۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ څرګنده کړې، دا غمیزه داسې مهال رامنځته شوې چې دا هېواد له ګڼو بحرانونو سره مخ دی.
نوموړي سازمان دوشنبه د وږي پر ۱۰مه په یوه راپور کې لیکلي چې دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، وروستیو زلزلو لږ تر لږه ۸۰۰ کسان مړه او ۲۵۰۰ نور یې ټپيان کړي دي.
دغه راز، څو کلي بشپړ ویجاړ شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی چې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۱.۹ میلیونو افغانانو جبري ایستل او د امریکا په ګډون د ځینو مرستندویه هېوادونو د مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې بشري بحران ژور شوی دی.
نوموړي سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې بشردوستانه بنسټونو ته دې له خنډ پرته اړین لاسرسی تضمین کړي او اداري خنډونه چې د اړتیاوو د ارزونې د ځنډ لامل کېږي، لرې کړي.





