د مارچ اتمه هر کال د ښځو د عدالت غوښتنې او مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کېږي. پر دې ورځ يې د خپل تن وینه د کوڅو او سړکونو پر ډبرو او هوارې تویه کړه، چې د کار برابر حقوق او امتیازات ترلاسه کړي. په حقیقت کې نن ورځ مېرمنې د خپل ټولنیز ځای د موندلو لپاره لاس په کار شوې، د ژوندانه د زنځيرونو د ماتولو لپاره راټولې شوې او د بېکسۍ له زنګانه یې سر پورته کړ. نن د ښځو د سیاسي مبارزو د تاریخي ورځې په توګه، د مارچ اتمه د ښځو د ورځې په نامه پېژندل کېږي، چې د اجباري زغم دېوالونه يې ونړول او د ژوندانه غږ يې اوچت کړ. خو دا ورځ پر وجودي فلسفې سربېره، په نورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې له خپل مسیره اوښتې ده او یوازې د تجمل او ستاینې د ورځې په توګه نمانځل کېږي، داسې چې د دغې ورځې بودن او غوراوی له پوښتنې سره مخامخوي.
په دوو تېرو لسیزو کې، افغان مېرمنو ډېر ویاړونه ترلاسه کړل، مدني ازادي يې تجربه کړه، د قانون پر وړاندې له برابرو حقونو برخمنې شوې او د ټولنې دود دستور هم د دوی د منلو په درشل کې وو؛ خو سره له دې چې ډېر ګټور ګامونه اوچت شول، له دې ورځې ناوړه استفاده هم وشوه. بې ګټې غونډې ناستې چې د دې ورځې ماهیت يې پوښتې سره مخامخاوه، په دود او رواج واوښتې او د مارچ پر اتمې په ټولنه، سیاست او واک کې د ښځو د ونډې د بحث پرځای، ګل، عطر او ډالۍ ځایناستي شول او ولنټاین ته په ورته ورځې واوښته. درناوی، ستاینه او عاطفي چلن انسان ته انرژي او پياوړتیا بښي؛ خو د یوې حربې په توګه باید ترې استفاده ونه شي. د مارچ ۸ د بې عدالتۍ پر وړاندې د راپورته کېدو او فریاد ورځ ده، چې ټولنه يې په استحمار او استثمار کې نیولې ده. له دې کبله ګل او ډالیو ته په راټيټولو د دغې ورځې لپاره معقول او سم کار نه دی او ورسره د دغې ورځې وجودي فلسفه هم تر پوښتنې لاندې راولي.
په تېرو شلو کلونو کې مېرمنو ته بې شمېره فرصتونه خلق شول، که سمه ګټنه ترې شوې وای، د ښځو پر وړاندې اوسنی دود دستور يې بدلولی شوای. همدا اوس د موجودو واقعیتو پر وړاندې د فشار له کبله، د ښځو پر وړاندې د ډېریو وګړو چلن او فکر بدل شوی، حال دا چې په افغانستان ايډيال دود داسې دی، چې ښځې باید په کور دننه کې پاته شي او بهر ونه وځي. د دوی له نظره، ښه ښځه هغه ښځه ده، چې په کور پاته شي او د ناسم چلن پر وړاندې غږ پورته نه کړي.
نن سبا په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخته درک ته زیاته اړتیا لري، ځکه چې د واکمن فرهنګ تر څنګ، سیاسي بهیر هم له ښځو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او د دغه واکمنۍ ایډيال نظر دا دی، چې ښځې په کور پاتې شي، که نه نو ټولنه ککړېږي. دا بهیر ښځو ته د عدالت غوښتنې مبارزه ستونزمنوي، ان دا چې دا مبارزه ناشونې کوي. له همدې کبله ښځې یوې داسې مبارزې ته اړتیا لري، جې هدفمنه وي. په افغانستان کې ښځه دمګړۍ د کار په بدل کې له مساوي حقونو څخه محرومه او د پاڼ پر ژۍ د کور په کونج کې ناسته ده. په همدې توګه ښځې باید سړیو ته په تمه نه شي، چې حقونه ورکړي، د ښځو حقونه ورکول کېږي نه؛ اخیستل کېږي او دا حقونه هغه څوک اخیستلی شي، چې هوډ او مخ پر وړاندې تګ ولري. هېڅ بهیر له هلوځلو پرته منزل مقصود ته نه شي رسېدای. که په دوو تېرو لسیزو کې مېرمنو د ښځو د حقونو لپاره میدان ته رادانګلې وای، نن به وضعیت تر دې ډېر ښه و.
په افغانستان کې د ښځو حقونه د ښځو پر اړتیاوو ولاړ غورځنګ ته ضرورت لري، چې د ښځو د سیاسي او ټولنیزو اتحادیو له بطن څخه راپورته شي. له پروژه يي او لنډمهالو پروګرامونو پرته، د ښځو د حقونو لپاره مستمر کار وکړي. دې ته په تمه نه شي، چې سړي ورته د ښځو د اتمې په مناسب غوره ډالۍ یا ستاینلیک ورکړي، دوی باید سره راټولې شي او له مردانه استعماري لوبو چې په نرواکۍ ولاړې دي، لاس واخلي او د ښځو اعتراضات تر پوښتنې لاندې رانه ولي، ځکه چې ازادي راټولېدنې او د بسیاینې لپاره ټولیزې وړتیا او غښتلتیا ته ضرورت لري. کله چې ښځې له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظه دې باور ته ورسېږي، چې له زړورتیا او ورڼاندۍ پرته پر ټولنې نه شي برلاسي کېدای، هغه وخت ښځې هیلهمنېدای شي او باورمنېدای شي، چې په تورتم کې ډیوه په بلېدو ده. کله چې مېرمنې دې موضوع ته ګوري، فکر کوي، چې باید ازادي ولري ځکه چې له ازادۍ پرته هېڅ ارمان نه پوره کېږي او هېڅ غوټۍ نه غوړېږي. له دې کبله، مېرمنې باید آګاهانه د ازادۍ پر لوري ودرومي، ځکه چې ازادي پروژه نه ده. ازادي د مارچ اتمه هم نه ده، ازادي ګډوډي هم نه ده؛ بلکې ازادي راټولېدنې او هوښيارۍ ته اړتیا لري، چې له لارې يې ټولنه ځواب ووايي. ځوابویونکي ټولنه د ټولو وګړو حقونو ته ارزښت ورکوي. پر مساوي حقونو باور په ځوابویونکې ټولنه کې رامنځته کېږي، هره ټولنه چې له ځوابوینې وېرېږي، ټولنه د ازادۍ مستحقه نه ده. یوازې هوښياره ټولنه اساسي قوانین او میثاقونه ماناوال، ځوابویونکي او پوښتونکي کوي. که داسې نه وي، قوانین پر پاڼو له تورو پرته بل څه نه دي.
د مارچ اتمه د ښځو د شتون او ازادۍ غوښتنې ورځ ده. پر دې ورځ باید د ښځو اعتراض هېر نه شي او دا ورځ د ولنټاین ورځې ته دومره راښکته نه شي، چې د مبارزینو قربانۍ هېرې او روح یې ناخوښ شي.
د افغانستان مېرمنو نن ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي او په کورني تبعید و محرومیت کې ورځې شپې سبا کوي. د دود دستور او واکمنۍ تر فرهنګ لاندې ژوند کوي، چې دغو ټولو د مېرمنو په کورناستي د تایید مهر لګولی دی او په دې لاره کې به هېڅ کوښښ او هڅه هم درېغ نه کړي.
له دې کبله، د ښځو رسالت او ژمنتیا تر پخوا ګرانه شوې ده او دا لاره له پخوانیو تېروتنو څخه په درس اخیستلو سره اسانولی شي. هغه لاریونونه يې چې د جمهوریت تر سقوط وروسته ترسره کړل، که د برابرۍ او ازادۍ غوښتنې له دغدغې سره ترسره شوي وای، نن يې د دوام ضمانت شوی و، خو له بده مرغه داسې ونه شول.
ښځې د دغې ورځې د منځته راتګ پر فلسفې له پوهېدو سره کولای شي، اګاهانه او په پرېکنده توګه د تاریخ مسیر واړوي او یوې ګېډۍ ګلانو، پړوني او عطر ته په تمه نه شي. دا ورځ د اعتراض او پايښت ورځ ده، د ولنټاین ورځ نه ده.