۸صبح، بادغیس: د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د ورلډ ویژن موسسې په دغه ولایت کې پر څه باندې ۴۳۴۴ اړمنو کورنیو خوراکی توکي وېشلي دي.
په بادغيس ولايت کې د طالبانو دکليو د بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې دغه مرستې د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۵ مه) ددغه ولايت په جوند ولسوالۍ کې له اړو کورنيو سره وشوې.
په ویشل شویو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال او د ماشومانو لپاره یوه اندازه غذايي مواد شامل وو.
دغه ریاست دا هم ویلي، چې د دغه ولایت د دره بوم په ولسوالۍ کې له ۱۲۰ اړمنو کورنیو سره د ورلډ ویژن موسسې له خوا نغدي مرسته هم شوې ده.
له هرې کورنۍ سره ۵۲۴۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
په همدې حال کې د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست هم وايي چې د CHA موسسې د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې ۴۰ بزګرانو ته شیدې ورکوونکې اوزي وېشلې دي.
د طالبانو له واکمنی وروسته بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوی، نړیوالو سازمانونو په ټول هیواد کې په سلګونو زره اړمنو کورنیو ته مرستې ویشلې دي.