۸صبح، کابل: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي، د دغه هېواد ډېر خلک د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو او د ژوند د ستونزو له امله له رواني فشارونو سره مخ دي.
سالواډور شنبه د تلې پر ۱۸مه، د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې رواني روغتیا ته پاملرنه او د هغې ساتنه د جسمي روغتیا هومره ارزښت لري.
هغه ټینګار کړی چې له رواني ستونزو سره مخ کسان باید پوه شي چې یوازې نه دي او ملاتړ ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د استازي په وینا، په خواخوږۍ او له قضاوت پرته د نورو خبرو ته غوږ نیول، له یو بله ملاتړ او د رواني روغتیا په اړه په ښکاره خبرې کول د پیاوړو کورنیو او سالمو ټولنو په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.
سالواډور زیاته کړې چې د رواني روغتیا نړیوالې ورځې د سږني کال شعار، «د ژوند تجربې دې واورېدل شي؛ رښتیني غږونه، رښتیني بدلونونه»، د خلکو د ژوند د کیسو د اورېدو پر اهمیت ټینګار کوي.
هغه په پای کې له خلکو غوښتي چې د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي، له یو بله ملاتړ وکړي او د یو بل ترڅنګ ودرېږي، څو هېڅوک له پاملرنې او ملاتړه بېبرخې پاتې نه شي.
د رواني روغتیا نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر پر ۱۰مه نمانځل کېږي.
د دې ورځې موخه د رواني روغتیا د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول، د رواني ستونزو اړوند ټولنیزې بدنامۍ پر وړاندې مبارزه او د ټولو خلکو لپاره د ملاتړ او درملنې خدمتونو ته د لاسرسي پر اړتیا ټینګار دی.


