د کړکۍ له شا د مرغانو غږونه، ارام خو له شور او ژونده ډک، په غوږونو کې انګازې کولې. سترګې مې نیماي پرانیستې. لا مې هم باڼه درانه و. سر مې د یادښت له کتابچې پورته کړ. نه پوهېږم څو ساعته د مېز تر شا ویده پاتې وم، خو دومره مې په یاد دي چې کله نږدې یو ساعت د لیکلو لپاره د مېز تر شا کېناستم، داسې ښکارېده لکه ذهن مې کنګل شوی وي. کلمې یو په بلې پسې راڅخه تښتېدې، یا ښايي زه له کلمو تښتېدم.
د مخ چپ اړخ مې کرخت و. لاس مې پرې راکش کړ؛ داسې لکه د یادښت کتابچې د پوښ څلور خانهيي کرښې مې پر مخ نښې پرېښې وي. پر دېوال لګېدلي ساعت ته مې وکتل؛ د ماسپښین څلور بجې او پنځلس دقیقې وې. اسویلې مې وویست او له ځایه پاڅېدم. د کړکۍ پر لور روانه شوم او پرده مې یوې غاړې ته کړه. د لمر رڼا کمزورې وه، خو لا هم د انګړ د ونو د شنو او ګڼو څانګو له منځه ځلېده. مرغانو په څانګو کې چغارې وهلې او کله کله به د انګړ له یوه ګوټه یخه او لنډه څپه راپورته شوه؛ پاڼې به یې ورپولې او بیا به ارامه وتښتېده، لکه هغه سیوری چې په رڼا کې ورو ورو ورکېږي.
پر هغه کس مې سترګې ولګېدې چې د انګړ په منځ کې ناست و. زما د کوټې له کړکۍ دومره لرې نه و، پر یوې وړې لرګینې څوکۍ ناست و او په خپلو لاسونو یې تازه خاوره په ګلدانونو کې اچوله. د ګلانو رژېدلې پاڼې یې په غور او حوصلې بېلولې. سپینې جامې یې پر تن وې او تور واسکټ یې اغوستی و؛ لکه د پلار په څېر.
سترګې مې هماغسې وراوښتې وې. ساه مې په سینه کې بنده وه. ذهن مې د هیلې او شک ترمنځ لالهانده و: هسې نه همدی وي؟ کاش وي.
تیار ګلدان یې پورته کړ او د څوکۍ شاته یې د نورو ګلانو ترڅنګ کېښود. هماغه شېبه مې سترګې ځای پر ځای ودرېدې. د زړه درزا مې تېزه شوه. پلار مې و.
لوڅې پښې مې د انګړ پر لور منډه کړه. داسې لکه یو څه مې چې بېرته شاته راکاږي. هر څومره چې ورنږدې کېدم، د زړه درزا مې لا تېزېده؛ ډک، ډک، ډک. داسې لکه په سینه کې مې چې یو کوچنی ډول وهل کېږي. پښو کې مې دمه نه وه او رپېدې. ګامونه مې ورو او بې سیکه شول. یوازې څو ګامه پاتې و؛ څو ګامه تر دې چې لاسونه یې لمس کړم. خو پلار مې ورک شو. یوازې تش ځای یې پاتې شو.
سر مې ښي لور ته واړاوه. لږ هاخوا، د ونې ترڅنګ ولاړ و او په لاس کې یې د باغوانۍ قیچي نیولې وه. د ونې وچې څانګې یې پرې کولې.
ساه مې بنده کړه او بیا مې د هغه پر لور منډه کړه، خو بیا راڅخه ورک شو.
ستوني مې راډک شو. پښې مې بې سیکه شوې. بېرته کوټې ته راغلم. پرده مې سمه کړه، خو د مرغانو چغار لا هم په غوږونو کې انګازې کولې. د مېز تر شا کېناستم. د یادښت کتابچه مې پرانیسته. قلم مې راواخیست. غوښتل مې څه ولیکم، ښايي د اوږو بار مې لږ سپک کړي، خو ګوتې مې ورپېدې. قلم وښوېد او پر ځمکه ولوېد.
سترګې مې په تشه پاڼه کې ښخې وې چې افقي کرښې یې درلودې. داسې برېښېده لکه ذهن مې بېحسه شوی وي. سر مې پورته کړ او د کوټې شاوخوا مې وکتل، ښايي د ذهن دا بېحسي مې ویلې شي او پر کاغذ راوبهېږي.
سترګې مې د استاد حمیرا قادري د انځور پر چوکاټ ولګېدې؛ هغه چې دوه کاله مخکې مې په ډېره مینه او شوق رسم کړی و، څو یې د زوکړې په ورځ ورته ډالۍ کړم؛ ښايي د غربت په دیار کې یې یو څه خوشاله کړي.
د هماغې ورځې پر سهار، د کیسو لیکلو په ټولګي کې د استادې د زوکړې د مبارکۍ پیغامونه ډېر و. خو کله چې انځور ورورسېد، په خوشحالۍ یې وویل چې دا عکس هغه وخت اخیستل شوی چې منفي انرژي پرې غالبه وه، خو دا چې عکاس یې د امریکا مشهور کس و، د هغه د درناوي له امله یې اجازه ورکړه چې خپور یې کړي.
او اوس هماغه تابلو، ښايي د مینې او لېوالتیا له امله، زما د کوټې پر دېوال ځړېده؛ یا ښايي زموږ د یو شان نوم له کبله، یا د هغه الهام او هیلې له امله چې د دې ټولو ناهیلیو په منځ کې مې په زړه کې راټوکېده.
زېړه کورتۍ یې پر تن وه؛ داسې لکه د لمر یوه ټوټه یې چې پر اوږو وي. اوږده نسواري ویښتان یې پر اوږو خوراره و. سر یې پر خپل چپ لاس چې د سرو زرو رنګه ساعت یې پرې تړلی و، ایښی و؛ داسې چې ګواکې د یوې شېبې لپاره یې له بهرنۍ نړۍ ځان بېل کړی او په ځان کې ډوبه وي.
ګلابي شونډې یې د ټینګښت او نرموالي ترمنځ په بدلون کې وې. په ارام یې لاس له سره راپورته کړ. کمزورې موسکا یې پر مخ خپره شوه. اوږده ویښتان یې شاته وغورځول. د ویښتو څو تارونه یې په غوږونو کې پټ کړل او د دواړو اوږو پر لورو راښکته شول.
شونډې یې په ارامه پرانېستل شوې: «حمیرا، ولیکه.»
په لړزېدلي غږ مې ځواب ورکړ: «نه شم کولی. ماغزه مې کنګل شوي. لاسونه مې رېږدي.»
د استادې موسکا جدي شوه. غږ یې ارام خو نافذ و: «حمیرا! ته باید پوه شې چې دا دې د ژوند لویه برخه ده. خوږو زدهکوونکو، ان غم او ښادي د موسمونو په څېر ځي راځي. هېڅ څه د تل لپاره نه پاتې کېږي؛ ان زه، ان ته او ان درد.»
یوه شېبه غلې شوه، بیا یې وویل: «زه هم ماته حمیرا وم. ډېر ځله داسې شوي، ان هغه مهال چې د ټیلیفون له لارې خبره شوم چې نیا مې، د کیسو انا مې په هرات کې په یوې سړې شپې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه ماته د افغان ښځینه غم او کړاو تاریخ و؛ هغه ښځه چې د هر واک له بدلون سره یې لا ډېره بېوزلي او کړاوونه ګاللي. هغه شېبه مې ان دومره وس نه لاره چې د هغې پر قبر ورټیټه شم او سړه خاوره یې ښکل کړم. خو له لیکلو پرته هېڅ څه ونه ژغورلم. لیکل د خلاصون یوازینۍ لار وه.»
غږ یې لکه ارامه وږمه، زما په بدن کې خپور شو. سترګې مې لا هم د انځور چوکاټ ته نیولې وې، خو نور هغه یوازې یو چوکاټ نه و؛ ژوندۍ وه، توده و او نږدې. داسې لکه استاهه د مېز هغې غاړې ته ناسته وي، له هماغې ډاډمنې موسکا او هماغو ویښتانو سره چې پر اوږو یې خپاره و.
ژوره ساه مې وویستله. خودکار مې بیا راپورته کړ. لاسونه مې لا هم رپېدل، خو نور له وېرې نه و. داسې لکه لیکل خپله د ورکو شویو کلمو له منځه راته ځان بېرته رایادوي.
استادې وویل: «لیکل تل له سوځېدونکو زړونو راټوکېږي. پر هغې ورځ چې یوازینی زوی سیاوش یې راڅخه جلا کاوه او ورته ویل یې چې مور دې مړه شوې، ماته هر څه پای ته رسېدلي و. یا په ۱۹۹۶ کال کې چې کله یې پر موږ نجونو د لیک لوست دروازې وتړلې، ما بیا هم لیکل وکړل. هغه کلمې د ویجاړیو په منځ کې د یوه پناه ځای په څېر شوې. هره کرښه، هره جمله، داسې خښته وه چې زما مات شوی دېوال یې بېرته جوړاوه.»
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. ومې پوښتل: «که کلمې رانه شي، بیا؟ که دا وار بیا ونه توانېږم؟»
لیدل یې نرم شول.
«په تمه اوسه. لکه باران چې تل راځي. ښايي ارام، ښايي څاڅکی څاڅکی، خو راځي.»
ساه مې په سینه کې بنده شوه. سترګې مې پر سپینې پاڼې ولګېدې. یو ټکی مې کېښود، بیا مې یوه کرښه وښکله، وروسته یوه کلمه او ورپسې بله. داسې لکه له هرې کلمې سره د دوړو یوه برخه لرې کېږي.
استادې وویل: «حمیرا، دا هېڅکله مه هېروه. تر هغې یې چې لیکې، ژوندۍ یې؛ نه یوازې ژوندۍ، بلکې ويښه. لیکل یوازینۍ لار ده چې کولی شې په دې له شوره ډکه نړۍ کې ځان ومومې.»
په هغه خونه کې چې چوپتیا یې له چیغو ډکه وه، لیکل مې پیل کړل. هره کلمه داسې بار وه چې له اوږو مې لرې کېده. او د ټولو په منځ کې مې بیا د استادې غږ په ذهن کې بیا بیا تکرارېده: «حمیرا، ولیکه. لیکل د ژغورنې لار ده.»





