د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ نرمه؛ خو جدي جګړه- په مخالف قطبونو کې- پيل شوې ده. له مسکو نه د طالبانو اصلي غوښتنه مطرح شوه (موقت حکومت او له واکه د محمد اشرف غني لرې کېدل)؛ خو د افغانستان مرکچي پلاوی په دې هڅه کې دی چې د طالبانو جګړه غيرمشروع وګڼي.
د امريکا له ټاکنو وروستيو اغېزې، اوس هم د افغانستان د سولې پر خبرواترو درندې تمامېږي. په امريکا کې د جوبایدن له بريالي کېدو او د نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته، د سولې خبرې اترې ټکنۍ شوې او يا هم په ټپه ولاړې دي. هغه طالبان چې د ترمپ له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي ؤ، په امريکا کې د وروستيو بدلونونو په اړه اندېښمن دي؛ ځکه کوم هوکړه ليک چې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوی، تياره اړخ او ډېر پټ څه لري چې آن ځينو امريکايي بنسټونو او چارواکو ته هم روښانه او څرګند نه دي. په همدې اساس د امريکا نوی حکومت په دې لټه کې دی چې دا هوکړه لیک وارزوي او آن بيا کتنه ورته وکړي. هغه څه چې د سولې پر مذاکراتو يې دروند سيوری غوړولی دی.
کوم ځنډ او ګډوډي چې د سولې په خبرواترو کې رامنځته شوې، دواړو لوريو ته يې د ډيپلوماتیکې جګړې تخم کرلی دی. طالبانو د سيمې قدرتونو ته د شين څراغ په ښکاره کولو سره وښودل چې د امريکا نړيوال سياست او په ځانګړي ډول افغانستان کې ددې هېواد د حضور مخالف دي او د نوي مانور په ترسره کولو سره يې امريکایي لوري ته خبرداری ورکړ چې شويو هوکړو ته دې ژمن واوسي، کنه بدې پايلې به ولري. طالبان په دې ښه پوهېږي چې د سیمې قدرتونه او سیالان د امريکا او ددې ډلې ترمنځ له شوې هوکړې ناخوښ دي. له دغو هېوادونو سره د امريکا نږدېوالی د امريکا لپاره خبرداری دی چې که د شوې هوکړې د عملي کولو مخې ته جدي بدلون رامنځته شي، نو دوی په سيمه کې د بلې لوبې د پيلولو فرصت هم لري.
تېره اونۍ د طالبانو پلاوي ايران او روسيې ته ولاړل. د طالبانو په باور ددغو سفرونو موخه په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ په نړيوال او سيمه ييز سياست کې د انډول رامنځته کول دي. يعنې د سيمه ييزو قدرتونو په توګه روسيه او ايران د سولې په خبرواترو کې له پامه نشي غورځېدلی. ليدل کېږي چې طالبانو هم د نړیوال او سيمه ييز سياست د توازن ډيپلوماسي په حساسو شرايطو کې غوره کړې ده. طالبان په دغه ګام سره، د افغانستان حکومت لپاره په جدي توګه غواړي چې د مذاکراتو د دويم پړاو له پيلېدو مخکې د روسيې او ايران وروستۍ ليدلوري له ځان سره ولري. ځکه طالبان په دې پوهېږي چې اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال له روسيې او ايران سره د امريکا له فرمياشونو سره سم چلند وکړ او دغه دواړه هېوادونه له نوموړي ناخوښ دي.
له بل پلوه طالبانو په دغه سفر کې د تمې خلاف موخې هم لټولې دي؛ د موقت حکومت طرحه او د غني ګوښه کېدل. هغه څه چې آن ددې لامل شو د افغان سياستوالو ترمنځ هم داخلي وضعيت دوه قطبي کړي. طالبانو ولې دغه بحث له مسکوه مطرح کړ؟ څرګنده ده چې د طالبانو له لوري هغه هم په مسکو کې ددې بحث طرحه، د غني لپاره څرګند پيغام لري.
په تېر يو نيم کال کې له امريکا سره د اشرف غني اړيکه کړکېچنه وه. امريکا ته د شا کولو په صورت کې به د محمداشرف غني لپاره ايران او روسيه ښه انتخابونه وې. غني فکر کوي چې که امريکا ترې مخ واړوي، نو روسيه او ايران به ترې ملاتړ وکړي. ايران ته د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر او د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وروستي سفرونه، د همدې موخې لپاره ترسره شول. خو طالبانو د غني د ګوښه کېدو غږ له داسې ځايه پورته کړ چې د غني لپاره ټکان ورکوونکی ؤ.
په دې وروستيو کې د بېلابېلو کړیو له خوا د موقت يا د سولې حکومت بحث مطرح کېږي چې د داسې نظام لپاره زمينه برابره کړي چې طالبان هم په واک کې برخه ولري. طالبانو ايران او روسيې ته له سفرونو وړاندې په دې اړه کوم څرګند دريځ نه درلود.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي ځينو غړو، مطرحو سياستوالو، لويو سياسي ګوندونو او حتی د افغانستان د ولسي جرګې رئيس د موقت حکومت راتګ حتمي ګڼلی او له دې طرحې يې هرکلی کړی دی. د ټولنې په کچه هم له دې طرحې سره داسې څرګند مخالفت نشته. د افغانستان حکومت د هغو ناکامیو په سبب چې د حکومتولۍ، د امنيت ټينګښت، د بېکارۍ او بېوزلۍ ورځ تربلې زياتوالي په برخو کې يې لري، دغه فرصت طالبانو ته برابر کړی او هغوی هم له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي. طالبانو د لومړي ځل لپاره له مسکوه له واکه د غني د لرې کېدو او د داسې حکومت رامنځته کولو طرحه چې د سولې بهیر اسانه کړي او د راتلونکي مشارکتي نظام په لور لاړ شي، مطرح کړه. دغه ټکی د مذاکراتو ترټولو جنجالي بحث دی، هغه مذاکرات چې لا تراوسه پيل شوي نه دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري د اوربند او د طالبانو له خوا د اسلامي نظام ناڅرګند مفهوم، د مذاکراتو د دويم پړاو ترټولو مهم د بحث وړ موضوعات ؤ، خو د افغانستان لوري هېڅکله تصور نه کاوه چې له واکه د اشرف غني د لرې کېدو بحث دې، هغه هم له مسکوه پورته شي.
طالبان ددې بحث په وړاندې کولو سره په حقيقت کې د دوو موخو په لټه کې دي؛ لومړی، دا چې دې ته ذهنیت جوړونه، که په واقعیت کې سوله پکار ده؛ نو له واک نه دې اشرف غني لرې شي. دويم، د افغانستان دننه، سيمې او نړۍ کې د عمومي افکارو ارزول. دا د اشرف غني لپاره د خطر جدي زنګ دی.
اشرف غني چې په ډېرو ستونزو سره هڅې وکړې په واک کې پاتې شي او د قدرت په ساتلو کې يې کله ټاکنې له ننګونې سره مخ کړې او له امريکا سره چې د افغانستان دولت اصلي ملاتړی دی د مقابلې تر بريده مخکې لاړه. له واکه لرې کېدل به د غني لپاره ډېر ستونزمن وي. ښکاري چې نوموړی په ستونزمن وضعيت کې دی. امريکا له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلې ده. د سيمې هېوادونه هم له غني نه دومره خوښ نه دي. په نظام کې دننه وضعيت هم د اشرف غني په ګټه نه دی. هغه له ډاکتر عبدالله سره چې کومه هوکړه لاسليک کړی وه، په بشپړ عملي کېدو کې يې پاتې راغلی. ځينو سياستوالو او سياسي ګوندونو له موقت حکومته هرکلی کړی دی. د حکومت له کړنو د خلکو ناخوښي او نه رضايت د ښاغلي غني د حکومت لپاره روښانه لاملونه او د خطر زنګ دی.
د اشرف غني حکومت او اصلي او تصميم نيوونکې څېرې يې په دې ورځو کې له څو جبهو سره مخ شوي دي… ځيني هم له حکومته جلا ادعا لري چې له واکه د غني په لرې کېدو به نظام وپاشل شي او يو ځل بيا به افغانستان په کورنيو جګړو کې ښکېل شي چې د پخوا په پرتله به ډېر زيان اړوونکې وي.
حکومت هڅه لري چې د ځان پروړاندې هر ډول مخالف باندې د ملي ګټو ضد په تور ټاپه ووهي. خو واقعيت دا دی چې د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال له سياسي ګوندونو، اغېزمنو څېرو او هېوادوالو سره د حکومت اړيکې د موسمي امتيازونو، موقتي جوړښتونو او شخصي سليقو په اساس وې چې دا د ملي ګټو د روحيې او چلند خلاف کار ګڼل کېږي. غني په خپلو ځينو ناخوښو او پر حکومت د ډېرو تمرکزي چلندونو له امله د حکومت، خلکو او د سياسي – ټولنيزو ډلو ترمنځ نه جبرانوونکی واټن رامنځته کړی دی. په دې برخه کې حکومت نشي کولی چې خلکو، سياسي او ټولنيزو ډلو سره په مقابله کې مخ ته لاړ شي.
له بل پلوه، یو شمېر ديني علماوو چې پکې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي غړي هم شامل دي، دوه ورځې وړاندې په دوحه کې د اسلامي هېوادونو د علماوو د نړيوالې ټولنې له رهبرۍ سره وليدل. په کوم راپور کې چې د دوی لخوا خپور شوی، راغلي چې د اسلامي هېوادونو علماوو ټولنې د افغانستان جګړه غيرمشروع ګڼلې او په دې هېواد کې يې د وينې تويېدنې په درېدو ټينګار کړی دی. د افغانستان حکومت او په ملاتړ يې مرکچي پلاوی هڅه لري چې د افغانستان حکومت او خلکو پروړاندې د طالبانو د جګړې ديني غيرمشروعيت ته د ټولو پاملرنه راواړوي.
حکومت او د خلکو يوه برخه په دې باور ده چې طالبان پر سوله باور نلری؛ بلکې د واک په لټه کې دي. د دوی په باور طالبانو د همدې لپاره له امريکا سره سوله وکړه او د حکومت او هېوادوالو پروړاندې اوس هم جګړه کوي او په ترهګريزو بريدونو لاس پورې کوي او ملکي وګړي هم وژني.
دا ښيي چې د طالبانو جګړه له پيله تر دې دمه د بهرنيانو د حضور او دين لپاره نه، بلکې د دين له نامه په ګټې اخيستنې او د هېواد د اشغال په پلمه يې واک ته د رسېدو لپاره په زرګونه هېوادوال ووژل او هېواد يې له پرمختګ او ودې شاته پرېښود.