• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کابل کې معلولې ښځې: د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د کار فرصتونه غواړو

حبیبه چکري حبیبه چکري
۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791278778]
BBC + Social Media

BBC + Social Media

په کابل کې یو شمېر معلولې نجونې او ښځې وايي، چې له جسمي محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره سره، د خپل ژوند د لګښتونو برابرولو او مالي خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره هڅې کوي. دوی زیاتوي، چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د محدودېدو له امله یې کار او عاید ته لاسرسی لا سخت شوی دی.

زهره چې ۱۴ کاله یې زده‌کړې کړې او دارالمعلمین یې لوستی دی، د یوې پېښې له امله له څه مودې راهیسې په پښو فلج شوې ده.

د زهرې مېړه څلور کاله وړاندې مړ شوی او نوموړې له هغه وخت راهیسې په یوازې سر د خپلو درېیو اولادونو پالنه پر غاړه لري. هغه د اوبدلو له لارې د خپل ځان او اولادونو د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروي.

دغه ښځه وايي: «پېښه را وشوه، پښې مې فلج شوې، اوس د خوځښت محدودیت لرم؛ خو د خپلو ماشومانو لپاره بیا هم ځان پیاوړی کوم او اوسمهال پر اوبدلو بوخته یم. په  هغې برخه کې چې ما زده‌کړې کړې دي، د کار زمینه راته برابره نه ده.»

زهره وايي، د طالبانو د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې هم ثبت شوې وه، خو غوښتنه یې نه ده منل شوې. هغه له مسوولو ادارو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي، څو وکولای شي د خپل ځان او اولادونو د ژوند لګښتونه برابر کړي.

نرګس یوسفي (مستعار نوم) بله نجلۍ ده چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله له معلولیت سره ژوند کوي. هغه ورزشکاره ده او د نجونو پر مخ د ورزشي کلپونو له تړل کېدو مخکې یې د بدن جوړونې او فټنس په برخه کې د روزونکې په توګه کار کاوه.

نرګس وايي، لومړی یې دغه مسلک د خپل جسمي وضعیت د ښه کولو لپاره زده کړ او وروسته یې په همدې برخه کې د روزونکې په توګه کار پیل کړ. خو د نجونو پر مخ د ورزشي کلپونو له تړل کېدو وروسته یې د کار فرصت هم له لاسه ورکړ.

هغه اوس په کور کې ښځو ته تمرین ورکوي او د ورزش ترڅنګ خیاطي هم زده کوي. خو وايي، عاید یې د تېر پرتله کم شوی دی.

نرګس وايي: «زما عاید د جمهوریت د دورې پرتله ښه نه دی، خو خپلې هڅې کوم. له مسوولانو مې غوښتنه دا ده چې کلپونه بېرته فعال کړي او یا موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو موږ نجونې هم کار وکړای شو.»

ندا (مستعار نوم) ښوونځی پای ته رسولی، خو نه ده توانېدلې چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغه اوس پر خیاطۍ او د مریو پر اوبدلو بوخته ده؛ هغه مهارتونه چې د نوموړې په وینا، په شخصي هڅو یې زده کړي دي.

د ندا ښۍ پښه لنډه ده، خو هغه وايي، دغه محدودیت یې د خپلواک عاید د ترلاسه کولو لپاره له هڅو نه ده راګرځولې. هغه وايي: «هغه څه چې د دې لامل شول خیاطي او مرمیو اوبدل زده کړم، دا وو چې نه مې غوښتل پر چا تکیه وکړم. که لږ هم وي، غواړم خپل عاید ولرم.»

ندا وايي، عاید یې د ژوند شاوخوا ۵۰ سلنه لګښتونه برابروي. خو د هغې غوښتنه یوازې تر ځان پورې محدوده نه ده. هغه وايي: «د افغانستان د ټولو نجونو غوښتنه کار او زده‌کړې دي؛ موږ معلولینو ته د کار زمینه کمه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې او نجونې له زده‌کړو، لوړو زده‌کړو او د کار کولو له حقه محرومې کړې دي. معلولې ښځې، پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر اغېزو سربېره، د معلولیت له امله هم له خپلو ګڼو حقونو محرومې شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.