په افغانستان کې د سوکالۍ او سولې دروازه داسې دروازې ته ورته ده، چې سر تر پایه ورته قفلونه اچول شوي دي. د قفلونو پر اچولو ټول سره په یوه خوله دي؛ خو د کونجیانو په تشخیص کې په یوه نظر نه دي. ځینې کسان په دې سره چې په افغانستان کې د سلګونو مخکینیو کلونو په شان تړلې او سنتي ټولنه اوسېږي او لا هم ولسواکۍ ته نه ده چمتو، جرګه حللاره ګڼي؛ خو زموږ په عصر کې د جرګې مخینه بله خبره کوي. په یاد مو نه دي، چې په تېرو څلو لسیزو کې لسګونو جرګو، د ملایانو، سپینږیرو او قوماندانانو غونډو د ستونزې غوټه پرانیستې وي.
لومړۍ جرګه چې د بُن تر کنفرانس وروسته د ۲۰۰۲ د جون له ۱۰ څخه تر ۱۹ پورې وشوه، که څه هم د بېلابېلو قشرونو استازو پکې ګډون کړی و؛ خو ولسواکه جرګه نه وه. په هغې جرګه کې هم د جرګې جوړوونکي پټ پلاوي تصمیم ونیوه، چې څوک څوک پکې ګډون وکړي، پر کومو مسایلو خبرې وشي، څوک کرسۍ او مقام ته ورسېږي او کومې ډلې حذف شي.
په هغې جرګه کې د طالبانو د رسمي استازو ګډون ته د امریکا په سپارښتنه اجازه نه وه ورکړل شوې، ځکه امریکایانو د «ټولشموله» حکومت د جوړېدو اجازه چې طالبان هم پکې استازی ولري، نه وه ورکړې. کله چې طالبانو د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې د تسلیمۍ لپاره د چمتووالي اعلان وکړ[i]، کرزي ته مذاکراتو اجازه ورنه کړل شوه. هغه وخت د امریکا د دفاع وزیر ډونالډ رامسفلډ د خبریالانو پوښتنې په ځواب کې له طالبانو سره مذاکرات رد کړي وو[ii]. د بېړنۍ لويې جرګې ملاتړو نړیوالو بنسټونو تمه درلوده، چې په هغو تدابیرو سره نسبي ثبات رامنځته شي او «ټولشموله» حکومت ته لار پرانیزي. خو وروسته مو ولیدل، چې د بُن تر کنفرانس وروسته جرګه او دولت په خپل ترکیب کې له نسبي تنوع سره سره د زوال پر لار رهي شول، ځکه چې غیرولسواک وو او د زوال پر لور ودرومېدل.
نن سبا طالبان او نړیوال ملاتړي يې هم ورته کار کوي. طالبان د ټولشموله ادارې د جوړېدو ادعا کوي او د شکلیاتو د بشپړاوي لپاره يې جرګه پيل کړې، چې د ګډونوالو د ږیرې او پګړۍ د نسبي تفاوت په ښوولو سره ادعا وکړي، چې د افغانستان د ټولنې د ظرفیت په حد کې يې ټولشموله جرګه ترسره کړې، چې د «ټولشموله امارت» د ځینو مسایلو په اړه تصمیم ونیسي. اوس هم نړیوال اغېزناک بنسټونه، متحده ایالات، اروپايي ټولنه او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې د «پرمختګ» نښې د طالبانو په استبداد او شاتګ کې ولټوي او په هېواد کې د سولې او امنیت راوستلو لپاره چې ګویا د امیرانو او د خلیفه ګانو وړ دی، کار وکړي.
امریکا که څه هم تر اوسه د طالبانو امارت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د طالباني نظام د ملاتړ او پايښت خبره نه پټوي. جرګه داسې یو څه وه، چې له طالبانو سره همکارۍ ته علاقمندو بنسټونو او هېوادونو دغې ډلې ته وړاندیز کړې وه. د امریکا ځانګړي استازي په جنوري کې د جرګې د ترسراینې ملاتړ وکړ. هغه وویل، چې د افغانستان حکومتي سیسټم باید د لویې جرګې له لارې مشخص شي او امریکا، ملګري ملتونه او نور هېوادونه باید د حکومت په اډانه کې د پخوانیو حکومتي چارواکو د ورګډولو پر سر پر طالبانو فشار رانه وړي[iii]. د جرګې په هکله که د ټامس وېسټ او طالبانو تعریف یوشان هم نه وي، لویه ستونزه نه پېښوي، ځکه چې موږ ولیدل د اسلامي جمهوري د پاشلتیا په درشل کې امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه لیک له مادو او تطبیق څخه بېلابېل تعبیرونه درلودل؛ خو دغو توپيرونو د طالبانو او امریکا د پیوستون مخه ونه نیوله.
د طالبانو له جرګې سره د امریکا غاړه غړۍ کېدل په دې څو ورځو کې له رسنیو هم لیدل کېږي. د طالبانو د جرګې له پيل دوې ورځې مخکې، رسنیو راپور ورکړ، چې د جو بایډن کابينه د افغانستان بانک د پولي زېرمو پر ازادولو کار کوي[iv]. په هغه خبر کې راغلي، چې دا پيسې به په افغانستان کې د بشري ناورین د هواري لپاره استفاده شي، خو پوهېږو، چې طالبان له بشري مرستو د خپلو بنسټپالو پروګرامونو د تمویل او د جګړه مارو د معاشونو او امتیازاتو لپاره څنګه استفاده کوي. ارزي ذخایر چې په هره توګه د طالبانو د ادارې له خوا ولګېږي، ډېره برخه به د هغې ډلې جېب ته لاړ شي.
د جرګې تر پیل یوه ورځ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکایي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره قطر ته لاړ. هغه پلاوي کې د طالبانو د ماليې وزارت او افغانستان بانک استازي هم وو. دا د دې څرګندونه کوي، چې جرګه د امریکا په همغږۍ شوې او ښايي بودیجه یې هم بهرنیو سرچینو ورکړې وي.
طالبانو دغه ناسته «د دین د علماوو ناسته» بللې وه، چې پکې مخورو وګړو هم ګډون کړی و. د ګډونوالو د بلنې او پېژندلو مسیر، د غونډې د غړو ترکیب روښانوي. هغه مکتوب چې د طالبانو له خوا خپور شوی و، د استازو د تعیین واک یې څلورو استازو ته ورکړی و: استخبارتو ریاست، امر بالمعرف او نهی عن المنکر، حج او اوقاف، د ولایتونو د عالمانو شورا.
طالبان به له دې ناستې د خپلو صفونو د ځواکمنتیا او د بهرنیو همکارانو د نسبي رضایت لپاره هم استفاده وکړي. د ټولنې د شړلو تصامیم به پکې اعلان شي او د مرستندویو د رضایت لپاره به سېمبولیک حرکتونه هم وشي. په ورته وخت کې، جرګه به دا ثابته کړي، چې طالبان له خلکو سره د مشورې او د هغوی د غوښتنو په هکله بې توجه دي، د زده شویو استبدادي لارو په تګ سره د سولې او سوکالۍ دروازې تړي.
د هېواد د سیاست ټول لوبغاړي یوه کونجی له ځان سره لېږدوي. په اوسني وضعیت کې پاکستان لوی رول لاره او یوه کونجي یا حللاره په هغه هېواد کې ساتل کېږي. امریکا او متحدان یې چې په سیمه کې نفوذ لري او هغه ګټې چې په افغانستان کې يې څاري، هم پخپله د قفل کونجي ده او هم په سیمه او کور دننه کې یې څو کونجیانو ته لاس رسېږي. یوازینی لوبغاړی چې کونجي يې په لاس کې نشته، طالبان دي. دا ډله په ارتجاعي کړنلارې او له سولې، کار، تعلیم او ازادۍ سره په دښمنۍ، د شر په سرچینې اوښتې او د سولې او سوکالۍ په لار کې څه نه شي کولای. طالبان رسنۍ ځپي او ښوونځي تړي، د ځانمرګو روزنتونونه او د طالب جوړونې مدرسې رغوي، ادارې يې له متخصصو څخه تشې کړې او د هېواد طبیعي سرچينې لوټي.
له غیرطالب اقشارو سره ګڼې کونجیانې شته. د غیرطالباني ځواکونو اتحاد او د ملي حاکمیت د اعادې او د ولسواکۍ استقرار ماسټر کونجي ده. د پاکستان مهربانۍ، د طالبانو هوش یا لویو قدرتونو ته سترګې پر لار پاتېدل له مسوولیته تېښته او د ځان تېرایستنه ده. د طالبانو له جرګې څخه د طالبانو له فرمان ورهاخوا بله تمه نه شي کېدای.
[i] Taliban agree to surrender Kandahar: Power transfer begins today – Newspaper – DAWN.COM
[ii] Defense Department Briefing | C-SPAN.org
[iii] طلوع نیوز، یکشنبه، 30 جنوري 2022