۸صبح، کابل: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد ښځې او نجونې د علم زده کړې ته را وبللې.
هغه سه شنبه د کب پر ۱۷ پر خپلې فېسبوکپاڼې افغان مېرمنو ته د مارچ د اتمې مبارکي ورکړې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې افغان نجونې لوړې زده کړې وکړي.
د ښاغلي کرزي په وینا، هیله من دی، چې ښځې د نارینه وو تر څنګ د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
د هېواد پخوانی ولسمشر په داسې حال کې د مارچ د اتمې مبارکي وایي، چې افغان مېرمنې په اوسني وخت کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د ویلو ده، چې ملکي ادارو ته د ښځینه کارکوونکو د تلو مخنیوی کېږي او پر هغوی یو لړ محدویتونه هم لګول شوي دي.