• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مارچ اتمه د ولنټاین ورځ نه ده

لیکنه: امین کاوه

لیکنه: امین کاوه لیکنه: امین کاوه
۱۷ كب/حوت ۱۴۰۰ - ۸ مارچ ۲۰۲۲ [t_time:1646747296]

د مارچ اتمه هر کال د ښځو د عدالت غوښتنې او مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کېږي. پر دې ورځ يې د خپل تن وینه د کوڅو او سړکونو پر ډبرو او هوارې تویه کړه، چې د کار برابر حقوق او امتیازات ترلاسه کړي. په حقیقت کې نن ورځ مېرمنې د خپل ټولنیز ځای د موندلو لپاره لاس په کار شوې، د ژوندانه د زنځيرونو د ماتولو لپاره راټولې شوې او د بېکسۍ له زنګانه یې سر پورته کړ. نن د ښځو د سیاسي مبارزو د تاریخي ورځې په توګه، د مارچ اتمه د ښځو د ورځې په نامه پېژندل کېږي، چې د اجباري زغم دېوالونه يې ونړول او د ژوندانه غږ يې اوچت کړ. خو دا ورځ پر وجودي فلسفې سربېره، په نورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې له خپل مسیره اوښتې ده او یوازې د تجمل او ستاینې د ورځې په توګه نمانځل کېږي، داسې چې د دغې ورځې بودن او غوراوی له پوښتنې سره مخامخوي.

په دوو تېرو لسیزو کې، افغان مېرمنو ډېر ویاړونه ترلاسه کړل، مدني ازادي يې تجربه کړه، د قانون پر وړاندې له برابرو حقونو برخمنې شوې او د ټولنې دود دستور هم د دوی د منلو په درشل کې وو؛ خو سره له دې چې ډېر ګټور ګامونه اوچت شول، له دې ورځې ناوړه استفاده هم وشوه. بې ګټې غونډې ناستې چې د دې ورځې ماهیت يې پوښتې سره مخامخاوه، په دود او رواج واوښتې او د مارچ پر اتمې په ټولنه، سیاست او واک کې د ښځو د ونډې د بحث پرځای، ګل، عطر او ډالۍ ځایناستي شول او ولنټاین ته په ورته ورځې واوښته. درناوی، ستاینه او عاطفي چلن انسان ته انرژي او پياوړتیا بښي؛ خو د یوې حربې په توګه باید ترې استفاده ونه شي. د مارچ ۸ د بې عدالتۍ پر وړاندې د راپورته کېدو او فریاد ورځ ده، چې ټولنه يې په استحمار او استثمار کې نیولې ده. له دې کبله ګل او ډالیو ته په راټيټولو د دغې ورځې لپاره معقول او سم کار نه دی او ورسره د دغې ورځې وجودي فلسفه هم تر پوښتنې لاندې راولي.

په تېرو شلو کلونو کې مېرمنو ته بې شمېره فرصتونه خلق شول، که سمه ګټنه ترې شوې وای، د ښځو پر وړاندې اوسنی دود دستور يې بدلولی شوای. همدا اوس د موجودو واقعیتو پر وړاندې د فشار له کبله، د ښځو پر وړاندې د ډېریو وګړو چلن او فکر بدل شوی، حال دا چې په افغانستان ايډيال دود داسې دی، چې ښځې باید په کور دننه کې پاته شي او بهر ونه وځي. د دوی له نظره، ښه ښځه هغه ښځه ده، چې په کور پاته شي او د ناسم چلن پر وړاندې غږ پورته نه کړي.

نن سبا په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخته درک ته زیاته اړتیا لري، ځکه چې د واکمن فرهنګ تر څنګ، سیاسي بهیر هم له ښځو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او د دغه واکمنۍ ایډيال نظر دا دی، چې ښځې په کور پاتې شي، که نه نو ټولنه ککړېږي. دا بهیر ښځو ته د عدالت غوښتنې مبارزه ستونزمنوي، ان دا چې دا مبارزه ناشونې کوي. له همدې کبله ښځې یوې داسې مبارزې ته اړتیا لري، جې هدفمنه وي. په افغانستان کې ښځه دمګړۍ د کار په بدل کې له مساوي حقونو څخه محرومه او د پاڼ پر ژۍ د کور په کونج کې ناسته ده. په همدې توګه ښځې باید سړیو ته په تمه نه شي، چې حقونه ورکړي، د ښځو حقونه ورکول کېږي نه؛ اخیستل کېږي او دا حقونه هغه څوک اخیستلی شي، چې هوډ او مخ پر وړاندې تګ ولري. هېڅ بهیر له هلوځلو پرته منزل مقصود ته نه شي رسېدای. که په دوو تېرو لسیزو کې مېرمنو د ښځو د حقونو لپاره میدان ته رادانګلې وای، نن به وضعیت تر دې ډېر ښه و.

په افغانستان کې د ښځو حقونه د ښځو پر اړتیاوو ولاړ غورځنګ ته ضرورت لري، چې د ښځو د سیاسي او ټولنیزو اتحادیو له بطن څخه راپورته شي. له پروژه يي او لنډمهالو پروګرامونو پرته، د ښځو د حقونو لپاره مستمر کار وکړي. دې ته په تمه نه شي، چې سړي ورته د ښځو د اتمې په مناسب غوره ډالۍ یا ستاینلیک ورکړي، دوی باید سره راټولې شي او له مردانه استعماري لوبو چې په نرواکۍ ولاړې دي، لاس واخلي او د ښځو اعتراضات تر پوښتنې لاندې رانه ولي، ځکه چې ازادي راټولېدنې او د بسیاینې لپاره ټولیزې وړتیا او غښتلتیا ته ضرورت لري. کله چې ښځې له سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لحاظه دې باور ته ورسېږي، چې له زړورتیا او ورڼاندۍ پرته پر ټولنې نه شي برلاسي کېدای، هغه وخت ښځې هیله‌منېدای شي او باورمنېدای شي، چې په تورتم کې ډیوه په بلېدو ده. کله چې مېرمنې دې موضوع ته ګوري، فکر کوي، چې باید ازادي ولري ځکه چې له ازادۍ پرته هېڅ ارمان نه پوره کېږي او هېڅ غوټۍ نه غوړېږي. له دې کبله، مېرمنې باید آګاهانه د ازادۍ پر لوري ودرومي، ځکه چې ازادي پروژه نه ده. ازادي د مارچ اتمه هم نه ده، ازادي ګډوډي هم نه ده؛ بلکې ازادي راټولېدنې او هوښيارۍ ته اړتیا لري، چې له لارې يې ټولنه ځواب ووايي. ځوابویونکي ټولنه د ټولو وګړو حقونو ته ارزښت ورکوي. پر مساوي حقونو باور په ځوابویونکې ټولنه کې رامنځته کېږي، هره ټولنه چې له ځوابوینې وېرېږي، ټولنه د ازادۍ مستحقه نه ده. یوازې هوښياره ټولنه اساسي قوانین او میثاقونه ماناوال، ځوابویونکي او پوښتونکي کوي. که داسې نه وي، قوانین پر پاڼو له تورو پرته بل څه نه دي.

د مارچ اتمه د ښځو د شتون او ازادۍ غوښتنې ورځ ده. پر دې ورځ باید د ښځو اعتراض هېر نه شي او دا ورځ د ولنټاین ورځې ته دومره راښکته نه شي، چې د مبارزینو قربانۍ هېرې او روح یې ناخوښ شي.

د افغانستان مېرمنو نن ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي او په کورني تبعید و محرومیت کې ورځې شپې سبا کوي. د دود دستور او واکمنۍ تر فرهنګ لاندې ژوند کوي، چې دغو ټولو د مېرمنو په کورناستي د تایید مهر لګولی دی او په دې لاره کې به هېڅ کوښښ او هڅه هم درېغ نه کړي.

له دې کبله، د ښځو رسالت او ژمنتیا تر پخوا ګرانه شوې ده او دا لاره له پخوانیو تېروتنو څخه په درس اخیستلو سره اسانولی شي. هغه لاریونونه يې چې د جمهوریت تر سقوط وروسته ترسره کړل، که د برابرۍ او ازادۍ غوښتنې له دغدغې سره ترسره شوي وای، نن يې د دوام ضمانت شوی و، خو له بده مرغه داسې ونه شول.

ښځې د دغې ورځې د منځته راتګ پر فلسفې له پوهېدو سره کولای شي، اګاهانه او په پرېکنده توګه د تاریخ مسیر واړوي او یوې ګېډۍ ګلانو، پړوني او عطر ته په تمه نه شي. دا ورځ د اعتراض او پايښت ورځ ده، د ولنټاین ورځ نه ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په پاکستان کې مېشت افغانان: افغان نجونې او مېرمنې له سختو محدویتونو سره مخامخې دي
خبرونه

په پاکستان کې مېشت افغانان: افغان نجونې او مېرمنې له سختو محدویتونو سره مخامخې دي

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵ [t_time:1741448278]
کاش طالبان نه وای راغلي او زه به هم واده کولو ته نه اړ ایستل کېدم
د ښځو او ماشومانو حقونه

د مارچ اتمه؛ نارینه او د ښځو د حقونو په تړاو یې انساني مسوولیت

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵ [t_time:1741436150]
د جګړې قربانیان؛ «هڅه کوم لاس مې چاته اوږد نه شي»
د ښځې غږ

کاش طالبان نه وای راغلي او زه به هم واده کولو ته نه اړ ایستل کېدم

۱۸ كب/حوت ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵ [t_time:1741435667]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.