۸صبح، کابل: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو واکمني کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري او هغوی په داسې دریځ کې نه دي، چې د دغه کمېسیون جوړښت لغوه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د هغه حکومت پرېکړې چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او د خلکو په ارادې نه وي رامنځته شوې، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د لغوه کولو لامل نه شي کېدای. دا کمېسیون په افغانانو پورې اړه لري؛ نو یوازې د خلکو له ارادې او نړیوالو معیارونو سره سمې پرېکړې توجیه کېدلای شي.»
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ خپل کار ته دوام ورکوي او د بشري ارزښتونو، نړیوالو معیارونو، د قانون واکمني او د ولسواکۍ اصول په پام کې نیسي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې طالبانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون د څو نورو ادارو جوړښتونه منحل کړل.