۸صبح، هرات: هرات ښار کې ناپېژاندو وسله والو د طالب ځواکونو پر یوه کاسټر موټر ډزې کړې دي.
له هراته سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ناپېژاندو وسله والو دوشنبه سهار د چنګاښ پر ۱۳ د هرات ښار په لومړي نمبر سیمه کې د طالب ځواکونو پر کاسټر موټر ډزې وکړې.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ کسان ټپیان دي.
سرچینې وايي، چې نښته تر برید څو شېبې وروسته هم روانه وه.
طالب امنیتي مسوولان وايي، چې درې بریدګرو پر دغه موټر تر ډزو وروسته، موټر ته لاسي بم وغورځاوه.
د دغو مسوولانو په وینا، په نښته کې یو بریدګر وژل شوی او دوه نور له سیمې تښتېدلي دي.
که څه هم په دې برید کې د تلفاتو شمېر نه دی روښانه؛ خو سیمه کې خلک تر ۱۲ د ډېرو ټپيانو د لیدلو خبره کوي.
په دې برید کې د ملکیان د مرکژوبلې په اړه هم راپور ورکړل شوی دی.
ویل کېږي، چې دغه کاسټر موټر په هرات کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو اړوند و.