچلوونکی یم او دا زما مسافرې دي؛ خو هغوی ونه مانه. یوه کس یې د موټرچلوونکي په زوره پر مخ په څپېړه وواهه او ورته یې وویل: نجونې چېرته بیایې او له کومې یوې سره یې اړیکه لرې؟ موټرچلوونکي او موږ څو ځله ورته وضاحت ورکړ چې له هغه سره هېڅ اړیکه نه لرو او هغه یوازې موټرچلوونکی دی چې موږ کور ته رسوي. وروسته یې موږ ته وویل چې له موټره ښکته شو او موټرچلوونکي ته یې وویل چې هغه له ځان سره بیایي. هغوی موټرچلوونکی له ځان سره بوت او موږ تر اوسه د هغه له برخلیکه خبر نه یو.»
رویا وايي: «طالبان په دغو سختګیرۍ غواړي ښځې تر دې هم ډېرې له ټولنې وباسي. لا هم یو شمېر محدودې ښځې له ډېرو سختو شرایطو سره په ټولنه کې حضور لري او خپلو فعالیتونو او کار ته دوام ورکوي؛ طالبان غواړي د دغو ښځو په وېرولو او زړه توري کولو سره هغوی هم له خپلو فعالیتونو لاس اخیستو ته اړې کړي.»
د کابل اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) وايي، څو ورځې مخکې یې ورور کار ځای ته د تګ پر مهال له خپلې یوې همکارې سره یو ځای د طالبانو له خوا نیول شوی دی. د هغه په وینا، طالبانو ټینګار کاوه چې د ده د ورور او همکارې ترمنځ یې نامشروع اړیکه شته؛ خو په پای کې دواړه د پیسو له ورکولو، ضمانت او ژمنې وروسته خوشې شول.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «ورور مې دفتر ته روان و چې د سړک پر غاړه یې خپله یوه همکاره ولیده. هغه یې په موټر کې کېنوله چې دفتر ته یې ورسوي؛ خو طالبانو د هغوی موټر ودراوه او دواړه یې له ځان سره حوزې ته بوتلل. هغه نجلۍ له سهاره تر ماښامه په حوزه کې وساتل شوه او د پلار له ضمانت او ژمنې وروسته خوشې شوه؛ خو ورور مې د طالبانو په بند کې درې شپې او ورځې تېرې کړې. طالبانو ورته ویل چې له دې نجلۍ سره اړیکه لري او باید ورسره نکاح وکړي. ورور مې ورته وضاحت ورکړی و چې واده یې کړی او دا نجلۍ یوازې د ده همکاره ده او غوښتل یې دفتر ته یې ورسوي. په پای کې مو د پیسو له ورکولو وروسته وکړای شول چې ورور مې خوشې کړو.»
خدیجه (مستعار نوم) وايي، د طالبانو د هغو کسانو له خوا چې ملکي جامې یې اغوستې وي، د ښځو د موټرو درولو او پوښتنو ګروېږنو دوام د شخصي ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي. د هغې په وینا، دې وضعیت په خلکو کې وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.
دغه کابل مېشتې وايي: «دا چې د طالبانو کسان په ملکي جامو کې د استخباراتو په نوم نجونې دروي او ترې پوښتنې ګروېږنې کوي، ښايي هغو کسانو ته د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي چې له نورو سره شخصي دښمني لري. همداراز، هغه کسان چې د نجونو له خوا یې د واده یا اړیکې غوښتنه رد شوې وي، ښايي له دې وضعیته د هغوی د بدنامولو لپاره ګټه واخلي. د داسې چلند دوام په خلکو کې وېره او اندېښنه زیاته کړې ده.
په همدې حال کې، د کابل یو ټکسي چلوونکی تواب (مستعار نوم) وايي، د ښځینه مسافرو د لېږد له امله هره ورځ څو ځله د طالبانو له خوا درول کېږي او ترې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
هغه وايي: «دا وضعیت راته نور عادي شوی دی؛ ځکه نږدې هره ورځ څو ځله داسې پېښېږي چې د طالبانو کسان په موټر کې د ښځو په لیدو ما ودروي او پوښتنې ګروېږنې رانه کوي. هغوی د خلکو عزت او حیثیت ته هېڅ پام نه کوي. له یوې خوا د ژوند له ستونزو او اقتصادي کړاوونو سره لاس او ګرېوان یو او له بلې خوا دغو فشارونو او ورځنیو پوښتنو ګروېږنو ستړي کړي یو.»
دا په داسې حال کې ده چې په اسټرالیا کې د بښنې نړیوال سازمان د «په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره عدالت» تر سرلیک لاندې د یوه کمپاین په پیلولو سره په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت په نړۍ کې د ښځو د حقونو له تر ټولو سختو ناورینونو بللی دی. د دغه سازمان په وینا، د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې د ښځو د حقونونو له ترټولو سختو ناورینونو سره مخ دی.
بښنې نړیوال سازمان پرون ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض د جلا جلا یا تصادفي پېښو په بڼه نه دی، بلکې دا قصدي او په بنسټونو کې ځای پر ځای شوې تګلارې دي چې موخه یې د ټولنې له ټولو برخو د ښځو او نجونو اېستل دي.



