۸صبح، هرات: د هرات ولایتي روغتون مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د هرات ولایتي روغتون سرطبیب عارف جلالي جمعه د غبرګولي پر ۶ ویلي، چې په دې پېښه کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالب ځواکونو رینجر موټر نن د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د ۶۴ متره سړک سیمه کې د یوه کراچيوان په ګډون ځینې نور ملکیان ووهل.
ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، دا پېښه هغه مهال وشوه، چې د رینجر موټر سرعت زیات او پر خلاف لاس روان و، چې له کبله یې موټر له کنټروله ووت.
دا په هرات کې د طالبانو له لوري درېيمه ترافیکي پېښه ده، چې د راپورونو له مخې د بې احتیاطۍ له کبله کېږي او خلکو ته مرګژوبله اړوي.