له هغې وروسته چې پر رسنیو د طالبانو د فشار، ربړونې او د خبریالانو د نیولو پېښې زیاتې شوې، ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې د افغان رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه. د رسنیو د ملاتړ بنسټونو له لوري تازه موندنې ښيي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان رسنیو ۸۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي یا ربړول شوي دي. ځينې خبریالان هم د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو او فشار له کبله شکایت کوي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مرستیالې مټه نوډسن دوشنبه د وري پر ۲۹ له هغې یوه ورځ وروسته چې د یک تلویزیون یو خبریال د طالبانو له لوري ونیول شو او وربړول شو، د دغه تلویزیون له مسوولانو سره لیدنه وکړه. د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د خبریالانو د ستونزو، ژمنتیا، هوډ او ګڼو ننګونو په اړه ټکان ورکوونکې کیسې واورېدې، چې دوی ورسره مخامخ دي. یوناما ټينګار کړی، چې د ازادو رسنیو پر وړاندې باید هر ډول کړنې پای ومومي او نړیواله ټولنه باید د افغان رسنیو «کلک ملاتړ» وکړي.
پر رسنیو د څار بنسټونه وايي، چې د طالبانو دوه ادارې (استخبارات او امر باالمعروف او نهی عنی المنکر) په رسنیزو چارو کې لاسوهنه کوي او پر وړاندې یې ډار او وېره خپروي. د خبریالانو ډېری نیونې د استخباراتو له لوري شوې دي.
کوم خبریالان چې افغانستان کې کار کوي، د رسنیو پر وړاندې د طالبانو ترمنځ د نظر د اختلاف خبره کوي. دغه خبریالان چې کابل کې کار کوي او نه غواړي نوم یې یاد شي، د طالبانو مشر ویاند ذبیحالله مجاهد چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هم دی، د خبرو او استخباراتو ادارې ترمنځ لوی اختلاف په ګوته کوي. دغه خبریالان وايي، کوم څه چې ذبیحالله مجاهد په مطبوعاتي کنفرانسونو او مرکو کې د رسنیو په تړاو وايي، ښکاري چې د طالبانو په رسمي پالیسۍ کې نشته او استخبارات یې ضد عمل کوي.
ځينې خبریالان په خپرونو کې د طالبانو د لاسوهنې خبره هم کوي. که څه هم په دې هکله د طالبانو له لوري رسمي ځواب نه دی ورکړل شوی؛ خو ذبیحالله مجاهد په وار وار د رسنیو پر وړاندې ګواښ او په خپرونو کې د لاسوهنې خبره رد کړې ده. ځینې خبریالان ادعا کوي، چې طالبانو د پېښو د پوښښ په تړاو هم ځينې سپارښتنې ورته کړې او هڅه کوي، د رسنیو محتوا هم کنټرول کړي.
پر دې سربېره، طالبانو د تلویزیونونو پر غیرخبري برخو هم ځينې بندیزونه لګولي دي. لومړی پر بهرنیو سریالونو بندیز ولګېد او وروسته پر کورنیو او هغه څه چې «اسلامي سریالونه» پېژندل کېږي، هم بند شول.
په تازه پېښه کې طالبانو د اریانا نیوز پخوانی او د یک تلویزیون اوسنی ویاند مجب جلیلي شپه مهال نیولی او وهلی ټکولی دی. داسې نیونې چې د پېښې قرباني یې پر لامل نه پوهېږي. محب جلیلي هم نه پوهېږي، چې د دې نیونې لامل څه دی او ولې ربړول شوی دی. د تېر په څېر د طالبانو ویاندویانو په دې تړاو چوپتیا غوره کړې او ډېر کم دې ته ورته پېښو په هکله ځوابویلو ته حاضرېږي.
ویل کېږي، چې طالبانو د محب جلیلي د نیولو پر مهال د هغه مبایل کتلی او ورته یې ویلي، چې «تاسې خبریالان دروغ خبرونه خپروئ». دا خبره د افغانستان د خبریالانو مرکز د اریانا نیوز پخواني مسوول مدیر شریف حسنیار له قوله کړې ده. دغه راز ویل شوي، چې جلیلي د طالبانو د فشار له کبله اریانا نیوز پرېښی دی.
دا ډول پېښې په وار وار شوې دي. د رسا تلویزیون مسوول مدیر جمشیداحمد احمدي هم ادعا کړې، چې کابل کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري نیول شوی او ټپي شوی دی. دا ډول قضیې تر دا مهاله ارزول شوې نه دي او عاملان یې د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي. د رسنیو د ملاتړ بنسټونه په خبره، د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي معافیت پر خپل ځای دی.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او محدودیت مخه ونیسي. دغه بنسټونه په هېواد کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښمن دي او د دغه کار دوام د رسنیو پر راتلونکي ناوړه بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې ښيي، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کابل کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي دي. دغه مرکز موندلې، چې دا نیونې له ربړونې سره ملې وې. د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، د رسنیو د قانون مطابق چې هغه یې منلی او د اجرا وړ یې ګڼلی، د خبریالانو پر وړاندې له نیونو، ګواښنې، وېرونې او فشار څخه لاس واخلي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یو ځل ویلي و، چې په پخواني نظام کې د ټولیزو رسنیو قانون د دوی د تایید وړ هم دی. مجاهد ویلي و، په دغه قانون کې د رسنیو د سرغړونې او د شکایتونو د ارزونې کمېسیون چې وړاندوینه یې شوې جوړوي، تر څو د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخجن چلن مخنیوی وشي. د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ورته غوښتنه کړې ده.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خبریالانو پر وړاندې د فشار، ګواښ او وېرې سربېره ځينو رسنیو خپلې خپرونې بندې کړې دي. د دې چارې تر شا ډېر لاملونه شته؛ خو په هېواد کې د محدودیتونو لګېدنه او فشارونه یې یو لامل ګڼل شوی دی.