ظریفه یعقوبي د طالبانو له زندانه خوشي شوه

۸صبح، کابل: سرچینې کابل کې د طالبانو له بند څخه د ښځو حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي د خوشي کېدو خبر ورکوي.

یوه سرچینه د خپل نوم نه ښوودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې اغلې یعقوبي دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱ کابل کې د طالبانو له زندانه خوشي شوې ده.

سرچینې د ظریفې یعقوبي د څلورو نورو همکارانو د برخلیک په اړه څه نه وایي.

طالبانو تر اوسه د اغلې یعقوبي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي یوه میاشت مخکې د طالبانو له خوا د کابل په لوېدیځ کې د «برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ» د فعالیت د اعلان پر مهال ونیول شوه.

ورته لیکنې

Back to top button