۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WFP) اعلان کړی چې د بیګانۍ شپې له زلزلهځپلو کورنیو سره یې بېړنۍ مرستې او ډلې چمتو کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان دوشنبه د لړم پر ۱۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان په شمال کې له زلزلهځپلو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د اعلامیې له مخې، د زلزلې له کبله د تلفاتو ډېرېدو احتمال هم شته.
دا په داسې حال کې ده چې بیګاه په بلخ او سمنګان کې د شپې پر شاوخوا ۱۲.۵۹ دقیقې د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې له کبله ۲۰ کسان مړه او څه باندې ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.





