۸صبح، کابل: د کابل هوايي ډګر پر دروازې د داعش «خونړي» برید د درېیمې کلیزې له رارسېدو سره جوخت، ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه هېواد د جمهوريغوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پر خپلې ډیموکراټیکې سیالې، کاملا هریس له افغانستانه د «نامسوولانه» وتلو له کبله نیوکې وکړي.
اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې ټاکل شوې ټرمپ دوشنبه د وږي پر ۵مه په «میشیګان» کې د امریکا د ملي ګارډ سرتېرو ته وینا وکړي.
د دغه راپور پر بنسټ، له افغانستانه د «نامسوولانه» وتلو په هکله پر هریس نیوکه د ټرمپ د وینا یوه مهمه موخه ښودل شوې ده.
دا وینا د کابل هوايي ډګر پر دروازې د داعش «خونړي» برید له درېیمې کلیزې سره هممهاله کېږي.
له نن څخه درې کاله مخکې د ۲۰۲۱ د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش ځانمرګي بریدګر ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ ملکیان ووژل.
د کابل پر هوايي ډګر د داعش له برید درې کاله وروسته، څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل چې واشنګټن لا هم د دغه برید د عاملانو په لټه دی.
له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته جمهوريغوښتونکو په وار وار د ډیموکراټ بایډن پر دولت نیوکې کړې دي.
ځو ورځې مخکې د امریکا پخوانی ولسمشر او په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريغوښتونکو نوماند، دونالډ ټرمپ ویلي و چې که په ټاکنو کې بریا ته ورسېد هغه پوځي مسوولان چې له افغانستانه د واشنگټن «ناکامه» وتلو په عملیاتو کې یې برخه اخیستې، له دندو به یې ګوښه کړي.





