د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا هندي ډول یا دلتا د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د روغتیا وزارت سرپرست وايي چې په وروستیو ورځو کې د وضعیت د لاخرابېدو اصلي لامل په هېواد کې ددغه ډول ویروس خپرېدل دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د چنګاښ په پينځمه نېټه په خبري ناسته کې وویل چې په مرکزي لابراتوارونو کې د دغه وزارت د متخصصینو د آزمويښتونو پایلې ښيي چې د دلتا په نوم د کورونا ویروس هندي ډول د خپرېدو په حال کې دی.
د مجروح په وینا، له نولسو معاینو څخه چې په مرکزي لابراتوارونو کې شوې د ۱۱ پایلې د دلتا ډول ویروس و چې په افغانستان کې په چټکۍ په خپرېدو دی. پاتې اته موردونه یې د کورونا ویروس بریتانوي ډول تشخیص شوی دی.
مجروح زیاته کړې چې په وروستیو ورځو کې په کورونا د اخته وګړو د زیاتوالي اصلي لامل په هېواد کې د کورونا ویروس د هندي ډول خپرېدل دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس د هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا د دلتا ډول د تشخیص ظرفیت شته.
د عامې روغتیا وزارت جوته کړې چې په کورونا ویروس د اخته وګړو شمېر په زیاتېدو دی او اکیسجن تراوسه هم د هېواد په روغتونونو کې یوه اصلي ستونزه ګڼل کېږي.
مجروح زیاته کړې چې روغتیا وزارت د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د خلکو تر زیات فشار لاندې دی او په پام کې لري چې تر راتلونکې اونۍ پورې ددغو بنسټونو د پرانیستلو طرحه روغتیايي تدابیرو په پام کې نیولو سره وروستۍ شي.
مجروح وايي چې هغه په ښوونیزو بنسټونو کې روغتیايي سپارښتنو ته د پاملرنې په اړه ډاډمن نه دی، خو ددغو بنسټونو د پرانیستلو لپاره فشارونه ډېر زیات دي.
د روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي: «د ورځې ۵۰ سلنه وخت مو د هغو وګړو په قانع کولو تېرېږي چې موږ ملامتوي چې ولې مو ښوونځي تړلي دي.»
له بلې خوا، وحید مجروح وايي چې د جولاي میاشتې تر اوومې نېټې پورې به د امریکا له خوا مرسته شوي جانسون جانسون درې میلیون دوزه واکسین افغانستان ته راورسېږي.
د مجروح په وینا، له ۵۵ کلنۍ لوړ عمر لرونکي وګړي، روغتیايي کارکوونکي، د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونکي او استادان او همداراز له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکو میندې او پلرونه په لومړي او له څلورم تر شپږم ټولګي زده کوونکو میندې او پلرونه په دوهم پړاو کې ددغو واکسینو د تطبیق په لومړیتوب کې دي.
هغه همداراز د خلکو له خوا د وقایوي تدابیرو له نه رعایتولو ګیله لري او وايي چې په ځینو ولایتونو کې د ودونو هوټلونه په پټه فعالیت لري او له روغتیايي برخې سره د خلکو د همکارۍ کچه ټیټه ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي چې په کورونا ویروس د اخته وګړو په شمېر کې یو سلنه بدلون راغلی، خو په ټول کې په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر په زیاتېدو دی او خلک باید په ورځنیو شمېرو دوکه نه شي.



